تازه خبرونه

د شریعت پلي کول د دیني علومو له بیا راژوندي کېدا سره شوني دي – شیخ هبة‌الله آخوندزاده

د اسلامي امارت رهبر عالمان د انبیاوو وارثان بللي او څرګندوي، چې هغوی د دین د ساتنې، د ټولنې د سمون او خلکو ته د پوهاوي ورکولو مسوولیت پر غاړه لري.

Published

on

Last Updated on: غبرګولى ۱۸, ۱۴۰۵

د اسلامي امارت رهبر شیخ هبة‌الله آخوندزاده د جهادي مدرسو له مسوولانو، استادانو، د دیني خپرونو د ارزونې له مسوولانو، د دارالایتامونو له مسوولانو او یو شمېر دیني عالمانو سره لیدلي او د زده‌کړې، روزنې او د ټولنې په سمون کې یې د عالمانو پر رول ټینګار کړی دی.

د اسلامي امارت رهبر عالمان د انبیاوو وارثان بللي او څرګندوي، چې هغوی د دین د ساتنې، د ټولنې د سمون او خلکو ته د پوهاوي ورکولو مسوولیت پر غاړه لري.

هغه د دیني علومو پر اړتیا هم ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې د دیني زده‌کړو له پراختیا او بیا راژوندي کولو سره د ټولنې سمون او د شریعت پلي کول شوني دي.

نوموړي د مدرسو له مسوولانو غوښتي، چې د زده‌کړې، روزنې، د دیني باورونو پیاوړتیا او د زده‌کوونکو فکري ودې ته ځانګړې پاملرنه وکړي او د اغېزمنو زده‌کړو لپاره مناسب چاپېریال برابر کړي.

د اسلامي امارت رهبر د خپلو خبرو په بله برخه کې مسوولان دې ته رابللي، چې په اداري، سیاسي، اقتصادي او پوځي چارو کې له بې‌غورۍ ډډه وکړي. هغه د ادارو ترمنځ پر همغږۍ او د متقابل باور پر پیاوړتیا هم ټینګار کړی دی.

Trending

Exit mobile version