Connect with us

نړۍ

د لویدیځ پاکستان ۵ امنیتي ځواکونه په بېلابېلو بریدونو کې وژل شوي

خپور شوی

د

د پاکستان امنیتي ځواکونو د شنبې پر ورځ ویلي، چې د افغانستان پولې ته څېرمه د پاکستان په ناکراره لویدیځه سیمه کې له درې بېلابېلو بریدونو لږ تر لږه درې سرتېري او دوه پولیس وژل شوي او شپږ ملکي وګړي ټپیان دي.

رویټرز راپور ورکړی، چې د پاکستان د تربت ضلعې د هوشاب په اړوند سیمه کې له وسلوالو سره په نښته کې دوه سرتېري وژل شوي او درېیم پولیس سرتېری د ځای پر ځای شويو چاودیدونکیو توکو د له منځه وړلو پر مهال چاودنې وژلی دی.

پولیسو ویلي؛ د شنبې پر ورځ له افغانستان سره پولې ته نږدې د پاکستان په شمالي سیمو کې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) اورپکو پر بریدونو دوه پولیس وژل شوي او د یوې ځوانې نجلۍ په ګډون شپږ ملکي وګړي ټپیان دي. دا په داسې حال کې ده، چې ټي ټي پي له حکومت سره د یوې میاشتې پر اوربند هوکړه کړې ده.

د باجوړ د ضلعې د پوليسو مشر عبدالصمد خان رويټرز خبري آژانس ته ويلي: د سهار پر لس بجو دوه پوليس په يوه بمي چاودنه کې ووژل شول.

بل برید د بلوچستان ایالت مرکز کویټې ښار ته څېرمه شوی، چې په کې یو پولیس او د یوې ځوانې نجلۍ او درې میرمنو په ګډون پېنځه کسان ټپیان شوي دي.

د پولیسو یوه جګپوړي افسر علي رضا ویلي، چاودېدونکي توکي په یوه موټرسایکل کې ځای پر ځای شوي وه، چې په سیمه کې یې د پولیسو ګزمه پر نښه کړه.

د ټي ټي پي یوه ځايي ویاند د دې بریدونو مسوولیت رد کړی او وایي، چې دوی اوربند ته ژمن پاتې دي.

تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي کلونه کلونه کیږي، چې په اسلام آباد کې د حکومت د نسکورولو او د سویلي آسیا پر دغه ۲۲۰ میلیوني ملت د شرعي قانون د پلي کولو لپاره مبارزه کوي.

د رویټرز د څرګندونو له مخې په تېرو وختونو کې د سولې هوکړې ته د رسیدو لپاره د اوربند ډېرې ناکامې هڅې شوې دي.

نړۍ

۱۶ عربي او اسلامي هېوادونو په «سومالی‌لینډ» کې د اسرائیلو د ډیپلوماټیک استازي ټاکل وغندل

د قطر، کویت، سعودي عربستان، مصر، سومالیا، سوډان، لیبیا، بنګله دیش، الجزایر، فلسطین، ترکیې، اندونیزیا، پاکستان، موریټانیا، اردن او عمان بهرنیو چارو وزیرانو د شنبې پر ورځ په دوحه کې د یوې ګډې خبرپاڼې پرمهال د اسرائیلو له‌خوا «سومالی‌لینډ» ته د ډیپلوماټیک استازي د ټاکلو پرېکړه وغندله.

Published

on

د ۱۶ عربي او اسلامي هېوادونو بهرنیو چارو وزیرانو اعلان کړی، چې په “سومالیلینډ” کې د اسرائیلو د ډیپلوماټیک استازي ټاکل د سومالیا له حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا څخه ښکاره سرغړونه ده.

د قطر، کویت، سعودي عربستان، مصر، سومالیا، سوډان، لیبیا، بنګله دیش، الجزایر، فلسطین، ترکیې، اندونیزیا، پاکستان، موریټانیا، اردن او عمان بهرنیو چارو وزیرانو د شنبې پر ورځ په دوحه کې د یوې ګډې خبرپاڼې پرمهال د اسرائیلو له‌خوا «سومالی‌لینډ» ته د ډیپلوماټیک استازي د ټاکلو پرېکړه وغندله.

په خبرپاڼه کې راغلي؛ دا عمل د سومالیا د فډرالي جمهوریت له حاکمیت، یووالي او ځمکنۍ بشپړتیا څخه ښکاره سرغړونه ده.

د دغو هېوادونو بهرنیو چارو وزیرانو له هر هغه یو اړخیز عمل سره خپل کلک مخالفت تکرار کړ، چې د هېوادونو حاکمیت یا یووالي ته زیان رسوي او د سومالیا د حاکمیت، یووالي او ځمکنۍ بشپړتیا لپاره یې خپل بشپړ ملاتړ اعلان کړ.

دوی دا ټینګار هم وکړ، چې د سومالیا یوازنۍ مشروع اداره د دې هېواد د خلکو د ارادې استازیتوب کوي.

دغه راز څرګنده شوې، چې دا ډول کړنې د نړیوال قانون له اصولو، د ملګرو ملتونو منشور او افریقایي ټولنې اساسنامې څخه ښکاره سرغړونه ده او کولی شي د یو خطرناکې بېلګې په توګه د افریقا په وچه کې ثبات کمزوری کړي او پر سیمه‌ییزه سوله او امنیت منفي اغېزه وکړي.

Continue Reading

نړۍ

امریکا او ایران ښايي له بندري بندیزونو سره سره،روانه اوونۍ خبرې بیا پیل کړي

سرچینو د سې‌شنبې پر ورځ رویټرز ته ویلي، چې واشنګټن تېره اوونۍ د خبرو اترو له ماتېدا وروسته پر ایران بندري بندیز لګولی دی.

Published

on

Last Updated on: وری ۲۶, ۱۴۰۵

د امریکا او ایران مذاکره کوونکې ډلې ښایي په روانه اوونۍ کې اسلامآباد ته راستانه شي او د جګړې د پای ته رسولو لپاره خبرې بیا پیل کړي.

سرچینو د سې‌شنبې پر ورځ رویټرز ته ویلي، چې واشنګټن تېره اوونۍ د خبرو اترو له ماتېدا وروسته پر ایران بندري بندیز لګولی دی.

که څه هم د امریکا بندیز د تهران غصه راوپاروله، خو ډیپلوماټیکې اړیکې ممکن دوام ومومي؛ ځکه د تېلو د بیو په راټیټولو کې یې مرسته وکړه او د سې‌شنبې پر ورځ د معیاري نرخونه له ۱۰۰ دالرو څخه کښته شول.

دغه راز په خبرو اترو کې ښکېلو سرچینو د سې‌شنبې پر ورځ ویلي؛ دواړه هېوادونه کولی شي د اوونۍ په پای کې بېرته راستانه شي. له واشنګټن او تهران سره یو وړاندیز شریک شوی، چې خپل پلاوي بیا واستوي.

یوې لوړ پوړې ایراني سرچینې ویلي: «کومه ځانګړې نېټه ټاکل شوې نه‌ده او پلاويو له جمعې څخه تر یکشنبې پورې په پام کې نیولې ده.»

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي؛ ایران د دوشنبې پر ورځ زنګ وهلی او غواړي یوې هوکړې ته ورسیږي؛ خو هیڅکله به هغه تړون تصویب نه‌کړي، چې تهران ته د اټومي وسلې د لرلو اجازه ورکړي.

Continue Reading

نړۍ

ایران د هوکړې غوښتونکی دی؛ خو اټومي اختلافات یې خنډ شوي – ټرمپ

ټرمپ د دوشنبې پر ورځ په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته ویلي، چې د دواړو خواوو ترمنځ پر اټومي مسلو خبرې د اختلافاتو له کبله درېدلې دي.

Published

on

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې ایران د یوې هوکړې غوښتونکی دی؛ خو ټینګار کوي، چې تهران به هیڅکله اټومي وسلې ته لاسرسی ونه‌مومي.

ټرمپ د دوشنبې پر ورځ په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته ویلي، چې د دواړو خواوو ترمنځ پر اټومي مسلو خبرې د اختلافاتو له کبله درېدلې دي.

هغه هم‌مهاله د هرمز تنګي له لارې پر تېرېدونکو کښتیو د «بندیز» پیل هم اعلان کړ.

د امریکا ولسمشر ادعا کړې، چې ایران په یوه تازه اړیکه کې د هوکړې غوښتونکی شوی دی؛ د رویټرز په ګډون خبري سرچینو څرګنده کړې، چې دا ادعا تر دې دمه خپلواک تائید نه‌لري.

ټرمپ د واشنګټن پر دریځ د ټینګار ترڅنګ زیاته کړې: « ایران به هیڅکله اټومي وسلې ته د لاسرسي اجازه ونه‌لري. مونږ هیڅ هېواد ته اجازه نشو ورکولی، چې له نورې نړۍ باج واخلي.»

دا څرګندونې په داسې حال کې وړاندې کیږي، چې په سیمه کې تاوتریخوالی زیات شوی او د اټومي خبرو راتلونکی هم ناڅرګند پاتې دی.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!