تازه خبرونه
د ملګرو ملتونو خبرداری: د مرستو کمښت په افغانستان کې د ماین پاکۍ بهیر ځنډولی
ملګري ملتونه وايي، چې د بودجې کمښت په هېواد کې د ماینونو د پاکولو کار په څرګند ډول ورو کړی دی.
په نړۍ کې د جګړو د زیاتېدا او د بشري مرستو د کمېدا له کبله په افغانستان کې د ماین پاکۍ بهیر له جدي ننګونو سره مخ شوی دی.
ملګري ملتونه وايي، چې د بودجې کمښت په هېواد کې د ماینونو د پاکولو کار په څرګند ډول ورو کړی دی.
د دې بنسټ د ماین پاکۍ برخې مسوولې کازومي اوګاوا ویلي، چې دفاعي لګښتونو ته د هېوادونو د پاملرنې له کبله د مالي سرچینو کمښت پر بشري پروګرامونو مستقیم اغېز کړی دی.
د نوموړې د څرګندونو له مخې؛ په افغانستان کې پر منځنۍ کچه هره ورځ یو ماشوم د چاودېدونکو توکو له کبله خپل ژوند له لاسه ورکوي.
افغانستان اوس هم د هغو هېوادونو له ډلې څخه دی، چې د ماینونو او د جګړې د پاتې چاودېدونکو توکو له پلوه تر ټولو زیات ککړ ګڼل کېږي.
کارپوهان خبرداری ورکوي، چې د دې وضعیت دوام د ملکي وګړو؛ په ځانګړي توګه ماشومانو، لپاره جدي ګواښ دی.
په همدې حال کې د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ملي ادارې ویاند محمد یوسف حماد ویلي، چې په تېر یو کال کې ۴۷۴ کسان د ماینونو د چاودنو له کبله وژل شوي یا ټپیان دي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ له ۱۰۰۰ کیلومټر مربع څخه زیاتې ځمکې اوس هم د ماینونو او نه چاودېدلو مهماتو له کبله ککړې دي، چې شاوخوا اووه میلیون کسان له خطر سره مخ کوي.
د ورکړ شویو معلوماتو له مخې؛ اوسمهال ۱۵۵ د ماین پاکۍ ډلې د ۱۰ پروګرامونو په چوکاټ کې د ۲۳ ولایتونو او ۸۲ ولسوالیو کار کوي، خو د نړیوالو مرستو کمښت د دې فعالیتونو بهیر له ستونزو سره مخ کړی دی.
له دې مخکې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي هم راپور ورکړی و، چې هره میاشت شاوخوا ۵۰ کسان د جګړې د پاتې چاودېدونکو توکو د چاودنو له کبله له مرګ او ژوبلې سره مخ کېږي، چې نږدې ۸۰ سلنه یې ماشومان جوړوي.