Connect with us

تازه خبرونه

د جو بایدن پښه له خپل سپي سره د لوبې پر مهال ماته شوه

خپور شوی

د

د یورو نیوز د څرګندونو له مخې؛ د امریکا ولسمشرۍ ته غوره شوي جو بایدن له خپل سپي سره د لوبې  پر مهال پر ښۍ پښه ټپي او د رغېدو لپاره به تر څو اوونیو به ګچ او تړل شوې وي.

پېښه د شنبې پر ورځ هغه مهال رامنځته شوه، چې ۷۸ کلن بایدن له خپل آلماني نژاده میجر نومي سپي سره لوبېدو.

جو بایدن، چې د نومبر د درېیمې په ټاکنو کې یې د ټاکنیزو حوزو رایې ګټلې؛ ټاکل شوې، چې د جنورۍ پر ۲۰ په سپینه ماڼۍ  کې د ولسمشرۍ لوه وکړي.

جو بایدن، چې د امریکا له ټولو ولسمشرانو ډېرعمر لري؛ له هغه سره به خپل دوه جرمني نژاده سپي(چمپ او میجر) چې په ترتیب یې په ۲۰۰۸  او ۲۰۱۸ کلونو کې د کورنۍ غړي پاتې دي؛ هم سپینې ماڼۍ ته ولیږدوي.

چمپ سپینې ماڼۍ  ته هغه مهال پښه وردننه کړې وه، چې  جو بایدن د ولسمشر اوباما مرستیال و؛ خو دا به لومړی ځل وي، چې میجر وردننه کیږي.

په امریکا کې له دود سره سم سپینې ماڼۍ ته د ولسمشر د سپيو ننوتل هغه لومړی سپی یادوي.

تازه خبرونه

  چین د تاجکستان او افغانستان په پوله کې ۹ سرحدي ودانیز بنسټونه جوړوي

ویل کیږي، چې د دې ودانیزو بنسټونو ټوله ساحه شاوخوا ۱۷ زره مربع مټره ده او د پلي کولو لګښت یې نږدې ۴۲۴.۸ میلیون یوان اټکل شوی او لګښت یې د چین حکومت ورکوي.

Published

on

د تاجکستان چارواکو ویلي، چې چین به د تاجکستان او افغانستان ترمنځ د پولې په اوږدو کې ۹ سرحدي ودانیز بنستونه جوړ کړي.

د راپورونو له مخې؛ دا تړون د تاجکستان د استازو جرګې د هېواد د پارلمان په غونډه کې تصویب کړی دی. د دې پروژې له پلي‌کېدا موخه د تاجک سرحدي ځواکونو تخنیکي او تجهیزاتي وړتیاوو پیاوړې کول دي.

د خپرو شویو معلوماتو له مخې؛ دا ودانیز بنسټونه به د څارنې پرمختللي سیسټمونه، مخابراتي تجهیزات او پر انجینرۍ سمبال ودانیز بنسټونه ولري.

ویل کیږي، چې د دې ودانیزو بنسټونو ټوله ساحه شاوخوا ۱۷ زره مربع مټره ده او د پلي کولو لګښت یې نږدې ۴۲۴.۸ میلیون یوان اټکل شوی او لګښت یې د چین حکومت ورکوي.

د تاجکستان د امنیتي چارواکو د څرګندونو له مخې؛ پخوا هم د دواړو هېوادونو ترمنځ د یوې هوکړې له مخې څو نور سرحدي ودانیز بنسټونه جوړ شوي وه.

Continue Reading

تازه خبرونه

امریکا په پېښور کې خپله قونسلګري د تل لپاره تړل غواړي

د یادې سرچینې په راپور کې راغلي؛ د امریکا بهرنیو چارو وزارت دا پرېکړه څو ورځې مخکې کانګرس ته استولې او څرګندوي، چې له دې سره به د کال ۷ اعشاریه ۵ میلیون ډالر سپما شي او په پاکستان کې د امریکا ملي ګټې هم نه‌زیانمنې کیږي.

Published

on

د اسوشیټډپرس د راپور له مخې: امریکا په پېښور کې خپله کونسلګري، چې یو وخت یې د افغانستان لپاره لوژسټیکي ارزښت درلود؛ اوس یې تړل غواړي.

د یادې سرچینې په راپور کې راغلي؛ د امریکا بهرنیو چارو وزارت دا پرېکړه څو ورځې مخکې کانګرس ته استولې او څرګندوي، چې له دې سره به د کال ۷ اعشاریه ۵ میلیون ډالر سپما شي او په پاکستان کې د امریکا ملي ګټې هم نه‌زیانمنې کیږي.

دا پرېکړه د ټرمپ ادارې له‌خوا د لګښتونو کمولو او د حکومتي ادارو د کمولو لپاره د پراخو هڅو یوه برخه ده، چې له تېر یو کال راپدېخوا تر غور لاندې ده.

چارواکو ویلي، چې دا هڅه د ایران له روانې جګړې سره تړاو نلري.

په پیښور کې د امریکا قونسلګري به په بهر کې د امریکا لومړی ډیپلوماټیک ماموریت وي، چې د تل لپاره تړل کیږي.

ویل کیږي، چې په دې قونسلګرۍ کې دمګړۍ ۱۸ امریکایي ډیپلوماټان او ۸۹ ځایي کارکوونکي دندې لري.

Continue Reading

تازه خبرونه

نورالدین عزیزي او د چین ځانګړي استازي د اقتصادي همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې

د صنایعو او سوداګرۍ وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ نورالدین عزیزي د پانګونې لپاره د خوندي او مناسب چاپېریال چمتو کولو د ډاډ ترڅنګ چینایي پانګوالو ته بلنه ورکړه، چې د دواړو هېوادونو د ګټو لپاره د افغانستان په بېلابېلو اقتصادي سکټورونو کې پانګونه وکړي.

Published

on

Last Updated on: کب ۲۱, ۱۴۰۴

د افغانستان اسلامي امارت د صنایعو او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د چین له ځانګړي استازي یو شیاویونګ سره د لیدنې پر مهال په افغانستان کې د سوداګرۍ او پانګونې د فرصتونو پر پراختیا بحث اوخبرې کړې دي.

د صنایعو او سوداګرۍ وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ نورالدین عزیزي د پانګونې لپاره د خوندي او مناسب چاپېریال چمتو کولو د ډاډ ترڅنګ چینایي پانګوالو ته بلنه ورکړه، چې د دواړو هېوادونو د ګټو لپاره د افغانستان په بېلابېلو اقتصادي سکټورونو کې پانګونه وکړي.

هغه همدارنګه چین ته د افغانستان د صادراتو لپاره په ځانګړي توګه د پنبې، انارو، جلغوزیو، قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو او نورو افغان صادراتي توکو په برخو کې د ډېرو آسانتیاوو پر رامنځته کېدا او برابرولو ټینګار وکړ او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د ګمرکي، ټرانزیټي او ټرانسپورتي آسانتیاوو د زیاتولو غوښتنه وکړه.

دغه راز د چین ځانګړي استازي هم د چینایي سوداګرو او پانګوالو د لېوالتیا د ډاډ وړاندې کولو تر څنګ ویلي، چې د چین په سټراټیژۍ کې افغانستان د پانګونې لپاره طبیعي او نه هېریدونکي فرصتونو لري.

هغه د دواړو هېوادونو د مسوولو ادارو او خصوصي سکټورونو د ملاتړ لپاره د اقتصادي اړیکو پراختیا اړینه وګڼله.

ویل کیږي، چې په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو د اړوند ادارو ترمنځ د سوداګریزو آسانتیاوو او د پانګونې د پراخولو لپاره پر ګډو همکاریو ټینګار وشو.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!