Connect with us

تازه خبرونه

د سیمې د هېوادونو له ګډون پرته د افغانستان د ستونزې حل ناشونی دی – کرن ډیکر

میرمن ډیکر وایي: د افغانستان لپاره داسې کومه حل لاره نشته، چې سیمه په کې ښکېل نه‌وي او په ځانګړي توګه افغانان باید له خپلو ګاونډ هېوادونو سره خبرې وکړي.

خپور شوی

د

Last Updated on: ليندۍ ۷, ۱۴۰۳

د افغانستان لپاره د امریکا سفارت چارسمبالې کرن ډیکر د دوشنبې پر ورځ ( د لیندۍ پېنخمه) له خبریالانو سره په انلاین غونډه کې ویلي، چې د سیمې د هېوادونو له ګډون پرته د افغانستان د ستونزې حل ناشونی دی.

میرمن ډیکر وایي: د افغانستان لپاره داسې کومه حل لاره نشته، چې سیمه په کې ښکېل نه‌وي او په ځانګړي توګه افغانان باید له خپلو ګاونډ هېوادونو سره خبرې وکړي.

نوموړې د افغانستان په اړه د امریکا د راتلونکي ولسمشر د تګلارې په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي، چې مونږ باید د جنورۍ تر شلمې پورې تم شو، چې ډونالډ ټرمپ خپل کار پیل کړي.

هغې د ترهګرو ډلو فعالیتونو ته په نغوته کې ټینګار وکړ، چې دا ډلې نه یوازې په افغانستان کې فعالې دي، بلکې له هغوی سره مبارزه سیمه‌ییزې همکارۍ ته اړتیا لري.

میرمن کرن دیکر دغه راز د امریکا او اسلامي امارت ترمنځ د دوحې تړون ته هم نغوته وکړه او وایي؛ د دغه تړون یوه ماده دا ده، چې ترهګرې ډلې باید په افغانستان کې حضور ونلري او د دغه هېواد خاوره باید د نورو پر ضد ونه‌کارول شي.

هغې زیاته کړې؛ د دوحې د تړون دغه برخه د پای نېټه نلري او دا ژمنه به تر هغې پورې پاتې وي، چې په افغانستان کې ترهګرې ډلې موجودې وي.

د امريکا سفارت چارسمبالې د اسلامي امارت د نويو قوانينو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او وایي، چې د افغانانو په ځانګړي توګه د ښځو ژوند یې محدود کړی دی.

کرن ډیکر ویلي؛ هغه له دې اندېښمنه ​​ده، چې د افغانانو ژوند ورځ تر بلې محدودېږي او دا محدودیتونه یوازې د ښځو لپاره نه، بلکې د نرینه وو لپاره هم دي.

هغې ويلي: که طالبان (اسلامي امارت) غواړي له نورو هېوادونو سره ښې اړیکې ولري، باید د خپل هېواد له نرینه او ښځو سره ښې اړیکې ولري. هر هغه ملاتړ او مشروعیت، چې طالبان (اسلامي امارت) یې له نړیوالې ټولنې غواړي؛ د افغانانو له ملاتړه پیلېږي.

کرن ډیکر ټینګار کړی؛ امریکا د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنیټ سره کار کوي، چې د اسلامي امارت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون وارزوي.

نوموړي د اسلامي امارت د نويو قوانينو په اړه ويلي، چې نه پوهيږي دا قوانين به څنګه پلي شي.

هغې زیاته کړې: په دوحه کې د دغو مسائلو پېژندل او ارزول د غونډو له لارې ګران کار دی.

ډیکر د پوهنې نړیوالې ورځې ته په نغوته کې ویلي، چې د ټولو افغانانو په ځانګړي توګه د نجونو او ښځو پر زده‌کړو به تمرکز وشي؛ ځکه، چې له زده‌کړې پرته به افغانستان له ډاکټرانو، انجینرانو، کمپیوټر پروګرامرانو، محاسبینو، ښوونکيو، د کرنې او برښنا متخصصینو او داسې نورو څخه بې برخې وي. دا هغه سکټورونه دي، چې افغانستان دغو کارپوهانو ته اړتیا لري.

نوموړي دا هم ویلي؛ امریکا هڅه کوي، د انلاین او سټلایټ له لارې افغان نجونو ته د زده‌کړو شرایط او په نړیواله کچه کاري فرصتونه برابر کړي.

تازه خبرونه

د اسلامي امارت پوځ اوس پخپلو پښو ولاړ دی – فصیح الدین فطرت

Published

on

د وسله‌والو ځواکونو ستر درستیز محمد فصیح‌الدین فطرت ویلي، چې په تېرو څلور کلونونو کې د پوځ ملي اسلامي ځواکونو په پوره زړورتیا تېري کوونکو ته ځواب ورکړی او ګاونډیانو ته هم ثابته شوې، چې که څوک پر افغانستان یو برید وکړي سل چنده ځواب ورکول کیږي.

د دفاع وزارت د رسنیزې خبرپاڼې له مخې؛ فصیح الدین فطرت دا څرګندونې له رسنیو استازو، سیاسي شنونکو او یو شمېر چارواکو سره د همکارۍ او همغږۍ او د پیاوړتیا په غونډه کې کړي دي.

نوموړي زیاته کړې: “هغه ملتونه، چې نشي کولی پخپلو پښو ودریږي او پر نورو تکیه وکړي؛ ان که وده وکړي رښتینی پرمختګ نشي کولی.”

فطرت د امنیت په برابرولو او د هېواد له دفاعي ځواکونو سره د ملګرتیا په برخه کې د رسنیو له رول ستاینه وکړه او وایي، چې: “مونږ او تاسې د دې خاورې د بچیانو په توګه باید لاسونه سره ورکړو او په ګډه هېواد جوړ کړو، پخپلو ځواکونو وویاړو او پر ټول وس د هېواد د پرمختګ لپاره هڅه وکړو. مونږ یو داسې پوځ جوړ کړی، چې د هېواد له عزت، ځمکني بشپړتیا او سرحدونو دفاع کوي او آزادۍ مو ساتي.”

هغه ټینګار کړی؛ اسلامي امارت هڅه کوي، چې پر عصري وسلو سمبال پوځ جوړ او په هر راز شرایطو کې د هېواد له خاورې دفاع وکړي.

د هېواد اردو د خلکو، خاورې او دین دښمنانو ته پرېکنده ځواب ورکړی او ګاونډیانو ته هم ثابته شوې، چې د افغانستان پر وړاندې هر راز یرغل به څو اړخیز غبرګونونه ولري.

Continue Reading

تازه خبرونه

په روزګان کې  د ۳۵۰ زره افغانیو پر ارزښت غلا شوي سره‌زر ونیول شول

د امنیه قومندانۍ ویاند بلال احمد روزګاني زیاته کړې: غلا شوي سره زر  په ترینکوټ ښار کې زرګر ته د خرڅولو لپاره وړل شوي وه، چې د امنیتي پولیسو له هڅو او پلټونو وروسته ونیول شول.

Published

on

د روزګان امنیه قومندانۍ ویاند آریانانیوز ته ویلي، چې د دې ولایت د جنايي جرمونو پر وړاندي د مبارزې مدیريت منسوبینو په ترینکوټ ښار کې د ۳۵۰ زره افغانیو پر ارزښت له یوه کوره غلاشوي سره‌زر نیولي دي.

د امنیه قومندانۍ ویاند بلال احمد روزګاني زیاته کړې: غلا شوي سره زر  په ترینکوټ ښار کې زرګر ته د خرڅولو لپاره وړل شوي وه، چې د امنیتي پولیسو له هڅو او پلټونو وروسته ونیول شول.

ویل کیږي، چې د یاد مدیریت اړوند د اقتصادي جرایمو امریت منسوبینو د دغې پېښي عامل له پلټنو وروسته عدلي او قضاي برخې ته سپارلی دی.

Continue Reading

تازه خبرونه

هند یو ځل بیا د افغانستان له روغتیایي برخې څخه د ملاتړ ډاډ څرګند کړ

د هند د روغتیا او کورني هوساینې وزارت د څرګندونو له مخې؛ په دې لیدنه کې د هند روغتیا وزیر جي‌پي نًډا او د افغانستان د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي د روغتیایي همکاریو پر پیاوړتیا او د افغانانو د روغتیایي اړتیاوو د پوره کولو د اړتیا په اړه بحث او خبرې کړې دي.

Published

on

هند له افغانستان سره د بشري مرستو او روغتیایي همکاریو د ترسره کولو د ډاډ څرګندولو تر څنګ ویلي، چې د اړینو درملو اوږدمهاله عرضه دواړو هېوادونو ته لومړیتوب لري.

د هند د روغتیا او کورني هوساینې وزارت د څرګندونو له مخې؛ په دې لیدنه کې د هند روغتیا وزیر جي‌پي نًډا او د افغانستان د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي د روغتیایي همکاریو پر پیاوړتیا او د افغانانو د روغتیایي اړتیاوو د پوره کولو د اړتیا په اړه بحث او خبرې کړې دي.

د لیدنې پر مهال پر سمولیکه بڼه سرطاني درمل او واکسینونه افغانستان ته وسپارل شول، چې دا د افغانستان د روغتیایي سیسټم ملاتړ ته د هند پرله‌پسې ژمنتیا ښیي.

د هند روغتیا وزارت اعلان کړی، چې د درملو، واکسینونو او د ۱۲۸ سلایس یو سي‌ټي‌سکین ماشین به هم د بشري مرستو د یوې برخې په توګه افغانستان ته واستول شي.

ویل کیږي، چې دا مرسته د روغتیایي چوپړ د ښه کولو او ژغورونکو درملنو ته د افغانانو د لاسرسي چمتو کولو لپاره د نوي ډیلي ژمنتیا څرګندوي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!