Connect with us

نړۍ

د میانمار پوځ پر ملکي وګړو بریدونه ډېر کړل

د «وسله‌والو شخړو د موقعیت او پېښو د معلوماتي پروژې» نومې ادارې ویلي؛ د بریدونو زیاتوالی د میانمار د نوي لوی درستیز له تګلارو او کړنلارو سره تړاو لري، چې د مارچ په وروستیو کې یې د پوځ مشري پر غاړه واخیسته.

خپور شوی

د

 

د شخړو د څارنې یوې ادارې ویلي، چې په میانمار کې د نوې ادارې له واک ته رسېدا وروسته پوځ پر ملکي وګړو خپل بریدونه پراخه او ډېر کړي دي. دا په داسې حال کې ده، چې د سیمې هېوادونو له میانمار سره د اړیکو لپاره خپلې ډیپلوماتیکې هڅې زیاتې کړې دي.

د «وسله‌والو شخړو د موقعیت او پېښو د معلوماتي پروژې» نومې ادارې ویلي؛ د بریدونو زیاتوالی د میانمار د نوي لوی درستیز له تګلارو او کړنلارو سره تړاو لري، چې د مارچ په وروستیو کې یې د پوځ مشري پر غاړه واخیسته.

دې ادارې په خپل راپور کې څرګنده کړې:« د میانمار د پوځ د قومندې له بدلون وروسته، ملکي وګړي له سختو ځپنو او ډېرو هوايي بریدونو سره مخ شوي دي.»

دې ادارې زیاته کړې، د میانمار پوځ په منظم ډول له جنګي جټ الوتکو څخه د ټاکل شویو موخو پر ضد د هوايي بریدونو لپاره کار اخلي.

د میانمار حکومت ویاند تر اوسه د دې راپور په اړه غبرګون نه‌دی ښودلی.

په میانمار کې کړکېچ له هغې وروسته پیل شو، چې پوځ د ۲۰۲۱ز.کال په فبرورۍ کې د آنګ سان سوچي منتخب حکومت ړنګ کړ. دې اقدام کورنۍ جګړه رامنځته کړه، چې تر اوسه یې شاوخوا ۱۰۰ زره کسان وژلي او میلیونونه نور یې بې‌ځایه کړي دي.

له هغې وروسته د میانمار پوځي مشر مین آنګ هلاینګ د پوځ مشري خپل نږدې ملګري«یه وین او» ته وسپارله. د نوي مشر تر رهبرۍ لاندې پوځ په ځینو سرحدي سیمو کې، چې مهمې کانیزې زیرمې او سوداګریزې لارې لري؛ نوي عملیات پیل کړي دي.

د شخړو د معلوماتي پروژې ادارې خبرداری ورکړی، چې پر ملکي وګړو د تاوتریخوالي د کمېدا احتمال کم دی؛ ځکه پوځي حکومت هڅه کوي، چې د مین آنګ هلاینګ له پوځي مشرۍ څخه هېوادنۍ مشرۍ ته له لېږد وروسته خپل کنټرول پیاوړی کړي.

په ډله‌ییزو وژنو کې سلګونه ملکي وګړي وژل شوي

د څارونکې ادارې د راپور له مخې، د ۲۰۲۶ز.کال په لومړیو شپږ میاشتو کې له ۱۲ ډېرې ډله‌ییزې وژنې ثبت شوې دي، چې له کبله یې له ۴۵۰ ډېر ملکي وګړي وژل شوي دي. شاوخوا ۴۰ سلنه قربانیان د «انیار» په مرکزي سیمه کې وژل شوي دي.

د مې په میاشت کې د میانمار سلګونو پوځیانو په «مییت چای» ښار کې عملیات کړي او لږ تر لږه ۴۰ کسان یې وژلي دي.

د «وسله‌والو شخړو د موقعیت او پېښو د معلوماتي پروژې» ادارې ویلي، چې په روان کال کې د میانمار د پوځ کړنې ښيي، چې پر ملکي وګړو د ځپنې کچه راکمه شوې نه‌ده، بلکې یوازې بڼه یې بدله شوې ده.

په همدې حال کې د میانمار سیاسي وضعیت په سیمه کې د ډیپلوماټیکو هڅو د زیاتېدا لامل شوی دی. مین آنګ هلاینګ د هند او چین په ګډون د سیمې مهمو هېوادونو ته سفرونه کړي او له د سویل ختیځې آسیا هېوادونو ټولنې«آسیان» سره اړیکې هم بېرته زیاتې شوې دي.

آسیان د ۲۰۲۱ز.کال له کودتا وروسته د میانمار پوځي مشران له خپلو رسمي غونډو څخه لرې کړي وه.

ټاکل شوې ده، چې مین آنګ هلاینګ د اګست پر شپږمه او اوومه تایلینډ ته سفر وکړي؛ دا سفر د هغه د نړیوال دریځ د پیاوړتیا لپاره بلل شوی دی.

نړۍ

د جګړو هم‌مهاله د نړۍ مشران د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر کې راټولیږي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ به پرله‌پسې دوه‌ کال په دې غونډه کې وینا وکړي؛ داسې مهال، چې د دوه‌یمې نړیوالې جګړې له پای وروسته رامنځته شوی نړیوال نظم له ګڼو فشارونو سره مخ دی او ملګري ملتونه هم له مالي او سیاسي ستونزو سره مخ دي.

Published

on

د نړۍ د شاوخوا ۱۳۰ هېوادونو مشران به روانه اوونۍ په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په ناسته کې د ګډون لپاره راټول شي. د منځني ختیځ او اوکراین جګړې، د مصنوعي ځیرکتیا له کبله د رامنځته کېدونکو ګواښونو زیاتوالی او د ملګرو ملتونو راتلونکی به د دغې غونډې له مهمو موضوعاتو څخه وي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ به پرله‌پسې دوه‌ کال په دې غونډه کې وینا وکړي؛ داسې مهال، چې د دوه‌یمې نړیوالې جګړې له پای وروسته رامنځته شوی نړیوال نظم له ګڼو فشارونو سره مخ دی او ملګري ملتونه هم له مالي او سیاسي ستونزو سره مخ دي.

رویټرز خبري آژانس راپور ورکړی، چې ټرمپ ملګرو ملتونو ته د امریکا مالي مرستې کمې کړي او واشنګټن د دې ټولنې له یو شمېر ادارو څخه هم وتلی دی.

د چین ولسمشر شي جین‌پینګ، چې وروستی ځل یې په ۲۰۲۱ز.کال کې د ویډیو له لارې د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې وینا کړې وه؛ سږ کال به نیویارک ته ولاړ نه‌شي. ټاکل شوې هغه د پنجشنبې پر ورځ په واشنګټن کې له ټرمپ سره وګوري.

د دغو ننګونو ترڅنګ د ملګرو ملتونو د مشرتابه راتلونکی هم د پام وړ موضوع ده. د ملګرو ملتونو د سرمنشي انټونیو ګوټرش دنده د ۲۰۲۶ز.کال په پای کې پای ته رسيږي او تر اوسه د هغه د ځایناستي لپاره کوم ځانګړی نوماند نشته.

ډیپلوماتانو ویلي، د ملګرو ملتونو امنیت شورا ښايي د اوکراین جګړې، مصنوعي ځیرکتیا او په منځني ختیځ کې د وروستیو بدلونونو په اړه په لوړه کچه ناستې جوړې کړي.

Continue Reading

نړۍ

پر کابل هوایي ډګر برید کوونکی محمد شریف‌الله په امریکا کې پر ۲۰ کاله بند محکوم شو

د دې وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې شریف‌الله د داعش خراسان ډلې غړی و او نږدې ۱۰ کاله یې یوې پېژندل شوې ترهګرې ډلې ته مالي امکانات برابرول.

Published

on

د امریکا عدلیې وزارت د چارشنبې پر ورځ( د وږي پېنځه‌ویشتمه / د سپټمبر شپاړلسمه) څرګنده کړې: افغان وګړی محمد شریف‌الله، چې د کابل په هوايي ډګر کې د ځانمرګي برید په تړاو تورن و؛ پر ۲۰ کاله بند محکوم شوی دی.

د دې وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې شریف‌الله د داعش خراسان ډلې غړی و او نږدې ۱۰ کاله یې یوې پېژندل شوې ترهګرې ډلې ته مالي امکانات برابرول.

د امریکا د لوی څارنوال مرستیال او د ملي امنیت په چارو کې د دغه هېواد لوړپوړي چارواکي جان ای. آیزنبرګ په خبرپاڼه کې ویلي؛ محمد شریف‌الله نږدې ۱۰ کاله د« یوې ناوړه مبارزې په زړه» کې تېر کړي او د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پر ملکي وګړو د بریدونو لپاره وسایل برابرول.

آیزنبرګ زیاته کړې؛ همدا ملاتړ د دې لامل شو، چې د کابل هوايي ډګر د« آبي دروازې» په ځانمرګي برید کې ۱۳ امریکايي سرتېري ووژل شي.

د خبرپاڼې له مخې، آیزنبرګ ویلي:« د شریف‌الله لاسونه د خلکو پر وینو ککړ ول» او د محکمې د چهارشنبې ورځې د پرېکړې له مخې، نوموړی د دغو کړنو په تړاو مسوول وپېژندل شو.

په دې خبرپاڼه کې راغلي، چې امریکا به په ټوله نړۍ کې هغه کسان تعقیب او ونیسي، چې د امریکايي سرتېرو په وژلو کې لاس ولري.

دغه راز د ویرجینیا ختیځې حوزې لپاره د څارنوالۍ لومړۍ مرستیالې ټیفاني کې. اسټاموس ویلي، محمد شریف‌الله خپل ژوند تاوتریخوالي او د کرکې له کبله د خلکو وژلو ته وقف کړی و.

محمد شریف‌الله د ۲۰۲۱ز.کال د اګست په میاشت کې د شوي ځانمرګي برید پر تړاو تورن دی؛ په دې برید کې ۱۶۰ افغانان او ۱۳ امریکايي سرتېري وژل شوي دي.

د دې دوسیې څارنوال رایان وایټ ویلي؛ شریف‌الله د داعش غړي د دې برید په ګډون د مسکو د برید په پلانولو کې مهم رول درلود.؛ خو د محمد شریف‌الله مدافع وکیل لارین روزن محکمې ته ویلي، چې د هغه موکل په دروغو اعتراف کړی دی. نوموړي زیاته کړې وه، چې څارنوالانو، د امریکا فډرالي تحقیقاتو ادارې(اف‌بي‌ای) ته د محمد شریف‌الله له اعتراف پرته محکمې ته داسې نور اسناد او شواهد نه‌دي وړاندې کړي، چې وښيي هغه د کابل هوايي ډګر په برید کې لاس درلود.

د ۲۰۲۱ز.کال د اګست پر شپږویشتمه هغه برید، چې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د ایستلو د بهیر پر مهال د کابل هوايي ډګر مخې ته وشو؛ داعش یې مسوولیت ومانه.

د امریکا د مرکزي قومندانۍ څېړنو ښودلې، چې د دغه ځانمرګي برید عامل عبدالرحمن لوګری و. نوموړی د داعش غړی او د جمهوري نظام له ړنګېدا وروسته د بګرام له زندان څخه د طالبانو له‌خوا خوشې شوی و.

Continue Reading

نړۍ

په یمن کې د حوثیانو پرمختګ؛ امریکا له نوې ستونزې سره مخ ده

رویټرز راپور ورکړی، چې حوثي جنګیالیو د یمن د ساحلي سیمو په اوږدو کې سویل ته پرمختګ کړی او د باب‌المندب تنګي د تړلو وړتیا یې زیاته شوې ده. دغه تنګی د سره سمندرګي په خوله کې پروت دی او د نړیوالې سوداګرۍ او د انرژۍ د لېږد له مهمو سمندري لارو څخه دی.

Published

on

د ایران پلوو حوثیانو چټک پرمختګ د دې ډلې نفوذ تر سټراټیژیک باب‌المندب تنګي پورې رسولی، چې له کبله یې امریکا د منځني ختیځ په روان کړکېچ کې له نوې ستونزې سره مخ شوې ده.

رویټرز راپور ورکړی، چې حوثي جنګیالیو د یمن د ساحلي سیمو په اوږدو کې سویل ته پرمختګ کړی او د باب‌المندب تنګي د تړلو وړتیا یې زیاته شوې ده. دغه تنګی د سره سمندرګي په خوله کې پروت دی او د نړیوالې سوداګرۍ او د انرژۍ د لېږد له مهمو سمندري لارو څخه دی.

د راپور له مخې، حوثیانو د جمعې پر ورځ «پریم» ټاپو تر کنټرول لاندې راوستی، چې د یمن او افریقا ترمنځ د باب‌المندب تنګي تر منځ پروت دی.

د حوثیانو دغه پرمختګ د سعودي عربستان لپاره هم اندېښمنوونکی بلل شوی؛ ځکه دغه هېواد د هرمز تنګي له تړل کېدا وروسته د سره سمندرګي له بندرونو څخه د خپلو ډېرو تېلو د لېږد لپاره کار اخلي.

راپور زیاتوي، د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان د پنجشنبې پر ورځ د امریکايي له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره ټیلیفوني خبرې کړي او له حوثیانو سره یې د مبارزې لپاره د امریکا د پوځي مرستې غوښتنه کړې ده.

د درې بېلابېلو سرچینو د څرګندونو له مخې: واشنګټن ویلي، چې د اوس لپاره به په مستقیم ډول په جګړه کې ښکېل نه‌شي؛ خو له سعودي عربستان سره به استخباراتي معلومات شریک کړي.

د امریکا د ادارې یوه لوړپوړي چارواکي ویلي، چې واشنګټن د سرې بحیرې د بېړیو د تګ راتګ پر آزادۍ او ملي امنیتي ګټو راڅرخیږي او غواړي سیمه‌ییز شریکان د امنیتي ننګونو د اواري لپاره مخکښ رول ولوبوي.

شنونکو ويلي؛ که حوثیان باب‌المندب وتړي، د نړۍ د تېلو شاوخوا اووه سلنه او د نړیوالې سوداګرۍ نږدې ۱۲ سلنه به له خنډ سره مخ شي.

دوی باور لري، چې د حوثیانو پر وړاندې د امریکا پوځي اقدام به د واشنګټن لپاره بله ستره ننګونه وي؛ ځکه امریکايي پوځ له وړاندې په ایران کې د جګړې له کبله له پوځي فشار سره مخ دی.

د امریکا پخوانیو چارواکو او شنونکو ویلي، واشنګټن اوس له دوه انتخابونو سره مخ دی؛ یا باید د حوثیانو د شاتګ لپاره خپل پوځي ځواکونه او هوايي دفاعي مهمات وکاروي، یا سعودي عربستان او د هغه متحدین پرېږدي، چې پر یوازې ځان له دې ډلې سره مقابله وکړي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!