تازه خبرونه

د مهاجرینو د ایستلو لپاره له اسلامي امارت سره د تړون په لټه کې یوو – آلمان

هغه د چارشنبې پر ماښام له فوکس مجلې سره په یوه مرکه کې ویلي: “زما نظر دا دی، چې باید له افغانستان سره په مستقیم ډول یوې هوکړې ته ورسیږو، چې د کډوالو بېرته ستنېدا شونې شي.”

Published

on

د آلمان د کورنیو چارو وزیر الکسانډر ډوبرینډټ ويلي؛ هېواد یې غواړي له افغانستان اسلامي امارت سره د ایستل شویو افغان کډوالو د منلو په اړه خبرې اترې وکړي.

هغه د چارشنبې پر ماښام له فوکس مجلې سره په یوه مرکه کې ویلي: “زما نظر دا دی، چې باید له افغانستان سره په مستقیم ډول یوې هوکړې ته ورسیږو، چې د کډوالو بېرته ستنېدا شونې شي.”

هغه زیاته کړې: “مونږ اوس هم له افغانستان سره د خبرو اترو لپاره منځګړي ته اړتیا لرو. دا دایمي حل نشي کېدی.

د خپلو “مهمو سیمه‌ییزو شریکانو” پر ملاتړ جرمني د تېر کال په اګست کې افغانستان ته د محکوم شویو مجرمینو اخراج بیا پیل کړ.

د جرمني لومړي وزیر ژمنه کړې، چې مجرم کډوال افغانستان او سوریې ته جبري وباسي او همدارنګه به په افغانستان کې د آلماني ادارو د پخوانیو سیمه‌ییزو کارکوونکو لپاره د کډوالو داخلې پروګرامونه به ودروي.

کډوالي له څو بریدونو وروسته د آلمان د فبرورۍ په ټاکنو کې یوه مرکزي سکالو او موضوع وه.

د آلمان د کورنیو چارو وزیر ویلي، چې برلین له سوریې سره هم د سوریایي تابعیت لرونکو مجرمینو د جبري ایستلو په اړه هوکړې ته د رسېدو په اړه په اړیکه کې دی.

سوریایان او افغانان په آلمان کې د پناه غوښتونکو دوه لویې ډلې دي.

د دې هېواد د مهاجرت دفتر د څرګندونو له مخې؛ په ۲۰۲۴ کال کې ۷۶ زره ۷۶۵ سوریایانو او ۳۴ زره ۱۴۹ افغانانو د پناه غوښتنه کړې وه.

Trending

Exit mobile version