تازه خبرونه
د سوداګریزو بندرونو عصري کول او د بېخبناوو پراختیا مو کاري لومړیتوب دی
د خبرپاڼې له مخې؛ په هېواد کې د صادراتو د پراختیا او له سیمې او نړۍ سره د اقتصادي اړیکو د ټینګښت لپاره اړتیاده، چې سوداګریز او ټرانزیټې بندرونه په نړیوالو معیارونو برابر شي.
د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیالۍ په ایکس پاڼه کې لیکلي، چي اسلامي امارت د سوداګرۍ د ودې لپاره د سوداګریزو بندرونو عصري کول او د بېخبناوو پراختیا په خپلو کاري لومړیتوبونو کې نیولي دي.
د خبرپاڼې له مخې؛ په هېواد کې د صادراتو د پراختیا او له سیمې او نړۍ سره د اقتصادي اړیکو د ټینګښت لپاره اړتیاده، چې سوداګریز او ټرانزیټې بندرونه په نړیوالو معیارونو برابر شي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام جواد اخوندزاده هم ويلي، چې د هېواد د بندرونو معیاري کولو او د خدمتونو چټکوالي لپاره پهرسوداګریزو بندرونو کارونه روان دي او هڅه کوو، چې د لېږد رالېږد – صدراتو او وارداتو د چټکتیا او پراختیا لپاره نور هم اساسي او بنسټز بدلونونه رامنځته کړو.
عبدالسلام جواد اخوندزاده وایي: د هېواد سوداګریزو بندرونو د معیاري کولوي لپاره عملي هڅې روانې دې او د خپل وس تر حده به هڅه وکړو، چې په کې د خصوصي سکټور د شته ستونزو د اواري لپاره اقدامت نور هم پراخ او دا لړۍ له نړیوالو معیارونو سره برابره کړو.
د خصوصي سکټور غړي هم وايي، چې د هېواد په بندرو کې اوس هم د اقتصادي فعالیتونو او صادراتو په برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
دوۍ زیاتوي؛ د هېواد په سرحدي سوداګریزو بندرونو کې تخنیکي، مسلکي او بېخبنايي ستونزې شته، چې دې چارې د هېواد د اقتصادي حرکت پر وړاندې ستونزې رامنځته کړي.
دوۍ له اړوند ادارو څخه غوښتنه کوي، چې د دې ستونزو د حل لپاره چټکې هڅې وکړي.
د کرنې او مالدارۍ خونې مرستیال میرویس حاجي زاده وایي: د هېواد په ګمرکونو کې د مالوالو ځنډیدا او د یوه سړک کارول سوداګریزې چارې له ستونزو سره مخ کړي دي.
نوموړی هیله من شوی، چې د دې ستونزو چټک حل ته باید پام راواړول شي.
ویل کیږي، چې د هېواد د سوداګریز بندرونو د معیاري کولو لپاره په تېرو څلورو لسیزو کې د اړتیا وړ کار ندی شوی.
تازه خبرونه
له احتکار او کورونو کرايې لوړولو ډډه وکړې – د عدلیې وزیر
د عدلیې وزیر څرګنده کړې، چې د اتحادیو مسوولان دې خپل مسوولیتونه سم ترسره کړي او خلکو ته دې خدمت وکړي.
د اسلامي امارت عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي نن( پنجشنبه د کب څوارلسمه) له سوداګرو او د معاملاتو لارښوونو د اتحادیو له مسوولانو سره په ناسته کې د لومړنیو توکو له احتکار او کورونو د کرايې لوړېدا پر مخنیوي ټینګار کړی دی.
د عدلیې وزیر څرګنده کړې، چې د اتحادیو مسوولان دې خپل مسوولیتونه سم ترسره کړي او خلکو ته دې خدمت وکړي.
نوموړي زیاته کړې؛ د سوداګرو اتحادیه او د معاملاتو لارښوونې اتحادیه دې د خوراکي لومړنیو توکو د احتکار د مخنیوي او همدارنګه د کورونو د کرايې د لوړېدا د مخنیوي په برخه کې خپلو مسوولیتونو ته پوره پاملرنه وکړي.
عبدالحکیم شرعي ټینګار کړی، چې یادې اتحادیې دې له اړوند ادارو په ځانګړي توګه له ښاروالۍ سره په همغږۍ کې د بیو د کنټرول او تنظیم په برخه کې ګډ کار او هڅې وکړي.
ویل کیږي، چې د سوداګرو او د معاملاتو لارښوونو د اتحادیو رییسانو او مسوولانو د بازار د نظم او ټیکاو د ساتنې او د بیو د کنټرول ژمنه وکړه.
تازه خبرونه
یو ټولګډونه پلاوی دې افغانستان ته سفر وکړي – سهیل افریدی
سهیل اپریدي د چارشنبې پر ورځ په پېښور کې د یوې پروژې د پرانیستې پر مهال اړوند مراسمو ته ویلي؛ دا پلاوی باید د پاکستان له ایالتي او فډرالي چارواکو، علماوو او قبایلي مشرانو څخه جوړ شي.
د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر سهیل افریدي غوښتنه کړې، چې له پاکستان څخه دې یو ټولګډونه پلاوی د سلامي امارت له چارواکو سره د خبرو لپاره افغانستان ته سفر وکړي.
سهیل اپریدي د چارشنبې پر ورځ په پېښور کې د یوې پروژې د پرانیستې پر مهال اړوند مراسمو ته ویلي؛ دا پلاوی باید د پاکستان له ایالتي او فډرالي چارواکو، علماوو او قبایلي مشرانو څخه جوړ شي.
افریدي زیاته کړې: « زمونږ نظر دا دی، چې دا پلاوی به اغېزمنه وي او که ټولګډونه پلاوی افغانستان ته ولاړ شي؛ نو وضعیت به ښه شي.»
اسلامآباد تل ادعا کړې، چې وسلوالې ډلې د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد بریدونه کوي.
اسلامي امارت هم تل د پاکستان د پوځي رزیم دا ادعا رد کړې او څرګندوي، چې افغانستان د پاکستان د «امنیتي ناکامیو» مسوول ندی.
تازه خبرونه
له افغانستان سره ستونزه دې د خبرو له لارې حل شي – فضلالرحمن
د لومړي وزیر د دفتر د خبرپاڼې له مخې؛ شهباز شریف د بېلابېلو سیاسي ګوندونو د مشرانو په ګډون یوه غونډه رابللې وه، چې په کې یې سیاسي مشران د سیمې له امنیتي وضعیت او د پاکستان له دیپلوماټیکو کړنو خبر کړل.
د جمعیت علمای اسلام مشر مولانا فضلالرحمن له پاکستاني حکومت څخه غوښتي، چې له افغانستان سره دې د روانو ستونزو د حل لپاره د خبرو لار خپله کړي.
د لومړي وزیر د دفتر د خبرپاڼې له مخې؛ شهباز شریف د بېلابېلو سیاسي ګوندونو د مشرانو په ګډون یوه غونډه رابللې وه، چې په کې یې سیاسي مشران د سیمې له امنیتي وضعیت او د پاکستان له دیپلوماټیکو کړنو خبر کړل.
نوموړي په دې غونډه کې ټینګار کړی، چې د ایران او خلیج هېوادونو تر منځ د روان کړکېچ کمول د پاکستان بنسټیز ډیپلوماټیک لومړیتوب هم دی.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې ګډونوالو په اوسنیو شرایطو کې پر ملي یووالي، اجماع او ګډ دریځ ټینګار کړی دی.
د راپورونو له مخې؛ په دې غونډه کې د جمعیت علمای اسلام مشر مولانا فضل الرحمن وړاندیز کړی، چې ټول سیاسي ګوندونه باید د اړینو مسلو په اړه د بحث ګډونوال وي. په اوسنۍ ناسته کې د پاکستان تحریک انصاف (پي ټي آی) ګوند خپل ګډون رد کړی و.
فضلالرحمن د سیمې له هېوادونو او ګاونډیانو سره پر ډیپلوماسۍ ټینګار کړی او پدې اړه وایي: « خبرې اترې په افغانستان کې او زمونږ له ګاونډیانو سره د تاوتریخوالي د حل بنسټ دی.»
د یادونې ده، چې یو شمېر پاکستانيو سیاستوالو تل د امنیتي ستونزو د حل لپاره له افغانستان سره د خبرو غوښتنه کړې؛ خو د پاکستان پوځي کړۍ بیا د پوځي فشار پر دوام ټینګار کوي.
-
تازه خبرونه4 days agoد افغانستان او پاکستان شخړه د حق او باطل له نظره ووینئ – مفتي ندوي
-
نړۍ2 days agoیوه پاکستاني د ایران پر لمسون د ټرمپ د وژلو هڅه کړې – رسنۍ
-
تازه خبرونه4 days agoبیات بنسټ په میدان وردګ کې له لسګونو اړمنو کورنیو سره مرسته وکړه
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoپه پاکستان کې پر پراخو غوندو بندیز ولګول شو
-
تازه خبرونه4 days agoیوناما د افغانستان او پاکستان ترمنځ د جګړې بندولو غوښتنه وکړه
-
تازه خبرونه5 days agoپه خاص کونړ کې د پاکستاني پوځي رژيم د هوایي برید له کبله ۵ ملکي وګړو ته مرګ او ژوبله اوښتې
-
تازه خبرونه3 days agoد پاکستان خلک د افغانستان د ملکي وګړو له وژنې ملاتړ نهکوي – خلیلزاد
-
سیمه ییز خبرونه3 days agoایرانیان په تهران کې د آیت الله خامنهیي د الوداع مراسم ترسره کوي
