Connect with us

تازه خبرونه

د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال د اړیکو د پیاوړتیا لپاره کابل ته راغی

خپور شوی

د

د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال سیرک جومانګارین د دوشنبې پر ورځ( د غویی لومړۍ) کابل ته راغی، چې د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا او له افغانستان سره د اقتصادي همکارۍ د پراختیا په اړه خبرې وکړي.

ټاکل شوې، چې جومنګارين به د خپل سفر په لړ کې د اسلامي امارت له لوړ پوړو چارواکو سره وګوري او د سوداګرۍ، پانګونې او سیمه‌ییزو اړیکو پورې اړوند اړینو مسلو په اړه به خبرې وکړي. دا غونډه د قزاقستان او افغانستان د سوداګرۍ له راتلونکې غونډې سره هم سمون لري، چې د سې‌شنبې پر ورځ به ترسره شي، چې د دواړو هېوادونو حکومتي استازي او د خصوصي سکټور مشران به سره راټول کړي. دا فورم به د سوداګرۍ، پانګونې او ټرانزیټ په برخه کې د همکارۍ د فرصتونو پر لټولو راوڅرخیږي.

د افغانستان صنایعو او سوداګرۍ وزارت څرګنده کړې، چې د لومړي وزیر له مرستیال او ورسره مل پلاوي څخه د صنایعو او سوداګرۍ وزارت چارسمبالي نورالدین عزیزي او نورو لوړ پوړو افغان چارواکو هرکلی وکړ.

د دې سفر د یوې برخې په توګه به په کابل کې له ۴۰ څخه د زیاتو قزاقستاني شرکتونو محصولات نندارې ته وړاندې شي، چې ورسره به د دې هېواد د خوړو، ودانیزو توکو، درملو او مصرفي توکو په برخو کې صادراتي وړتیاوې نندارې ته وړاندې شي.

دغه راز آذر نیوز څرګنده کړې، چې د قزاقستان لپاره دا سفر د سیمه‌ییزو اړیکو د پیاوړتیا لپاره یو فرصت دی. په ځانګړي توګه د نويو ټرانزیټي دهلیزونو د رامنځته کېدو له هڅو سره سم به مرکزي آسیا له سویلي آسیا او نورو سره ونښلوي.

پر سوداګریزو خبرو اترو سربېره به د ملي ناورین مدیریت ادارې مرستیال همغږي کوونکي عبدالولي عمر، د قزاقستان د وروستیو بشري مرستو لپاره، چې ۳.۵ ټنه طبي توکي او تجهیزات په کې ول؛ له جومانګارین څخه مننه وکړه.

ملا برادر د پلاوي تود هرکلی وکړ.

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا برادر نن له غرمې مخکې په کابل کې د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال  او د ملي اقتصاد وزیر سیریک ژومانګارین پر مشرۍ پلاوي ته راغلاست ووایه.

 د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیالۍ د خبرپاڼې له مخې؛ ملا برادر د سیریک ژومانګارین پر مشرۍ له راغلي پلاوي سره  په کتنه کې به د اسلامي امارت د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت  چارسمبالی، د افغانستان بانک عمومي ریاست چارسمبالی، د صنایعو او سوداګرۍ او کانونو او پټرولیم وزارتونو مرستیالان او په قزاقستان کې د اسلامي امارت سفیر هم ګډون ولري.

ویل کیږي، چې په دې کتنه کې به د دواړو هېوادونو چارواکي د افغانستان او قزاقستان ترمنځ پر اقتصادي، سوداګریزو او ټرانزیټي اړیکو سربېره د بېخبنایي(زېربنایي) پروژو په برخه کې د همکاریو د زیاتې پراختیا په اړه هم بحث او خبرې وکړي.

دا په داسې حال کې تر سره کیږي، چې اوړمه ورځ د پاکستان یو لوړ پوړی پلاوی هم د دوه اړخیزو مشورو لپاره کابل ته راغلی و.

تازه خبرونه

په کونړ کې د پاکستان د توغندیزو بریدونو له کبله ۱۰ کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې

د کونړ ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو آمر ضیاء‌الرحمن سپین‌غر ویلي، چې په ناړې ولسوالۍ کې یو کس شهید شوی او شپږ نور ټپیان دي.
نوموړي زیاته کړې؛ په سرکاڼو ولسوالۍ کې هم یو کس شهید شوی او دوه نور ټپیان دي.

Published

on

د کونړ ولایت سیمهییزو چارواکو ويلي، چې د پاکستان پوځي رژیم له تېرو ۲۴ ساعتونو راپدېخوا د دې ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې د ملکي وګړو پر کورونو ۸۵ توغندي توغولي، چې له کبله یې دوه ملکي وګړي شهیدان او اته نور ټپیان شوي دي.

د کونړ ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو آمر ضیاء‌الرحمن سپین‌غر ویلي، چې په ناړې ولسوالۍ کې یو کس شهید شوی او شپږ نور ټپیان دي.

نوموړي زیاته کړې؛ په سرکاڼو ولسوالۍ کې هم یو کس شهید شوی او دوه نور ټپیان دي.

دغه راز په شلتن، مروره، اسد آباد ښار شاوخوا او نورو سیمو کې لسګونه نور توغندي هم لګیدلي؛ خو د سپین غر د څرګندونو له مخې، خلکو ته په کې ځاني زیان نه‌دی اوښتی.

سیمه‌ییزو چارواکو د افغان ځواکونو له‌خوا د غچ اخیستونکو بریدونو راپور هم ورکړی، چې په پایله کې یې د پاکستان د پوځي رژیم درې پوستې ویجاړې او یو پاکستانی عسکر وژل شوی دی.

Continue Reading

تازه خبرونه

اروپايي ټولنې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کړکېچ د کمېدا غوښتنه وکړه

اروپايي ټولنې په یوه خبرپاڼه کې له ټولو خواوو وغوښتل، چې د تاوتریخوالي له زیاتېدا ډډه وکړي، د ملکي وګړو ساتنه یقیني کړي او ځمکنۍ بشپړتیا وساتي.

Published

on

اروپایي ټولنې او د هغې غړو هېوادونو د ملګرو ملتونو د کډوالۍ عالي کمیشنرۍ د پېنځه‌نویمې دایمي کمیټې په غونډه کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تاوتریخوالي د سمدستي کمولو غوښتنه کړې او د خبرو اترو او د نړیوالو قوانینو د درناوي پر اړتیا یې ټینګار وکړ.

اروپايي ټولنې په یوه خبرپاڼه کې له ټولو خواوو وغوښتل، چې د تاوتریخوالي له زیاتېدا ډډه وکړي، د ملکي وګړو ساتنه یقیني کړي او ځمکنۍ بشپړتیا وساتي.

دغه راز ټینګار کوي، چې د افغانستان خاوره باید د نورو هېوادونو د ګواښلو یا برید لپاره ونه‌کارول شي او د افغانستان له اسلامي امارت څخه یې وغوښتل، چې د هېواد دننه د فعالو وسلوالو ډلو پر وړاندې اغېزمنې هڅې وکړي.

اروپايي ټولنې د افغانستان د بشري وضعیت په اړه هم اندېښنه څرګنده کړې او په نړیوالو بنسټونو کې یې د ښځو کاري محدودیتونه هم روښانه کړل.

دغه راز په تېرو دوه کلونو کې بله راپورته شوې مسله له ایران او پاکستان څخه د څه نا څه څلور میلیون افغانانو راستنېدا ده، چې د افغانستان پر نازک اقتصاد او عامه خدماتو یې اضافي فشار راوړی دی.

ویل کیږي ، چې اروپايي ټولنې د جبري ایستنې په اړه هم خپله اندېښنه څرګنده کړې او د پناه غوښتنې حق او د نه شړلو اصل ته د درناوي پر اړتیا یې ټینګار وکړ.

Continue Reading

تازه خبرونه

د افغانستان او پاکستان دیني عالمانو تر لوی اختر پورې د اوربند غځولو غوښتنه وکړه

د پاکستان حکومت اعلان کړی و، چې د ځینو سیمه‌ییزو هېوادونو پر غوښتنه او د کوچني اختر په مناسبت به د مارچ د ۱۸ او ۱۹ له نیمې شپې څخه د مارچ د ۲۳ او ۲۴ تر نیمې شپې پورې اوربند کوي.

Published

on

د افغانستان او پاکستان د دیني عالمانو یوې ډلې د دواړو هېوادونو له چارواکو وغوښتل، چې لنډمهاله اوربند، چې د کوچني اختر لپاره اعلان شوی و؛ تر لوی اختر پورې وغځوي.

د پاکستان حکومت اعلان کړی و، چې د ځینو سیمه‌ییزو هېوادونو پر غوښتنه او د کوچني اختر په مناسبت به د مارچ د ۱۸ او ۱۹ له نیمې شپې څخه د مارچ د ۲۳ او ۲۴ تر نیمې شپې پورې اوربند کوي.

د ډان ورځپاڼې د څرګندونو له مخې؛ د پاکستان ۱۱ دیني عالمانو او د افغانستان ۱۱ دیني عالمانو په یوه ګډه خبرپاڼه کې ټینګار کړی، چې له دې نوښت څخه یې موخه د اسلام‌آباد او کابل ترمنځ د کړکېچ لپاره د دوامدارې او باعزته حل لارې پرمخ وړل دي.

دغو عالمانو له پاکستاني او افغان چارواکو وغوښتل؛ اوربند دې وغځوي، چې حاجیان په سوله‌ییز چاپېریال کې حج او عبادات تر سره کړي.

دوی زیاته کړې، چې دا “د سولې نوښت” د اوربند له غوښتنې ورهاخوا د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوږدمهاله مسلو د حل لپاره پراخې ډیپلوماټیکې او ټولنیزې هڅې رانغاړي.

عالمانو هیله څرګنده کړې، چې د دوی هڅې به د ښکېلو خواوو لپاره د منلو وړ حل لارې ته لار اواره کړي او د تلپاتې ثبات او سیمه‌ییزې سولې لپاره به د بنسټ په ایښودلو کې مرسته وکړي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!