نړۍ
د مکسیکو د سرحدي ښار جواریز په زندان کې ۲۷ کسانو ته مرګ و ژوبله اوښتې
د رویترز د راپور له مخې د مکسیکو چارواکو د یکشنبې پر ورځ په ډاګه کړې: د شمالي سرحدي ښار جواریز په یوه زندان کې له وسلوال بریده لږ تر لږه ۱۴ کسان وژل شوي؛ ۱۳ ټپیان او ۲۴ نور تښتېدلي دي.
د چاهوا ایالت څارنوال ویلي، چې د زندان په دې برید کې له وژل شویو کسانو څخه ۱۰ امنیتي پرسونل او څلور بندیان دي.
سمدستي په ډاګه شوې نده، چې برید چا کړی دی.
څارنوال زیاته کړې، په لومړنیو پلټنو کې په ډاګه شوې شوې، چې بریدګر پر ځايي وخت د سهار اووه بجې له زغره والو موټرو سره زندان ته دننه شول او ډزې یې وکړې.
دغه راز له دې پېښې څو دقیقې مخکې؛ چارواکو د ښاروالۍ پولیسو ته نږدې له یوه وسلوال بریده خبر ورکړی و، چې له څارنې وروسته څلور کسان او یوه لارۍ ونیول شول.
د ښار په یوه بله برخه کې، دوه نور موټر چلوونکي له هغې وروسته ووژل شول، چې چارواکو وسلوال برید یاد کړی دی.
دولتي څارنوال په دې اړه، چې آیا دا درې پېښې سره تړاو لري؛ څه ندي ویلي.
د رویترز د څرګندونو له مخې؛ د تېر کال په اګست میاشت کې د مکسیکو په سلګونه سرتېري له هغې وروسته جواریز ته واستول شول، چې د دوه سیالو کارتیلونو د غړیو ترمنځ د زندان د شخړې له کبله د ګډوډۍ او ډزو لامل شو؛ هغه مهال ۱۱ کسان وژل شوي، چې ډېري یې ملکي وګړي وه.
نړۍ
اسرائیلو او څو عربي هېوادونو پر ایران د برید نهکولو غوښتنه وکړه
د راپور له مخې: دا هېوادونه پدې باور دي، چې د ایران حکومت اوسمهال پوره کمزوری ندی؛ نو د امریکا بریدونه ممکن په دې هېواد کې د واک بدلولو لامل نشي.
د امریکا انبيسي خبري څانګې د یو شمېر سرچینو د څرګندونو له مخې راپور ورکړی؛ د اسرائیلو او څو عربي هېوادونو چارواکو له امریکا غوښتي، چې د اوس لپاره پر ایران برید ونکړي.
د راپور له مخې: دا هېوادونه پدې باور دي، چې د ایران حکومت اوسمهال پوره کمزوری ندی؛ نو د امریکا بریدونه ممکن په دې هېواد کې د واک بدلولو لامل نشي.
دوی دا وړاندیز هم کړی، چې د ډونالډ ټرمپ اداره باید د لویو بریدونو پیل تر هغې وځنډوي، چې په ایران کې وضعیت “نور هم خراب شي”.
په ایران کې ۱۷ ورځې مخکې روان اعتراضونه او ناکرارۍ د دې هېواد د اسعارو د بې ارزښته کېدا په اړه پیل شول او بیا ډېرو نورو لویو ښارونو ته وغځېدل.
ویل کیږي، چې د سېشنبې پر ورځ د امریکا په ملي امنیت شورا کې د ټرمپ د مرستیال جيډي ونس پر مشرۍ یوه غونډه ترسره شوې، چې ټرمپ ته د ایران پر وړاندې د اقدام کولو لپاره غوراوي چمتو کړي.
نړۍ
چین له ایران سره پر سوداګرۍ د ټرمپ د تعرفې ګواښ ته غبرګون څرګند کړ
د چین بهرنیو چارو وزارت ویاند مائو نینګ د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د څرګندونو په غبرګون کې ویلي؛ چین تل د نورو هېوادونو په کورنیو چارو کې د لاسوهنې مخالف و او د ټولو ملتونو د ملي حاکمیت او امنیت ملاتړ کوي؛ هغه څه، چې باید د نړیوالو قوانینو له مخې په بشپړ ډول خوندي وساتل شي.
د چین بهرنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ دې هېواد د هغو هېوادونو پر وړاندې، چې له ایران سره سوداګریزې اړیکې لري د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د تعرفې له ګواښ سره خپل مخالفت څرګند کړی دی.
د چین بهرنیو چارو وزارت ویاند مائو نینګ د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د څرګندونو په غبرګون کې ویلي؛ چین تل د نورو هېوادونو په کورنیو چارو کې د لاسوهنې مخالف و او د ټولو ملتونو د ملي حاکمیت او امنیت ملاتړ کوي؛ هغه څه، چې باید د نړیوالو قوانینو له مخې په بشپړ ډول خوندي وساتل شي.
د امریکا ولسمشر په دې وروستیو کې ویلي: هر هغه هېواد، چې له ایران سره سوداګري کوي له ۲۵ سلنې تعرفې سره به مخ شي.
شنونکو خبرداری ورکړی، چې د دې تعرفو لګول ممکن د سوداګرۍ پر کمولو سربېره د امریکا او نورو هېوادونو ترمنځ اقتصادي او ډیپلوماټیک کړکیچونه رامنځته کړي.
دا اقدام د ایران او د هغه د سوداګریزو شریکانو پر وړاندې د امریکا د اقتصادي فشار د پالیسۍ یوه برخه ده او کولی شي د امریکا او ایران د شریکو هېوادونو ترمنځ سوداګریزې اړیکې اغیزمنې کړي.
نړۍ
د ایران د انټرنېټ فعالولو په اړه به له ایلان ماسک سره خبرې وکړم – ټرمپ
سپیسایکس د سپوږمکۍ له لارې «سټارلینک» نومي انټرنیټي خدمتونه وړاندې کوي، چې له دې مخکې هم په ایران کې ترې استفاده شوې ده.
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ ویلي؛ غواړي، چې د ایران د انټرنیټ د بیا نښلولو په اړه له ایلان ماسک سره خبرې وکړي؛ ځکه، چې د دې هېواد چارواکو د روانو حکومتي ضد اعتراضونو پر مهال انټرنیټي خدمتونه پرې کړي دي.
ټرمپ د ایلان ماسک له سپیسایکس شرکت سره د همکارۍ په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي: «هغه په دې ډول کارونو کې ډېر ښه دی او یو ډېر ښه شرکت لري.»
سپیسایکس د سپوږمکۍ له لارې «سټارلینک» نومي انټرنیټي خدمتونه وړاندې کوي، چې له دې مخکې هم په ایران کې ترې استفاده شوې ده.
د پنجشنبې پر ورځ د حکومت ضد له ټولو پراخو اعتراضونو سره همهاله د انټرنیټ د پرې کېدا له کبله له ایران څخه د معلوماتو بهیر سخت ګډوډ شوی دی.
د ټرمپ او ماسک اړیکې لوړې ژورې لرلې دي؛ له ټرمپ سره د ټاکنیز کمپاین له همکارۍ نیولې تر د مالیاتي لایحې پر سر تر ښکاره اختلاف او په مارالاګو کې لیدنه، خو په دې وروستیو کې د اړیکو د ښه کېدا نښې لیدل کېږي.
ماسک مخکې هم په ایران کې د دولتي محدودیتونو د مخنیوي لپاره د سټارلینک له کارولو ملاتړ کړی و؛ په ځانګړي توګه د ۲۰۲۲ کال د هغو اعتراضونو پر مهال، چې د مهسا امیني له مړینې وروسته پیل شوي وه.
اوسني اعتراضونه شاوخوا دوه اوونۍ مخکې د بیو د لوړېدا په غبرګون کې پیل شول او وروسته د حاکم نظام پر وړاندې مخالفتونه پر تاوتریخوالي واوښتل.
د بشري حقونو د بنسټونو د څرګندونو له مخې؛ په دې اعتراضونو کې د لومړنیو معلوماتو له مخې سلګونه کسان ووژل شول او له ۱۰ زره ډېر نور نیول شوي، خو رسمي شمېرې اوس هم خپرې شوې ندي.
-
تازه خبرونه1 day agoافغان او انډونیزیایي استازیو د همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې
-
روغتيا1 day agoد روغتیا وزارت مرستیال له افغانستان سره د نړیوالو مرستو د زیاتېدا غوښتنه وکړه
-
تازه خبرونه1 day agoد خیبر پښتونخوا والي پخپل وزیر اعلی نیوکه وکړه
-
سوداگري1 day agoپه افغانستان کې د مسلکي کارګرو لپاره د وړتیاوو د تثبیت بهیر پیل شو
-
نړۍ1 day agoاسرائیلو او څو عربي هېوادونو پر ایران د برید نهکولو غوښتنه وکړه
-
سوداگري3 days agoپه کابل کې د افغانستان او چین ګډ بازار پرانیستل شو
-
تازه خبرونه2 days agoعبدالحق همکار د افغانستان برښنا شرکت نوي رییس شو
-
تازه خبرونه2 days agoروسیه او امریکا اوسمهال د افغانستان په اړه هیڅ اړیکه نلري- کابلوف
