Connect with us

نړۍ

د حماس او اسرائیلو ترمنځ کومه هوکړه ترلاسه شوې نه‌ده – امریکا

خپور شوی

د

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند ادرین واتسون د واشنګتن پوست ورځپاڼې د راپور په غبرګون کې څرګنده کړې؛ تر اوسه د پېنځه ورځني اوربند په بدل کې د حماس له لوري د یرغمل شویو کسانو د خوشې کولو کومه هوکړه ترلاسه شوې نه‌ده.

هغه په ​​ایکس پاڼه کې لیکلي: مونږ تر اوسه هوکړې ته رسېدلي نه‌یوو؛ خو هوکړې ته د رسیدو لپاره هڅې روانې دي.

واشنګتن پوست له دې مخکې د باخبرو سرچینو د څرګندونو له مخې خبر ورکړی و، چې اسرائیل، امریکا او حماس د پېنځه ورځني اوربند په بدل کې د لسګونه یرغمل شویو بندیانو د خوشې کولو په اړه یوې هوکړې ته رسېدلي دي.

د دغې ورځپاڼې په څرګندونو کې راغلي: د یوې شپږ پاڼیزې بشپړې هوکړي د یوې برخې له مخې، ټولې خواوې به لږ تر لږه د پېنځه ورځو لپاره وسلوال عملیات ودروي. په داسې حال کې، چې په هرو ۲۴ ګړیو کې به ۵۰ یا ډېر یرغمل په کوچنیو ډلو کې خوشې کیږي.

د دغه راپور له مخې؛ شاوخوا ۲۴۰ اسرائیلیان د حماس له‌خوا یرغمل شوي دي.

واشنګتن پوست دا هم لیکلي؛ پر ځمکنیو هڅو به هوایي څارنې روانې وي او دا کار له پولیسو سره مرسته کوي، چې د پام وړ بشري مرستې ورسیږي.

د دې راپور په اړه سپینې ماڼۍ یا د اسرائیلو د لومړي وزیر دفتر څه نه‌دي ویلي.

د هغو کسانو د څرګندونو له مخې، چې له هوکړې خبر دي، ښايي په راتلونکیو څو ورځو کې د یرغمل شویو کسانو خوشې کول پیل شي.

نړۍ

د هائیټي په تاریخي کلا کې د ګڼې ګوڼې له کبله مرګ او ژوبله رامنځته شوې

د هایټي د شمالي څانګې د ملکي خوندیتوب رییس ژان هانري  پټي ویلي، چې دا پېښه په لافریر تاریخي کلا کې رامنځته شوې، چې د نولسمې پېړۍ په لومړیو کې له فرانسې څخه د هائیټي له خپلواکۍ وروسته جوړه شوې ده.

Published

on

رویټرز راپور ورکړی، چې چارواکو د شنبې پر ورځ د هائیټي په شمالي کلیوالي سیمه کې د ګڼې ګوڼې په پېښه کې لږ تر لږه ۳۰ کسان ووژل شول او دا هم شونې ده، شمېر یې نور هم زیات شي.

د هایټي د شمالي څانګې د ملکي خوندیتوب رییس ژان هانري  پټي ویلي، چې دا پېښه په لافریر تاریخي کلا کې رامنځته شوې، چې د نولسمې پېړۍ په لومړیو کې له فرانسې څخه د هائیټي له خپلواکۍ وروسته جوړه شوې ده.

د رویټرز د څرګندونو له مخې، دغه پېښه د شنبې پر ورځ د هائیټې په شمال کې رامنځته شوې ده

هائیتي یو سیاحتي ځای دی، د یونیسکو په نړیوال میراث کې ثبت دی.

ویل کیږي، چې د شنبې پر ورځ زده‌کوونکو او لیدونکو د دې کلا کلني جشن ته راغلي وه، چې دا پېښه رامنځته شوه.

Continue Reading

نړۍ

د ایران او امریکا ترمنځ ۴۵ ورځني اوربند ته منځګړي وروستۍ هڅې کوي

یادې رسنۍ له امریکا، اسرائیل او سیمې سره د بلدو څلور سرچینو د څرګندونو له مخې راپور ورکړی، چې خبرې اترې د پاکستان، مصر او ترکیې له‌خوا ترسره کیږي.

Published

on

امریکایي خبري رسنۍ آکسیوس راپور ورکړی، چې ایران، امریکا او یو شمېر سیمهییز منځګړي د ۴۵ ورځني اوربند لپاره پر یوې داسې طرحې بحث کوي، چې که اوربند ومنل شي؛ نو د جګړې پای به ورسره ډاډمن وي.

یادې رسنۍ له امریکا، اسرائیل او سیمې سره د بلدو څلور سرچینو د څرګندونو له مخې راپور ورکړی، چې خبرې اترې د پاکستان، مصر او ترکیې له‌خوا ترسره کیږي.

په راپور کې راغلي، چې د ډونالډ ټرمپ د ځانګړي استازي او د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ترمنځ غیر مستقیم پیغامونه او زنګونه هم تبادله کیږي.

دغه راز سرچینو ویلي، چې په راتلونکو ۴۸ ساعتونو کې یوې لنډمهالې هوکړې ته رسېدا هم شونې ده.

د دغو سرچینو د څرګندونو له مخې؛ ایراني چارواکو منځګړو ته ټینګار کړی؛ دوی نه غواړي د غزې تړانګې یا لبنان په څیر حالت رامنځته شي، چې اوربند یوازې د کاغذ پر مخ پاتې او بریدونه هر وخت ممکن وي.

Continue Reading

نړۍ

ټرمپ په ایران کې د دوه‌يم غورځېدلي جټ د پیلوټ له ژغورولو خبر ورکړ

د امریکا ولسمشر دا هم ویلي، چې د جمعې پر ورځ یو بل امریکایي پیلوټ هم ژغورل شوی و؛ خو د دوه‌یم هغه د ژغورلو لپاره اعلان نه‌شول.

Published

on

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ څرګنده کړې؛ د امریکا پوځ د F-15 جنګي جټ الوتکې د دوه‌یم پیلوټ پر ژغورلو بریالی شوی، چې په ایران کې د عملیاتو پر مهال پر نښه شوی و.

ټرمپ په Truth Social کې لیکلي، چې پوځي افسر د ایران په غرنیو سیمو کې د دښمن د لیکو تر شا بند پاتې و، چې دښمنو ځواکونو څارلو.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ امریکایي ځواکونه وتوانیدل، چې «د امریکا په پوځي تاریخ کې د ترټولو زړور لټون او ژغورنې عملیاتو» په پایله کې خپل پیلوټ بریالی راوباسي.

ټرمپ زیاته کړې؛ عملیات د لسګونو پوځي الوتکو او پرمختللیو تجهیزاتو پر کارولو ترسره شول.

د هغه د څرګندونو له مخې؛ پیلوټ ټپي و، خو د هغه روغتیایي حالت ښه راپور شوی او روغ به شي.

د امریکا ولسمشر دا هم ویلي، چې د جمعې پر ورځ یو بل امریکایي پیلوټ هم ژغورل شوی و؛ خو د دوه‌یم هغه د ژغورلو لپاره اعلان نه‌شول.

ټرمپ ادعا کړې، چې دا دوه د ژغورنې عملیات د امریکایي ځواکونو لپاره له تلفاتو پرته ترسره شوي او دا یې په سیمه کې د هوايي برتري نښه وبلله.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!