Connect with us

نړۍ

د میانمار پوځ پر ملکي وګړو بریدونه ډېر کړل

د «وسله‌والو شخړو د موقعیت او پېښو د معلوماتي پروژې» نومې ادارې ویلي؛ د بریدونو زیاتوالی د میانمار د نوي لوی درستیز له تګلارو او کړنلارو سره تړاو لري، چې د مارچ په وروستیو کې یې د پوځ مشري پر غاړه واخیسته.

خپور شوی

د

 

د شخړو د څارنې یوې ادارې ویلي، چې په میانمار کې د نوې ادارې له واک ته رسېدا وروسته پوځ پر ملکي وګړو خپل بریدونه پراخه او ډېر کړي دي. دا په داسې حال کې ده، چې د سیمې هېوادونو له میانمار سره د اړیکو لپاره خپلې ډیپلوماتیکې هڅې زیاتې کړې دي.

د «وسله‌والو شخړو د موقعیت او پېښو د معلوماتي پروژې» نومې ادارې ویلي؛ د بریدونو زیاتوالی د میانمار د نوي لوی درستیز له تګلارو او کړنلارو سره تړاو لري، چې د مارچ په وروستیو کې یې د پوځ مشري پر غاړه واخیسته.

دې ادارې په خپل راپور کې څرګنده کړې:« د میانمار د پوځ د قومندې له بدلون وروسته، ملکي وګړي له سختو ځپنو او ډېرو هوايي بریدونو سره مخ شوي دي.»

دې ادارې زیاته کړې، د میانمار پوځ په منظم ډول له جنګي جټ الوتکو څخه د ټاکل شویو موخو پر ضد د هوايي بریدونو لپاره کار اخلي.

د میانمار حکومت ویاند تر اوسه د دې راپور په اړه غبرګون نه‌دی ښودلی.

په میانمار کې کړکېچ له هغې وروسته پیل شو، چې پوځ د ۲۰۲۱ز.کال په فبرورۍ کې د آنګ سان سوچي منتخب حکومت ړنګ کړ. دې اقدام کورنۍ جګړه رامنځته کړه، چې تر اوسه یې شاوخوا ۱۰۰ زره کسان وژلي او میلیونونه نور یې بې‌ځایه کړي دي.

له هغې وروسته د میانمار پوځي مشر مین آنګ هلاینګ د پوځ مشري خپل نږدې ملګري«یه وین او» ته وسپارله. د نوي مشر تر رهبرۍ لاندې پوځ په ځینو سرحدي سیمو کې، چې مهمې کانیزې زیرمې او سوداګریزې لارې لري؛ نوي عملیات پیل کړي دي.

د شخړو د معلوماتي پروژې ادارې خبرداری ورکړی، چې پر ملکي وګړو د تاوتریخوالي د کمېدا احتمال کم دی؛ ځکه پوځي حکومت هڅه کوي، چې د مین آنګ هلاینګ له پوځي مشرۍ څخه هېوادنۍ مشرۍ ته له لېږد وروسته خپل کنټرول پیاوړی کړي.

په ډله‌ییزو وژنو کې سلګونه ملکي وګړي وژل شوي

د څارونکې ادارې د راپور له مخې، د ۲۰۲۶ز.کال په لومړیو شپږ میاشتو کې له ۱۲ ډېرې ډله‌ییزې وژنې ثبت شوې دي، چې له کبله یې له ۴۵۰ ډېر ملکي وګړي وژل شوي دي. شاوخوا ۴۰ سلنه قربانیان د «انیار» په مرکزي سیمه کې وژل شوي دي.

د مې په میاشت کې د میانمار سلګونو پوځیانو په «مییت چای» ښار کې عملیات کړي او لږ تر لږه ۴۰ کسان یې وژلي دي.

د «وسله‌والو شخړو د موقعیت او پېښو د معلوماتي پروژې» ادارې ویلي، چې په روان کال کې د میانمار د پوځ کړنې ښيي، چې پر ملکي وګړو د ځپنې کچه راکمه شوې نه‌ده، بلکې یوازې بڼه یې بدله شوې ده.

په همدې حال کې د میانمار سیاسي وضعیت په سیمه کې د ډیپلوماټیکو هڅو د زیاتېدا لامل شوی دی. مین آنګ هلاینګ د هند او چین په ګډون د سیمې مهمو هېوادونو ته سفرونه کړي او له د سویل ختیځې آسیا هېوادونو ټولنې«آسیان» سره اړیکې هم بېرته زیاتې شوې دي.

آسیان د ۲۰۲۱ز.کال له کودتا وروسته د میانمار پوځي مشران له خپلو رسمي غونډو څخه لرې کړي وه.

ټاکل شوې ده، چې مین آنګ هلاینګ د اګست پر شپږمه او اوومه تایلینډ ته سفر وکړي؛ دا سفر د هغه د نړیوال دریځ د پیاوړتیا لپاره بلل شوی دی.

نړۍ

د امریکا لویو ټلویزیوني شبکو د ټرمپ د پروګرامونو تلویزیوني پوښښ ودراوه

دغه راز سي‌ان‌ان، ام‌اس‌ناو او پولیټیکو په واشنګټن کې پر فډرالي محکمې د ټرمپ د حکومت پر ضد دعوه کړې او سپینې ماڼۍ ته یې د خپلو خبریالانو د ننوتلو د بندیز د لغوه کولو غوښتنه کړې ده.

Published

on

د امریکا ای‌بي‌سي، سي‌بي‌اس، سي‌ان‌ان، فاکس او ان‌بي‌سي ټلوېزیوني شبکو سپینې ماڼۍ ته د ځینو رسنیو د خبریالانو د ننوتلو د بندیز په غبرګون کې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پروګرامونو پر ټلویزیوني پوښښ کې خپله ونډه درولې ده.

دغه راز سي‌ان‌ان، ام‌اس‌ناو او پولیټیکو په واشنګټن کې پر فډرالي محکمې د ټرمپ د حکومت پر ضد دعوه کړې او سپینې ماڼۍ ته یې د خپلو خبریالانو د ننوتلو د بندیز د لغوه کولو غوښتنه کړې ده.

دغو رسنیو ویلي، چې د حکومت دغه اقدام د مطبوعاتو د آزادۍ حق او قانوني بهیر نقضوي.

د دې پرېکړې له کبله نیویارک ته د ټرمپ د سفر ټلویزیوني پوښښ هم د« پول ټلویزیوني» سیسټم له لارې ودرول شو.

ټرمپ نیویارک ته د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په ناسته کې د ګډون لپاره تللی دی.

په «پول ټلویزیوني» سیسټم کې د امریکا لویې ټلویزیوني شبکې پر نوبتي بڼه د ولسمشر د پروګرامونو ویډیويي انځورونه نورو رسنیو ته برابروي.

ټرمپ په« تروټ سوشیال» خواله رسنۍ کې لیکلي، چې سپینه ماڼۍ پر آزادو رسنیو د برید نیت نه لري. هغه ادعا کړې، چې د حکومت موخه د «جعلي خبرونو» پر وړاندې مبارزه.

Continue Reading

نړۍ

د جګړو هم‌مهاله د نړۍ مشران د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر کې راټولیږي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ به پرله‌پسې دوه‌ کال په دې غونډه کې وینا وکړي؛ داسې مهال، چې د دوه‌یمې نړیوالې جګړې له پای وروسته رامنځته شوی نړیوال نظم له ګڼو فشارونو سره مخ دی او ملګري ملتونه هم له مالي او سیاسي ستونزو سره مخ دي.

Published

on

د نړۍ د شاوخوا ۱۳۰ هېوادونو مشران به روانه اوونۍ په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په ناسته کې د ګډون لپاره راټول شي. د منځني ختیځ او اوکراین جګړې، د مصنوعي ځیرکتیا له کبله د رامنځته کېدونکو ګواښونو زیاتوالی او د ملګرو ملتونو راتلونکی به د دغې غونډې له مهمو موضوعاتو څخه وي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ به پرله‌پسې دوه‌ کال په دې غونډه کې وینا وکړي؛ داسې مهال، چې د دوه‌یمې نړیوالې جګړې له پای وروسته رامنځته شوی نړیوال نظم له ګڼو فشارونو سره مخ دی او ملګري ملتونه هم له مالي او سیاسي ستونزو سره مخ دي.

رویټرز خبري آژانس راپور ورکړی، چې ټرمپ ملګرو ملتونو ته د امریکا مالي مرستې کمې کړي او واشنګټن د دې ټولنې له یو شمېر ادارو څخه هم وتلی دی.

د چین ولسمشر شي جین‌پینګ، چې وروستی ځل یې په ۲۰۲۱ز.کال کې د ویډیو له لارې د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې وینا کړې وه؛ سږ کال به نیویارک ته ولاړ نه‌شي. ټاکل شوې هغه د پنجشنبې پر ورځ په واشنګټن کې له ټرمپ سره وګوري.

د دغو ننګونو ترڅنګ د ملګرو ملتونو د مشرتابه راتلونکی هم د پام وړ موضوع ده. د ملګرو ملتونو د سرمنشي انټونیو ګوټرش دنده د ۲۰۲۶ز.کال په پای کې پای ته رسيږي او تر اوسه د هغه د ځایناستي لپاره کوم ځانګړی نوماند نشته.

ډیپلوماتانو ویلي، د ملګرو ملتونو امنیت شورا ښايي د اوکراین جګړې، مصنوعي ځیرکتیا او په منځني ختیځ کې د وروستیو بدلونونو په اړه په لوړه کچه ناستې جوړې کړي.

Continue Reading

نړۍ

پر کابل هوایي ډګر برید کوونکی محمد شریف‌الله په امریکا کې پر ۲۰ کاله بند محکوم شو

د دې وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې شریف‌الله د داعش خراسان ډلې غړی و او نږدې ۱۰ کاله یې یوې پېژندل شوې ترهګرې ډلې ته مالي امکانات برابرول.

Published

on

د امریکا عدلیې وزارت د چارشنبې پر ورځ( د وږي پېنځه‌ویشتمه / د سپټمبر شپاړلسمه) څرګنده کړې: افغان وګړی محمد شریف‌الله، چې د کابل په هوايي ډګر کې د ځانمرګي برید په تړاو تورن و؛ پر ۲۰ کاله بند محکوم شوی دی.

د دې وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې شریف‌الله د داعش خراسان ډلې غړی و او نږدې ۱۰ کاله یې یوې پېژندل شوې ترهګرې ډلې ته مالي امکانات برابرول.

د امریکا د لوی څارنوال مرستیال او د ملي امنیت په چارو کې د دغه هېواد لوړپوړي چارواکي جان ای. آیزنبرګ په خبرپاڼه کې ویلي؛ محمد شریف‌الله نږدې ۱۰ کاله د« یوې ناوړه مبارزې په زړه» کې تېر کړي او د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پر ملکي وګړو د بریدونو لپاره وسایل برابرول.

آیزنبرګ زیاته کړې؛ همدا ملاتړ د دې لامل شو، چې د کابل هوايي ډګر د« آبي دروازې» په ځانمرګي برید کې ۱۳ امریکايي سرتېري ووژل شي.

د خبرپاڼې له مخې، آیزنبرګ ویلي:« د شریف‌الله لاسونه د خلکو پر وینو ککړ ول» او د محکمې د چهارشنبې ورځې د پرېکړې له مخې، نوموړی د دغو کړنو په تړاو مسوول وپېژندل شو.

په دې خبرپاڼه کې راغلي، چې امریکا به په ټوله نړۍ کې هغه کسان تعقیب او ونیسي، چې د امریکايي سرتېرو په وژلو کې لاس ولري.

دغه راز د ویرجینیا ختیځې حوزې لپاره د څارنوالۍ لومړۍ مرستیالې ټیفاني کې. اسټاموس ویلي، محمد شریف‌الله خپل ژوند تاوتریخوالي او د کرکې له کبله د خلکو وژلو ته وقف کړی و.

محمد شریف‌الله د ۲۰۲۱ز.کال د اګست په میاشت کې د شوي ځانمرګي برید پر تړاو تورن دی؛ په دې برید کې ۱۶۰ افغانان او ۱۳ امریکايي سرتېري وژل شوي دي.

د دې دوسیې څارنوال رایان وایټ ویلي؛ شریف‌الله د داعش غړي د دې برید په ګډون د مسکو د برید په پلانولو کې مهم رول درلود.؛ خو د محمد شریف‌الله مدافع وکیل لارین روزن محکمې ته ویلي، چې د هغه موکل په دروغو اعتراف کړی دی. نوموړي زیاته کړې وه، چې څارنوالانو، د امریکا فډرالي تحقیقاتو ادارې(اف‌بي‌ای) ته د محمد شریف‌الله له اعتراف پرته محکمې ته داسې نور اسناد او شواهد نه‌دي وړاندې کړي، چې وښيي هغه د کابل هوايي ډګر په برید کې لاس درلود.

د ۲۰۲۱ز.کال د اګست پر شپږویشتمه هغه برید، چې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د ایستلو د بهیر پر مهال د کابل هوايي ډګر مخې ته وشو؛ داعش یې مسوولیت ومانه.

د امریکا د مرکزي قومندانۍ څېړنو ښودلې، چې د دغه ځانمرګي برید عامل عبدالرحمن لوګری و. نوموړی د داعش غړی او د جمهوري نظام له ړنګېدا وروسته د بګرام له زندان څخه د طالبانو له‌خوا خوشې شوی و.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!