Connect with us

لوبی

د مانچستر یونایتد او کریستیانو رونالدو تر منځ تړون لغو شو

خپور شوی

د

په داسې حال کې، چې کریستیانو رونالدو د پرتګال له ملي لوبډلې سره په قطر کې دی او په نړیوال جام کې د ګډون لپاره چمتووالی نیسي؛ مانچستر یونایتد کلپ په رسمي بڼه ورسره د تړون د لغو کولو اعلان وکړ.

مانچستر یونایتد څرګنده کړې، چې کریستیانو رونالدو به د دوه اړخیزې هوکړې له مخې مانچستر یونایتد پریږدي. دا پرېکړه له هغې وروسته ونیول شوه، چې رونالدو په یوه مرکه کې د مانچستر یونایتد او د هغه د مدیر او روزونکي پر وړاندې خورا جدي تورونه ولګول.

له دې مرکې وروسته مانچستر یونایتد په ډاګه کړه: کریستیانو رونالدو به د دوه اړخیزې هوکړې له مخې مانچستر یونایتد پریږدي؛ ځکه مانچستر یونایتد د هغه له غوره خدمتونو مننه کوي.

له دغې مرکې وروسته ۳۷ کلن رونالدو ته سپارښتنه وشوه، چې د قطر په نړیوال جام کې له ګډون وروسته د کارینګتن روزنیز کلپ ته ور نشي.

د دې خبر په ځواب کې رونالدو ویلي: زه له مانچستر یونایتد او مینه والو سره مینه لرم او دا احساس به هیڅکله بدل نشي. داسې ښکاري، چې زما لپاره د یوې نوې ننګونې د لټې وخت رارسېدلی دی. زه په پاتې فصل او راتلونکي کې مانچستر یونایتد ته بریالیتوب غواړم.

رونالدو د مانچستر یونایتد لپاره په ۳۴۶ لوبو کې ۱۴۵ ګولونه کړي دي.

نوموړي له ۲۰۰۳ څخه تر ۲۰۰۹ پورې په مانچستر یونایتد کې د اروپا لیګ یوه او درې د غوره لیګ اتلولۍ تر لاسه کړې دي.

رونالدو پېنځه ځله د سرو زرو توپ او دوه ځله د فیفا د غوره لوبغاړي نوم خپل کړی دی.

لوبی

د افغانستان هندبال فډراسیون رییس د دې څانګې په نړیوال کانګرس کې ګډون وکړ

دغه ناسته د هندبال نړیوال فډراسیون د ۱۰۷ غړو هېوادونو د استازو په ګډون په قاهره کې جوړه شوې وه.

Published

on

د افغانستان د هندبال فدراسیون رییس هدایت‌الله کامه‌وال د دې سپورټي څانګې په نړیوال کانګرس کې، چې په مصر کې ترسره شو؛ ګډون وکړ.

دغه ناسته د هندبال نړیوال فډراسیون د ۱۰۷ غړو هېوادونو د استازو په ګډون په قاهره کې جوړه شوې وه.

دا نړیوال کانګرس د ډسمبر له نولسمې تر دوه‌ویشتمې پورې روان و، چې په کې د هندبال د نړیوال او آسیايي فډراسیونونو ټاکنې هم ترسره شوې.

د ټاکنو په پایله کې مصري حسن مصطفی د تر ټولو ډېرو رایو پر ترلاسه کولو د څلورو کلونو لپاره د هندبال نړیوال فډراسیون د رییس په توګه وټاکل شو.

دغه راز د آسیايي برخې په ټاکنو کې بدرمحمد ذیاب صالح‌الذیاب د هندبال د آسیايي فډراسیون د رییس په توګه وټاکل شو.

د افغانستان د هندبال فډراسیون مسوولانو ویلي، چې د دې نړیوال کانګرس په څنډه کې یې د هندبال له لوړو پوړو چارواکو سره په ځانګړې توګه د اسیايي هندبال د نوي رییس سره، لیدنې کړې دي. د دوی په وینا، د آسیايي هندبال رییس په دې لیدنه کې د افغانستان د هندبال پر پراختیا، ملاتړ او پرمختګ ټینګار کړی دی.

په دې نړیواله ناسته کې د افغانستان ګډون د سپورټي اړیکو د پیاوړتیا، د نړیوالو ملاتړونو د جلبولو او د هېواد د هندبال د ودې لپاره یو مهم ګام بلل کېږي، چې په وروستیو کلونو کې له بېلابېلو ستونزو او محدودیتونو سره مخ و.

Continue Reading

لوبی

آریانا ټلویزیون د فیفا ۲۰۲۵ غوره فوټبال لوبغاړو د جایزو لسم پړاو مراسم خپروي

دا مراسم به په فیرمونټ کټارا سالون کې د پاري سنټ ژرمن او سي آر فلامنګو ترمنځ د فیفا انټرکانټینینټال جام له وروستۍ لوبې سره همهاله ترسره شي.

Published

on

Last Updated on: ليندۍ ۲۴, ۱۴۰۴

آریانا ټلویزیون په افغانستان کې د فیفا ۲۰۲۵ غوره فوټبال لوبغاړو مراسم پر ژوندۍ بڼه خپروي. د فیفا د څرګندونو له مخې؛ د جایزو دا تاریخي لسم پړاو د سې‌شنبې پر ورځ( د لیندۍ پېنځه‌ویشتمه / د ډسمبر شپاړلسمه ) د قطر په دوحه کې ترسره او په کې به د نرینه‌ او ښځینه فوټبال د مهمو جایزو ګټونکي اعلان شي.

دا مراسم به په فیرمونټ کټارا سالون کې د پاري سنټ ژرمن او سي آر فلامنګو ترمنځ د فیفا انټرکانټینینټال جام له وروستۍ لوبې سره همهاله ترسره شي.

په دې مراسمو کې به شاوخوا ۸۰۰ میلمانه؛ د فیفا رییس ګیاني اینفانټینو، د فیفا شورا غړي، د فوټبال افسانوي لوبغاړي او د فډراسیون غړي او استازي ګډون وکړي.

په جایزو کې غوره نرینه او ښځینه لوبغاړي، غوره روزونکي، ګول‌ساتونکي او غوره ګولونه شامل دي.

ځانګړې جایزې لکه د فیفا د عادلانه لوبې جایزه او د مینه‌والو جایزه به هم ورکړ شي. د ګټونکو په ټاکلو کې د مینه‌والو له ۱۶ میلیون څخه ډېرې رایې رول لري.

په افغانستان کې د دې مراسمو مینه‌وال کولی شي په دې اړه وروستي معلومات د آریانا نیوز له اوبپاڼې، ټولنیزو پاڼو او د آریانا ټلویزیون د لیدلو له لارې ترلاسه کړي او د دغو مراسمو له ژوندۍ خپرونې خوند واخلي.

Continue Reading

لوبی

کلکتې ته د مسي د سفر تنظیموونکی ونیول شو

د مراسمو تنظیم کوونکی ستاډرو دوټا د پولیسو له‌خوا ونیول شو او هغه ژمنه وکړه، چې د ټکټونو لګښت به بیا ورکړ شي.

Published

on

د ارجنټاین د فوټبال ستوري لیونل مسي د هند سفر د کلکتې په سالټ لیک لوبغالي کې له ګڼه‌ګونې سره مخ او مینه‌والو یې څوکۍ ماتې او شیان یې ډګر ته وغورځول. ټاکل شوې وه، چې مسي په دې لوبغالي کې ۴۵ دقیقې پاتې شي؛ خو له ۲۰ دقیقو وروسته ترې ولاړ.

د مراسمو تنظیم کوونکی ستاډرو دوټا د پولیسو له‌خوا ونیول شو او هغه ژمنه وکړه، چې د ټکټونو لګښت به بیا ورکړ شي.

د لویدیځ بنګال اعلی وزیرې ممتا بنرجي د مسي او د هغه له مینه‌والو بښنه غوښتې او د پېښې د بشپړې څېړنې او د مسوولانو د پېژندلو لپاره یې د یوې څېړنیزې کمېټې د جوړولو امر کړی دی.

مسي ټاکل شوې، چې هند ته د خپل سفر پر مهال د کلکتې، حیدرآباد، ممبي او نوي ډیلي په بېلابېلو پروګرامونو کې ګډون وکړي.

د لویدیځ بنګال ایالت د فوټبال د مینه‌والو د زړه‌راکښونکې لېوالتیا او سپورټي ګډوډیو تاریخ لري او دا لومړی ځل ندی، چې د سالټ لیک لوبغالی د داسې پېښو شاهد دی.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!