Connect with us

تازه خبرونه

د خیبر پښتونخوا حکومت په کابل کې د سرطان روغتون د جوړولو له‌پاره د مرستې وړاندیز وکړ

دا وړاندیز د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر علي امین خان ګنډاپور د شنبې پر ورځ په اسلام ‌آباد د افغانستان له استازي سردار احمد شکیب سره د لیدنې پر مهال وکړ.

خپور شوی

د

KP Gandapur

د خیبر پښتونخوا حکومت د دوه اړخیزو اړیکو او بشري همکاریو د پیاوړتیا لپاره د افغانستان په کابل کې د یوې مهمې هڅې په توګه د سرطان د عصري روغتون په جوړولو کې د مرستې وړاندیز کړی دی.

دا وړاندیز د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر علي امین خان ګنډاپور د شنبې پر ورځ په اسلام ‌آباد د افغانستان له استازي سردار احمد شکیب سره د لیدنې پر مهال وکړ.

د خیبر پښتونخوا د پارلمان د خپرې شوې رسمي خبرپاڼې له مخې؛ وزیر اعلی د کرنې په برخه کې هم د بشپړ ملاتړ ژمنه وکړه، چې د سیمې پراختیا او د خلکو ترمنځ د ښکېلتیا لپاره د ایالت ژمنتیا پر ګوته کوي.

په خبرپاڼه کې راغلي؛ دا وړاندیز د خیبر پښتونخوا حکومت د افغانانو د هوساینې او پرمختګ لپاره د معنا وړ ونډې اخیستلو لپاره چمتووالی ښیي.

د همکارۍ د پراخولو په هڅه کې ګنډاپور له افغانستان څخه د لیدنې لپاره د یو ځانګړي پلاوي د جوړولو اعلان هم وکړ.

هغه ویلي؛ پلاوی به د دواړو هېوادونو ترمنځ د پل په توګه په اړینو برخو کې باور، همغږي او عملي همکارۍ ودې ته کار وکړي.

په دې لیدنه کې د دوه اړخیزو اړیکو، سوداګرۍ او ټرانزیت، د افغان کډوالو چارو او د پولې هاخوا اړیکو په ګډون پر پراخو مسلو ژورې خبرې اترې وشوې. دواړو خواوو د ګډې ژبې، قوم، قبیلوي او مذهبي اړیکو پر بنسټ د اړیکو د پیاوړتیا پر اړتیا ټینګار وکړ او د سولې، متقابل درناوي او سیمه‌ییز ثبات لپاره یې خپلې ژمنې بیا تائید کړې.

د اطلاعاتو په برخه کې د وزیر اعلی سلاکار وکیل محمد علي‌سیف هم حاضر و، چې له اړوند افغان چارواکو سره د همغږۍ دنده ورته وسپارل شوه او پر وړاندیز شویو نوښتونو، دوامداره ښکېلتیا او څارنې ټینګار وشو.

سردار احمد شکیب د خیبر پښتونخوا د حکومت له دې هڅې هرکلی وکړ، د افغان کډوالو د اوږدمهاله ملاتړ او پراخو بشري هڅو ستاینه یې وکړه.

هغه د دوه اړخیزو اړیکو او په سیمه کې د سولې او سوکالۍ د ډاډمنولو لپاره د ګډو هڅو د پیاوړتیا لپاره د افغانستان لېوالتیا بیا تائید کړه.

دواړو خواوو د همکارۍ، ثبات او متقابل درناوي له لارې له بهرنیو ګواښونو سره د ګډې مبارزې او د راتلونکو نسلونو د راتلونکي د خوندي کولو پر اړتیا هم ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

په روزګان کې  د ۳۵۰ زره افغانیو پر ارزښت غلا شوي سره‌زر ونیول شول

د امنیه قومندانۍ ویاند بلال احمد روزګاني زیاته کړې: غلا شوي سره زر  په ترینکوټ ښار کې زرګر ته د خرڅولو لپاره وړل شوي وه، چې د امنیتي پولیسو له هڅو او پلټونو وروسته ونیول شول.

Published

on

د روزګان امنیه قومندانۍ ویاند آریانانیوز ته ویلي، چې د دې ولایت د جنايي جرمونو پر وړاندي د مبارزې مدیريت منسوبینو په ترینکوټ ښار کې د ۳۵۰ زره افغانیو پر ارزښت له یوه کوره غلاشوي سره‌زر نیولي دي.

د امنیه قومندانۍ ویاند بلال احمد روزګاني زیاته کړې: غلا شوي سره زر  په ترینکوټ ښار کې زرګر ته د خرڅولو لپاره وړل شوي وه، چې د امنیتي پولیسو له هڅو او پلټونو وروسته ونیول شول.

ویل کیږي، چې د یاد مدیریت اړوند د اقتصادي جرایمو امریت منسوبینو د دغې پېښي عامل له پلټنو وروسته عدلي او قضاي برخې ته سپارلی دی.

Continue Reading

تازه خبرونه

هند یو ځل بیا د افغانستان له روغتیایي برخې څخه د ملاتړ ډاډ څرګند کړ

د هند د روغتیا او کورني هوساینې وزارت د څرګندونو له مخې؛ په دې لیدنه کې د هند روغتیا وزیر جي‌پي نًډا او د افغانستان د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي د روغتیایي همکاریو پر پیاوړتیا او د افغانانو د روغتیایي اړتیاوو د پوره کولو د اړتیا په اړه بحث او خبرې کړې دي.

Published

on

هند له افغانستان سره د بشري مرستو او روغتیایي همکاریو د ترسره کولو د ډاډ څرګندولو تر څنګ ویلي، چې د اړینو درملو اوږدمهاله عرضه دواړو هېوادونو ته لومړیتوب لري.

د هند د روغتیا او کورني هوساینې وزارت د څرګندونو له مخې؛ په دې لیدنه کې د هند روغتیا وزیر جي‌پي نًډا او د افغانستان د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي د روغتیایي همکاریو پر پیاوړتیا او د افغانانو د روغتیایي اړتیاوو د پوره کولو د اړتیا په اړه بحث او خبرې کړې دي.

د لیدنې پر مهال پر سمولیکه بڼه سرطاني درمل او واکسینونه افغانستان ته وسپارل شول، چې دا د افغانستان د روغتیایي سیسټم ملاتړ ته د هند پرله‌پسې ژمنتیا ښیي.

د هند روغتیا وزارت اعلان کړی، چې د درملو، واکسینونو او د ۱۲۸ سلایس یو سي‌ټي‌سکین ماشین به هم د بشري مرستو د یوې برخې په توګه افغانستان ته واستول شي.

ویل کیږي، چې دا مرسته د روغتیایي چوپړ د ښه کولو او ژغورونکو درملنو ته د افغانانو د لاسرسي چمتو کولو لپاره د نوي ډیلي ژمنتیا څرګندوي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په بدخشان کې د چینایي وګړو د شکمنو وژونکو پر ځاله افغان ځواکونو پرېکنده برید کړی

د سرچینو د څرګندونو له مخې؛ د دغو عملیاتو په پایله کې یو مطلوب کس له وسلې او نورو پوځي مهماتو سره یوځای ژوندی نیول شوی دی.

Published

on

امنیتي سرچینو ویلي، چې د افغانستان اسلامي امارت (IEA) ځانګړو ځواکونو د بدخشان ولایت د اړوند سیمې د هغو شکنو کسانو پر پټنځای برید کړی، چې څه وخت مخکې یې د ګاونډ هېواد تاجکستان په خاورې کې پر چینايي وګړو بریدونه کړي وه.

د سرچینو د څرګندونو له مخې؛ دا عملیات د سې‌شنبې پر شپه د فیض‌آباد ښار د اړوند سیمې د هغو شکمنو کسانو پر پټنځای تر سره شوي، چې څه وخت مخکې یې د ګاونډ هېواد تاجکستان په خاوره کې  پر چینايي وګړو بریدونه کړي وه.

د سرچینو د څرګندونو له مخې؛ د دغو عملیاتو په پایله کې یو مطلوب کس له وسلې او نورو پوځي مهماتو سره یوځای ژوندی نیول شوی دی.

سرچینې زياته کړې؛ د بريد په اړه د ځانګړو پلټنو پايلې او د نيول شوي کس لومړني اعترافات څرګندوي، چې د بريد پلان له افغانستان څخه بهر ترتيب شوی و.

دا په داسې حال کې ده، چې د تاجکستان بهرنیو چارو وزارت د لیندۍ پر شپږمه / د نومبر پر اووه‌ویشتمه ویلي وه؛ په خاتلون ولایت کې د برید له کبله درې چینايي وګړي وژل شوي دي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!