تازه خبرونه
د سړو سیمو ښوونیز کال پیل شو؛ خو له ۶ ټولګي پورته نجونو ته د ورتګ اجازه ورنکړ شوه
په هېواد کې د پوهنې وزارت لخوا د سړو سیمو د ۱۴۰۱ لمریز هجري ښوونیز کال نن چارشنبه د وري درېیمه په رسمي بڼه پیل او ونمانځل شو.
د نوي ښوونیز کال د پیل په مراسمو کې اسلامي امارت ډاډ څرګند کړ، چې د نرینه او ښځینه زدکوونکیو لپاره د ښوونځیو پرانیستل له جهالت سره مبارزه ښيي او اسلامي امارت د ساینس له زدکړې سره مخالف ندی.
په دې مراسمو کې د پوهنې وزارت د خپرونو مرستیال عزیز احمد ریان ویلي؛ په تېرو شل کلونو کې د اسلامي امارت د قربانیانو یوه موخه د هېوادوالو لپاره د لومړنیو، منځنیو او لوړو زدکړو د آسانتیاوو رامنځته کول دي.
نوموړي ویلي؛ د پوهنې وزارت اړوند ټول ښوونځي، مدرسې، دارالمعلمینونه، دارالعلوم ، دارالحفاظونه او نورو ښوونیزو ځایونو کې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د ۱۴۰۱ لمریز کال د وري میاشتې پر درېیمه نېټه پیلېږي.
د لومړي وزیر د چارو ادارې مرستیال مولوي نورالحق د ښوونځیو بیا پرانستل له جهالت سره د مقابلې زیری ګڼي او ټینګار کوي؛ نړۍ باید وپوهیږي، چې اسلامي امارت د زد کړو مخالف ندی.
د پوهنې وزارت مرستیال مولوي سید احمد شهید خېل د نوي ښوونیز کال د پیل په مراسمو کې ټینګار وکړ، چې په تېرو شل کلونو کې د اسلامي امارت د مظلومانو یو هدف د هر افغان نرینه او ښځې لپاره د زدکړو زمینه برابرول دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د نوي ښوونیز کال له پیل سره سم نن له شپږم ټولګي پورته نجونو ته د زدکړو د پیل اجازه ورنکړ شوه او دوی د پوهنې وزارت تر بلې خبرتیا پورې ښوونځيو ته د تګ جازه نلري.