سوداگري
د مرمر او لاجورد کانونو تړونونه دې له اوطلبۍ وروسته لاسلیک شي ـ ا.ا

د افغانستان اسلامي امارت کابینې پرېکړه کړې، چې د میدان ورګ د مرمر او د بدخشان دلاجورد کانونو تړونونه دې داوطلبۍ ته وړاندې او بیا دې لاسلیک شي.
د افغانستان د لومړي وزیر مرستیال او د اقتصادي کمیسیون مشر د اسلامي امارت د کابیني د پرېکړي له مخي په پام کې لري، چې د میدان ورګ ولایت د مرمرو کان لومړی، دوه یم او درېیم بلاکونه او د بدخشان دلاجورد د کانونو څېړنه تر سره او بیا يي داوه طلبۍ ته وړاندي کړي.
د افغانستان د خصوصي سکتور غړي د اسلامي امارت د کابیني له پرېکړې هرکلی کوي او څرګندوي، چې که د دغو کانونو د کېندنو او استخراج په تړنونو کې کورنیو پانګوالو ته لومړیتوب ورکړ شي دا به د هېواد په ګټه وي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال محمد یو نس مومند څرګنده کړې: مونږ خوښ یو، چې دا کانونه باید استخراج شي او ولس ترینه ګټه واخلي؛ خو که په دې تړنونو کې کورنیو پانګوالو ته لومړیتوب ورکړ شي؛ دا به هېواد ته ګټور وي.
د اقتصادي چارو کارپوهان هم د افغانستان د اسلامي امارت له دې هڅې هرکلی کوي او وایي، چې د هېواد ټول کانونه باید استخراج شي او د پانګونې د جذب لپاره دا کانونو تر ټولو ښه ادرس دی.
اقتصادي کارپوه تاج محمد تلاش وایي: زمونږ دا کانونه باید ټول داوطلبۍ ته وړاندي شي او پوښتي، چې که نن مونږ دا کانو نه استخراج نکړو دا به زمونږ ولس ته کله ګټه ورسوي.
د افغانستان د کانونو د استخراج موضوع په تېر حکومت کې هم ډېره ګرمه وه؛ خو د فساد او بروکراسۍ د شتوالي له کبله د کانونو د قانوني استخراج چارې ځنډول شوې وې.
تازه خبرونه
ایران د افغانستان د اوسپنې په کانونو کې ۵ میلیارډ ډالر پانګونه کوي
په کابل کې د ایران سفیر ویلي، چې د افغانستان بډایه کاني سرچینې د دواړو ګاونډ هېوادونو ترمنځ د همکارۍ لپاره یو ښه فرصت دی.

د ایران فارس نیوزخبري سرچینې د خبر له مخې؛ ایران هڅه کوي، چې د افغانستان د اوسپنې کانونو په استخراج کې پېنځه میلیارډ ډالر پانګونه وکړي.
په کابل کې د ایران سفیر ویلي، چې د افغانستان بډایه کاني سرچینې د دواړو ګاونډ هېوادونو ترمنځ د همکارۍ لپاره یو ښه فرصت دی.
د راپور له مخې ایران په دې پانګونه کې نږدې شپږ سلنه ګټه تر لاسه کوي، چې د نشر شويو ارقامو پر بنسټ ۳۰ میلیارډ ډالرو ته رسیږي.
د هېواد د کانونو او پټرولیم وزارت هم وايي، چې په دې وروستیو کې د افغانستان او ایران ترمنځ د اقتصادي اړیکو د پراختیا ترڅنګ د ایران له لوري د افغانستان د کانونو په سکټور کې پر پانګونه خبرې اترې روانې دي.
د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند همایون افغان ویلي؛ د افغانستان او ایران حکومتونو ترمنځ له بل هر وخت ښې اړیکې شته او د افغانستان د کانونو په سکټور کې ایراني لوری د پانګونې لېوالتیا لري او په دې برخو کې له ایراني لوري سره ناستې شوي او نورې ناستې هم رواني دي.
د خصوصي سکټورځیني غړي وايي، چې ایران د اوسپنې د استخراج په برخه کې لوړ ظرفیت لري او پانګونه یې د هېواد د صنعت په پراختیا کې مهم ګام بولي.
د اوسپنې ویلې کولو د ټولنې اجرائیه رییس عبدالنصیر رشتیا وایي: ((افغانستان د اوسپنې د کانونو په پرخه کې تر ټولو لوی ظرفیت لري؛ خو هیله ده، چې د هېواد د کانونو د استخراج او پروسس چارې په هېواد کې دننه تر سره شي، چې ګټورتوب يي پراخ شي)).
د اقتصادي چارو یوشمېر کارپوهانو ويلي؛ که د ایرن له لوري د افغانستان د کانو نو په سکټور کې پانګونه وشي له دې سره به د دواړه هېوادونو د اقتصادي اړیکو د پرا ختیا ترڅنګ په هېواد کې د بې روزګارۍ کچې د را ټیټدو ترڅنګ به د ملي عوایدو د زیاتېدو لپاره هم زمینه برابره کړي.
د ایراني رسنیو د معلوماتو له مخې؛ ایران له تېر و څو کلونو راپدېخوا د افغانستان د کانونو په سکټور کې ۲.۳ میلیارډ امریکايي ډالرو تړونونه تر لاسه کړي، چې په دې تړونونو کې د اوسپنې کانونو استخراج هم شامل دی، چې په کې به پېنځه میلیارډ ډالر پانګونه وکړې.
سوداگري
امریکا او چین د تعرفو پر لنډمهاله کمولو هوکړې ته ورسېدل
د دې تړون له مخې؛ په چینایي وارداتو به د امریکا اضافي تعرفې له ۱۴۵ سلنې څخه ۳۰ هغې ته راټیټې شي او پر امریکایي توکو به د چین تعرفې له ۱۲۵ څخه ۱۰ سلنې ته راټیټې شي. د تعرفې دا کمښت به د ۹۰ ورځو لپاره پلی شي.

امریکا او چین هوکړه کړې، چې تعرفې لنډمهاله راکمې کړي او سوداګریزه جګړه پای ته ورسوي؛ ځکه، چې د اقتصادي رکود او مالي بازار د بې ثباتۍ په اړه یې نړیواله وېره راپارولې ده.
د دې تړون له مخې؛ په چینایي وارداتو به د امریکا اضافي تعرفې له ۱۴۵ سلنې څخه ۳۰ هغې ته راټیټې شي او پر امریکایي توکو به د چین تعرفې له ۱۲۵ څخه ۱۰ سلنې ته راټیټې شي. د تعرفې دا کمښت به د ۹۰ ورځو لپاره پلی شي.
له دې خبر سره د ډالر ارزښت لوړ شو او د ونډو بازارونو هم وده وکړه. د امریکا د خزانې وزیر سکاټ بیسن په ژنیو کې له چینایي استازو سره په ګډه غونډه کې وویل: “دواړه هېوادونه د خپلو ملي ګټو ښه استازیتوب کوي او نه غواړي، چې سوداګریزې اړیکې یې پرې شي.”
د دواړو هېوادونو ترمنځ د تعرفې جګړې شاوخوا ۶۰۰ میلیارد ډالرو دوه اړخیزه سوداګري ودروله. د نړیوالو اکمالاتي زنځیرونو مخه یې ونیوله او د انفلاسیون په اړه یې اندېښنې راپورته کړې. په ژنیو کې دا غونډه د ټرمپ له واک ته له رسیدو وروسته د دواړو هېوادونو د لوړ پوړو اقتصادي چارواکو ترمنځ لومړۍ مخامخ غونډه وه.
اقتصادي شنونکو دا تړون د تمې خلاف د نړیوال اقتصاد لپاره یو مثبت ګام وباله. د دې خبر له خپرېدو وروسته د اروپایي شرکتونو لکه میرسک، LVMH او کیرینګ ونډې د پام وړ لوړې شوې.
سوداگري
په تېرو ۹ میاشتو کې افغانستان ته د پاکستان صادرات له ۶۴ سلنې زیات شول
د پاکستان دولتي بانک (SBP) د څرګندونو له مخې؛ افغانستان ته ټول صادرات د جولای – مارچ (۲۰۲۴-۲۵) په بهیر کې ۶۲۳.۲۸۵ میلیون ډالرو ته رسیدلي دي. په داسې حال کې، چې تېر کال د ورته وخت په بهیر کې ۳۷۸.۹۲۲ میلیون ډالر صادرات ول.

د پاکستان دولتي بانک راپور ورکړی، چې د مالي کال (۲۰۲۴-۲۵) په لومړیو نهو میاشتو کې افغانستان ته د توکو او خدماتو صادرات د تېر کال د ورته وخت د صادراتو پر پرتله ۶۴.۴۸ سلنه زیاتوالی موندلی دی.
د پاکستان دولتي بانک (SBP) د څرګندونو له مخې؛ افغانستان ته ټول صادرات د جولای – مارچ (۲۰۲۴-۲۵) په بهیر کې ۶۲۳.۲۸۵ میلیون ډالرو ته رسیدلي دي. په داسې حال کې، چې تېر کال د ورته وخت په بهیر کې ۳۷۸.۹۲۲ میلیون ډالر صادرات ول.
د کلني شمېر پر بنسټ افغانستان ته صادرات د ۲۰۲۴ کال د مارچ په میاشت کې د ۵۵.۹۰۷ میلیون ډالرو څخه ۴۵.۵۴ سلنه کم شوي، چې د ۲۰۲۵ کال په مارچ کې د ۳۰.۴۴۵ میلیون ډالرو صادراتو پر پرتله ډېر کم شوي دي.
د SBP معلومات ښیي، چې افغانستان ته صادرات د ۲۰۲۵ کال په مارچ کې ۱۵.۳۷ سلنه کم شوي. په داسې حال کې، چې د ۲۰۲۵ کال په فبرورۍ کې د ۳۵.۹۷۷ میلیون ډالر صادرات ول.
دغه راز د همدې میاشتو په بهیر کې له افغانستان څخه پاکستان ته واردات د تېر کال د ۶.۴۳۸ میلیون ډالرو پر پرتله ۲۰.۱۲۷ میلیون ډالرو ته رسیدلي، چې د جولای – مارچ (۲۰۲۴-۲۵) کې ۲۱۲.۶۲ سلنه زیاتوالی ښیي.
د تېر کال پر پرتله له افغانستان څخه په وارداتو کې ۹۹.۷۹ سلنه زیاتوالی راغلی، چې د ۲۰۲۴ کال په مارچ کې د ۰.۹۶۰ میلیون ډالرو څخه د ۲۰۲۵ کال په مارچ کې د ۱.۹۱۸ میلیون ډالر د وارداتو پر پرتله لوړ شوی دی.
د اړوند معلوماتو له مخې؛ د ۲۰۲۵ کال په مارچ کې له افغانستان څخه پاکستان ته په وارداتو کې هم ۳۶.۲۳ سلنه کمښت راغلی، چې د ۲۰۲۵ کال په فبرورۍ کې د ۳.۰۰۸ میلیون ډالرو وارداتو پر پرتله ډېر شوی دی.
-
نړۍ4 days ago
امریکا او حماس په غزه کې د اوربند په اړه خبرې کوي
-
سیمه ییز خبرونه5 days ago
د هند او پاکستان د اوربند له هوکړې وروسته د چاودنو راپورونه ورکړ شول
-
تازه خبرونه1 day ago
ایران د افغانستان د اوسپنې په کانونو کې ۵ میلیارډ ډالر پانګونه کوي
-
سیمه ییز خبرونه2 days ago
ټرمپ منځني ختیځ ته د څو ورځني سفر لپاره سعودي عربستان ته ورسېد
-
تازه خبرونه2 days ago
د ازبکستان او اروپايي ټولنې ځانګړو استازو د افغانستان په اړه خبرې وکړې
-
سیمه ییز خبرونه2 days ago
ایراني او اروپايي ډیپلوماټان په استانبول کې خبرې وکوي
-
سوداگري3 days ago
امریکا او چین د تعرفو پر لنډمهاله کمولو هوکړې ته ورسېدل
-
سیمه ییز خبرونه4 days ago
ټول پیلوټان بېرته خپل کور ته راستانه شول – د هند هوايي ځواک