تازه خبرونه

د خیبر پښتونخوا والي پخپل وزیر اعلی نیوکه وکړه

کنډي د سې‌شنبې پر ورځ په یوه رسنیز کنفرانس کې ویلي وه، چې افریدي پر ځلونو په افغانستان کې د «ترهګرۍ» د سرچینې په اړه د شواهدو غوښتنه کړې. په داسې حال کې، چې هغه باید د کره معلوماتو لپاره پولیسو ته مراجعه وکړي.

Published

on

د خیبر پښتونخوا والي فیصل کریم کنډي د امنیتي مسلو په اړه له “افغانستان څخه د دفاع” په خاطر پخپل وزیر اعلی سهیل افریدي نیوکه کړې ده.

کنډي د سې‌شنبې پر ورځ په یوه رسنیز کنفرانس کې ویلي وه، چې افریدي پر ځلونو په افغانستان کې د «ترهګرۍ» د سرچینې په اړه د شواهدو غوښتنه کړې. په داسې حال کې، چې هغه باید د کره معلوماتو لپاره پولیسو ته مراجعه وکړي.

هغه دې ته په نغوته کې وویل؛ نړیوالې ټولنې دا تشخیص هم کړی، چې د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد په ځانګړي توګه د خیبر پښتونخوا پر وړاندې د « ترهګریزو» فعالیتونو لپاره کار اخیستل کېږي وپوښتل: «که افغانستان په ترهګرۍ کې ښکېل نه‌وي، نو بیا څوک ښکېل دی؟!»

د پاکستان چارواکو تل ادعا کړې، چې وسلوال په پاکستان کې د بریدونو ترسره کولو لپاره د افغانستان خاوره کاروي. په داسې حال کې، چې اسلامي امارت پر ځلونو د پاکستان دا ادعا رد کړې ده.

Trending

Exit mobile version