تازه خبرونه
د صنعت او سوداګرۍ وزیر ترکیې ته ولاړ
د صنعت او سوداګرۍ وزارت د څرګندونو له مخې؛ نورالدین عزیزې به د سفر پرمهال د ۲۰۲۵ حلال نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې هم برخه واخلي. دا فرصت به هغه ته اجازه ورکړي، چې د ترکیې د خصوصي سکټور له غړو سره وګوري او د افغانستان لپاره د زیاتو پانګونو د راجلبولو لپاره لار اواره کړي.
د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي او ورسره مل پلاوی د ترکیې پر رسمي بلنه د اقتصادي همکاریو ټولنې (ایکو) د وزیرانو په غونډه کې د ګډون لپاره ترکیې ته سفر وکړ.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت د څرګندونو له مخې؛ نورالدین عزیزې به د سفر پرمهال د ۲۰۲۵ حلال نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې هم برخه واخلي. دا فرصت به هغه ته اجازه ورکړي، چې د ترکیې د خصوصي سکټور له غړو سره وګوري او د افغانستان لپاره د زیاتو پانګونو د راجلبولو لپاره لار اواره کړي.
د اقتصادي همکاریو ټولنه (ایکو) یو سیمهییز بنسټ دی، چې موخه یې د غړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي، سوداګریزو، کلتوري او تخنیکي همکاریو پراختیا ده.
ترکیې له افغانستان سره ډیپلوماتیک او اقتصادي ښکېلتیا ساتلې ده. که څه هم د اسلامي امارت نړیواله پېژندنه حل شوې نده.
ترکي شرکتونو اوس هم د افغانستان په ساختماني، هوايي چلند او انرژۍ سکټورونو کې فعال دي او انقرې د دوامداره اقتصادي همکارۍ لپاره لېوالتیا ښودلې ده.
د اقتصادي همکاریو ټولنې (ECO) چې افغانستان، ترکیه، ایران، پاکستان او د منځنۍ آسیا څو هېوادونه په کې شامل دي؛ موخه یې د سیمهییزې سوداګرۍ، ټرانسپورتي اړیکو او اقتصادي ملګرتیاوو پیاوړي کول دي.
د یادونې ده، چې ترکیې ته د نوموړي سفر له سیمې سره د افغانستان د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا لپاره یو اړین ګام دی.
تازه خبرونه
اروپايي هېوادونو روانډا ته د کډوالو پر لېږدولو هوکړه وکړه
تمه ده دغه هوکړه په ویانا کې اعلان شي.
ټاکل شوې، چې د دوشنبې پر ورځ پنځه اروپايي هېوادونه( جرمني، اتریش، یونان، ډنمارک او هالنډ ) رونډا ته د هغو کډوالو د لېږدولو طرحه اعلان کړي، چې د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه یې رد شوي دي. د دې طرحې له مخې، دغه کسان به په روانډا کې د کډوالو د بېرته ایستلو یوه مرکز ته ولېږدول شي.
تمه ده دغه هوکړه په ویانا کې اعلان شي.
دا هڅه د اروپايي ټولنې د هغو نویو مقرراتو له تصویب وروسته کېږي، چې د کډوالو د بېرته ایستلو بهیر چټکوي.
د دغو مقرراتو له مخې، د اروپايي ټولنې غړي هېوادونه کولی شي له ټولنې بهر د کډوالو د بېرته ستنولو مرکزونه جوړ کړي.
د دې طرحې ملاتړ کوونکي حکومتونو ویلي، چې بنسټیزه موخه یې د ناقانونه کډوالۍ مخنیوی او د کډوالو د تګ مخه نیول دي؛ خو د بشري حقونو بنسټونو د کډوالو د حقونو له احتمالي سرغړونې او حسابورکولو لپاره د روښانه میکانیزم د نشتوالي په اړه اندېښنه ښودلې ده.
روانډا سره له دې، چې د بشري حقونو د وضعیت او سیاسي آزادیو د محدودیتونو له کبله له نیوکو سره مخ ده؛ ځان یې د هغو کډوالو د منلو لپاره وړاندې کړی، چې لویدیځ هېوادونه یې د بېرته ایستلو هوډ لري.
دا طرحه یوازې هغه کډوال رانغاړي، چې په اروپايي ټولنه کې د پاتې کېدا لپاره یې ټولې قانوني لارې کارولي، خو غوښتنلیکونه یې رد شوي وي.
تازه خبرونه
ترکیې یونان ته د اوښتو په هڅه کې ۳۵ افغان کډوال ونیول
پولیسو د عملیاتو پر مهال د ژغورنې ۱۲ واسکټونه، د ژغورنې ټوبونه او درې پمپونه هم ضبط کړي دي.
د ترکیې پولیسو هغه ۳۵ افغان کډوال نیولي، چې غوښتل یې د دې هېواد له شمال لویدیځ بالیکسیر ولایت څخه د سمندر له لارې یونان ته واوړي. دغه راز د کډوالو د قاچاق پر تور څلور شکمن کسان هم نیول شوي دي.
پولیسو د عملیاتو پر مهال د ژغورنې ۱۲ واسکټونه، د ژغورنې ټوبونه او درې پمپونه هم ضبط کړي دي.
د پولیسو له کړنلارو وروسته؛ له څلورو شکمنو کسانو څخه درې د محکمې پر حکم زندان ته لېږدول شوي، خو څلورم کس د قضايي څارنې لاندې خوشې شوی دی.
۳۵ افغان کډوال هم د ناقانونه کډوالو مرکز ته لېږدول شوي دي.
تازه خبرونه
د افغانستان او بریټانیا استازو د پاکستان او افغانستان پر اړیکو خبرې وکړې
د ارګ د خبرپاڼې له مخې؛ ملا عبدالواسع افغانستان ته د بریټانیا د بشري مرستو او د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ستونزو د حل او د دواړو هېوادونو د اړیکو د ښه کېدا لپاره د بریټانیا او نورو دوستو هېوادونو له هڅو مننه کړې ده.
د ریاستالوزراء مقام د دفتر عمومي رییس ملا عبدالواسع د ویډیوکنفرانس له لارې د افغانستان لپاره د بریټانیا له ځانګړي استازي ریچارډ لینډزي سره د سیمې د روان وضعیت، د افغانستان او پاکستان د اړیکو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستونزو د حل پر لارو چارو خبرې کړې دي.
د ارګ د خبرپاڼې له مخې؛ ملا عبدالواسع افغانستان ته د بریټانیا د بشري مرستو او د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ستونزو د حل او د دواړو هېوادونو د اړیکو د ښه کېدا لپاره د بریټانیا او نورو دوستو هېوادونو له هڅو مننه کړې ده.
نوموړي ویلي، چې اسلامي امارت د ملي ګټو او متقابل درناوي پر بنسټ له ګاونډیو، سیمهییزو او نړیوالو هېوادونو سره د ښو اړیکو او ګډې همکارۍ غوښتونکی دی او د سیمې د ثبات او سولې ملاتړ کوي.
دغه راز ریچارډ لینډزي ویلي، چې بریټانیا د سیمې روان بدلونونه له نږدې څاري او د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ستونزو د حل او د دواړو هېوادونو د اړیکو د عادي کېدا لپاره یې له دواړو لوریو سره لیدنې او سلا مشورې کړې دي.
نوموړي زیاته کړې؛ په نږدې راتلونکي کې به پاکستان ته سفر وکړي او د دغه هېواد له چارواکو سره به د اړوند موضوعاتو په اړه خبرې وکړي، چې د شته ستونزو د حل لپاره د خبرو او تفاهم زمینه برابره شي.
د ریاستالوزراء مقام د دفتر عمومي رییس په پای کې ټینګار کړی، چې اسلامي امارت د اقتصادمحوره بهرنۍ تګلارې په چوکاټ کې له ګاونډیو، سیمهییزو او نړیوالو هېوادونو سره د ستونزو سولهییز حل ته ارزښت ورکوي.
هغه زیاته کړې، چې افغانان د سولې غوښتونکي ملت په توګه د خبرو اترو له لارې د ستونزو د حل اوږده تجربه لري.
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoد سعودي عربستان په مکه کې د دوه توغندیو د شنډولو پاتې شوني لوېدلي
-
تازه خبرونه4 days agoعراق له کردستان څخه افغانستان ته د تېلو د احتمالي قاچاق څېړنه کوي
-
تازه خبرونه4 days agoافغانستان او ازبکستان د مالدارۍ په برخه کې د همکاریو پر پراختیا هوکړه وکړه
-
لوبی5 days agoرحمت شاه په ټسټ لوبه کې د نړۍ اووم غوره توپوهونکی شو
-
سوداگري4 days agoپه کابل کې د اسلامي پانګونې د پراختیا پر لارو چارو خبرې وشوې
-
تحول5 days agoتحول: کابل ته د روسیې د لوړپوړي پلاوي سفر
-
تازه خبرونه5 days agoد روسیې اقتصادي مرستیال د یو پلاوی پر مشرۍ کابل ته راځي
-
تازه خبرونه4 days agoد ریاستالوزراء اقتصادي مرستیالۍ د سوالګرۍ د مدیریت طرحه نړیوالو بنسټونو ته وړاندې کړه
