نړۍ
د سعودي په یوه کارخونه کې اورلګېدنې ۱۶ بنګلهدیشي کارګر وژلي
د راپورونو له مخې، اور د یکشنبې پر ورځ د ریاض د موسى سنایه په صنعتي سیمه کې لګېدلی دی.
د سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض کې د څوکیو جوړولو په یوه فابریکه کې د اور لګېدو له کبله ۱۶ بنګلهدېشي کارګر کډوال وژل شوي دي.
د راپورونو له مخې، اور د یکشنبې پر ورځ د ریاض د موسى سنایه په صنعتي سیمه کې لګېدلی دی.
د بنګلهدېش بهرنیو چارو وزارت ویلي، د پېښې وضعیت څاري او په ریاض کې د دغه هېواد سفارت له سعودي چارواکو سره خپل هېواد ته د مړو د لېږدولو چارې ترسره کوي.
د بهر میشتو د هوساینې او بهرنیو کارونو وزیر عارف الحق چوهدري چارواکو ته لارښوونه کړې، چې خپل مړي ژر تر ژره هېواد ته ولېږدوي او د قربانیانو کورنیو ته اړینې دولتي مرستې او غرامت برابر کړي.
شاوخوا ۳.۵ میلیون بنګلهدیشیان په سعودي عربستان کې ژوند کوي او دغه هېواد د بنګلهدېشي کارګرو کډوالو تر ټولو لوی کوربه هېواد دی. دغو کارګرانو تېر کال له سعودي څخه خپل هېواد ته له ۲.۷ میلیارډ ډالرو ډېرې پیسې لېږلې دي.
نړۍ
د امریکا لویو ټلویزیوني شبکو د ټرمپ د پروګرامونو تلویزیوني پوښښ ودراوه
دغه راز سيانان، اماسناو او پولیټیکو په واشنګټن کې پر فډرالي محکمې د ټرمپ د حکومت پر ضد دعوه کړې او سپینې ماڼۍ ته یې د خپلو خبریالانو د ننوتلو د بندیز د لغوه کولو غوښتنه کړې ده.
د امریکا ایبيسي، سيبياس، سيانان، فاکس او انبيسي ټلوېزیوني شبکو سپینې ماڼۍ ته د ځینو رسنیو د خبریالانو د ننوتلو د بندیز په غبرګون کې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پروګرامونو پر ټلویزیوني پوښښ کې خپله ونډه درولې ده.
دغه راز سيانان، اماسناو او پولیټیکو په واشنګټن کې پر فډرالي محکمې د ټرمپ د حکومت پر ضد دعوه کړې او سپینې ماڼۍ ته یې د خپلو خبریالانو د ننوتلو د بندیز د لغوه کولو غوښتنه کړې ده.
دغو رسنیو ویلي، چې د حکومت دغه اقدام د مطبوعاتو د آزادۍ حق او قانوني بهیر نقضوي.
د دې پرېکړې له کبله نیویارک ته د ټرمپ د سفر ټلویزیوني پوښښ هم د« پول ټلویزیوني» سیسټم له لارې ودرول شو.
ټرمپ نیویارک ته د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په ناسته کې د ګډون لپاره تللی دی.
په «پول ټلویزیوني» سیسټم کې د امریکا لویې ټلویزیوني شبکې پر نوبتي بڼه د ولسمشر د پروګرامونو ویډیويي انځورونه نورو رسنیو ته برابروي.
ټرمپ په« تروټ سوشیال» خواله رسنۍ کې لیکلي، چې سپینه ماڼۍ پر آزادو رسنیو د برید نیت نه لري. هغه ادعا کړې، چې د حکومت موخه د «جعلي خبرونو» پر وړاندې مبارزه.
نړۍ
د جګړو هممهاله د نړۍ مشران د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر کې راټولیږي
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ به پرلهپسې دوه کال په دې غونډه کې وینا وکړي؛ داسې مهال، چې د دوهیمې نړیوالې جګړې له پای وروسته رامنځته شوی نړیوال نظم له ګڼو فشارونو سره مخ دی او ملګري ملتونه هم له مالي او سیاسي ستونزو سره مخ دي.
د نړۍ د شاوخوا ۱۳۰ هېوادونو مشران به روانه اوونۍ په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په ناسته کې د ګډون لپاره راټول شي. د منځني ختیځ او اوکراین جګړې، د مصنوعي ځیرکتیا له کبله د رامنځته کېدونکو ګواښونو زیاتوالی او د ملګرو ملتونو راتلونکی به د دغې غونډې له مهمو موضوعاتو څخه وي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ به پرلهپسې دوه کال په دې غونډه کې وینا وکړي؛ داسې مهال، چې د دوهیمې نړیوالې جګړې له پای وروسته رامنځته شوی نړیوال نظم له ګڼو فشارونو سره مخ دی او ملګري ملتونه هم له مالي او سیاسي ستونزو سره مخ دي.
رویټرز خبري آژانس راپور ورکړی، چې ټرمپ ملګرو ملتونو ته د امریکا مالي مرستې کمې کړي او واشنګټن د دې ټولنې له یو شمېر ادارو څخه هم وتلی دی.
د چین ولسمشر شي جینپینګ، چې وروستی ځل یې په ۲۰۲۱ز.کال کې د ویډیو له لارې د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې وینا کړې وه؛ سږ کال به نیویارک ته ولاړ نهشي. ټاکل شوې هغه د پنجشنبې پر ورځ په واشنګټن کې له ټرمپ سره وګوري.
د دغو ننګونو ترڅنګ د ملګرو ملتونو د مشرتابه راتلونکی هم د پام وړ موضوع ده. د ملګرو ملتونو د سرمنشي انټونیو ګوټرش دنده د ۲۰۲۶ز.کال په پای کې پای ته رسيږي او تر اوسه د هغه د ځایناستي لپاره کوم ځانګړی نوماند نشته.
ډیپلوماتانو ویلي، د ملګرو ملتونو امنیت شورا ښايي د اوکراین جګړې، مصنوعي ځیرکتیا او په منځني ختیځ کې د وروستیو بدلونونو په اړه په لوړه کچه ناستې جوړې کړي.
نړۍ
پر کابل هوایي ډګر برید کوونکی محمد شریفالله په امریکا کې پر ۲۰ کاله بند محکوم شو
د دې وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې شریفالله د داعش خراسان ډلې غړی و او نږدې ۱۰ کاله یې یوې پېژندل شوې ترهګرې ډلې ته مالي امکانات برابرول.
د امریکا عدلیې وزارت د چارشنبې پر ورځ( د وږي پېنځهویشتمه / د سپټمبر شپاړلسمه) څرګنده کړې: افغان وګړی محمد شریفالله، چې د کابل په هوايي ډګر کې د ځانمرګي برید په تړاو تورن و؛ پر ۲۰ کاله بند محکوم شوی دی.
د دې وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې شریفالله د داعش خراسان ډلې غړی و او نږدې ۱۰ کاله یې یوې پېژندل شوې ترهګرې ډلې ته مالي امکانات برابرول.
د امریکا د لوی څارنوال مرستیال او د ملي امنیت په چارو کې د دغه هېواد لوړپوړي چارواکي جان ای. آیزنبرګ په خبرپاڼه کې ویلي؛ محمد شریفالله نږدې ۱۰ کاله د« یوې ناوړه مبارزې په زړه» کې تېر کړي او د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پر ملکي وګړو د بریدونو لپاره وسایل برابرول.
آیزنبرګ زیاته کړې؛ همدا ملاتړ د دې لامل شو، چې د کابل هوايي ډګر د« آبي دروازې» په ځانمرګي برید کې ۱۳ امریکايي سرتېري ووژل شي.
د خبرپاڼې له مخې، آیزنبرګ ویلي:« د شریفالله لاسونه د خلکو پر وینو ککړ ول» او د محکمې د چهارشنبې ورځې د پرېکړې له مخې، نوموړی د دغو کړنو په تړاو مسوول وپېژندل شو.
په دې خبرپاڼه کې راغلي، چې امریکا به په ټوله نړۍ کې هغه کسان تعقیب او ونیسي، چې د امریکايي سرتېرو په وژلو کې لاس ولري.
دغه راز د ویرجینیا ختیځې حوزې لپاره د څارنوالۍ لومړۍ مرستیالې ټیفاني کې. اسټاموس ویلي، محمد شریفالله خپل ژوند تاوتریخوالي او د کرکې له کبله د خلکو وژلو ته وقف کړی و.
محمد شریفالله د ۲۰۲۱ز.کال د اګست په میاشت کې د شوي ځانمرګي برید پر تړاو تورن دی؛ په دې برید کې ۱۶۰ افغانان او ۱۳ امریکايي سرتېري وژل شوي دي.
د دې دوسیې څارنوال رایان وایټ ویلي؛ شریفالله د داعش غړي د دې برید په ګډون د مسکو د برید په پلانولو کې مهم رول درلود.؛ خو د محمد شریفالله مدافع وکیل لارین روزن محکمې ته ویلي، چې د هغه موکل په دروغو اعتراف کړی دی. نوموړي زیاته کړې وه، چې څارنوالانو، د امریکا فډرالي تحقیقاتو ادارې(افبيای) ته د محمد شریفالله له اعتراف پرته محکمې ته داسې نور اسناد او شواهد نهدي وړاندې کړي، چې وښيي هغه د کابل هوايي ډګر په برید کې لاس درلود.
د ۲۰۲۱ز.کال د اګست پر شپږویشتمه هغه برید، چې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د ایستلو د بهیر پر مهال د کابل هوايي ډګر مخې ته وشو؛ داعش یې مسوولیت ومانه.
د امریکا د مرکزي قومندانۍ څېړنو ښودلې، چې د دغه ځانمرګي برید عامل عبدالرحمن لوګری و. نوموړی د داعش غړی او د جمهوري نظام له ړنګېدا وروسته د بګرام له زندان څخه د طالبانو لهخوا خوشې شوی و.
-
لوبی3 days agoد افغانستان اتلانو لیګ؛ ابومسلم فراه او آریانا خوست مساوي شول
-
تازه خبرونه2 days agoد اسلامي همکاریو ټولنه د افغانستان په اړه د تماس ډلې ناسته تر سره کوي
-
تازه خبرونه1 day agoد پاکستان پوځ په کونړ کې د زلزله ځپلیو پر کمپ هوایي برید کړی
-
نړۍ2 days agoد جګړو هممهاله د نړۍ مشران د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر کې راټولیږي
-
لوبی3 days agoد افغانستان اتلانو لیګ؛ عینو مېنه او عمر ځواک ۱-۱ مساوي شول
-
تازه خبرونه1 day agoد افغانستان بهرنیو چارو وزارت د پاکستان سفارت چارسمبالی احضار کړ
-
تازه خبرونه1 day agoد آریانا یوه کارګو الوتکه کابل ته راورسېده
-
لوبی2 days agoپه جاپان کې آسیایي لوبې پیل شوې؛ ۳۴ افغان لوبغاړي لوبې کوي
