تازه خبرونه

د نورستان په سېلابونو کې ۲۳ کسان مړه، ۸۰ ټپیان او نږدې ۱۰۰ نور نادرکه دي

د دې ادارې مرستیال ویاند تاج محمد همت ویلي، چې تر اوسه د ۱۵ کسانو جسدونه له خاورو او خټو را ایستل شوي او د لټون او ژغورنې عملیات روان دي.

Published

on

د پېښو پر وړاندې د مبارزې ملي چمتووالي ادارې ویلي، چې د لومړنیو تازه معلوماتو له مخې؛ د نورستان ولایت په مرکز پارون کې د ویجاړوونکو سېلابونو له کبله ۲۳ کسان مړه، ۸۰ نور ټپیان او نږدې ۱۰۰ کسان ورک دي.

د دې ادارې مرستیال ویاند تاج محمد همت ویلي، چې تر اوسه د ۱۵ کسانو جسدونه له خاورو او خټو را ایستل شوي او د لټون او ژغورنې عملیات روان دي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ سېلابونو اووه کورونه بشپړه او ۲۳ نور څه نا څه ویجاړ کړي دي. همدارنګه، ۷۰ دوکانونه، ۴۰ سپک او درانده موټرونه او ۱۱ هوټلونه هم بشپړ یا نسبي زیانمن شوي دي.

مسوولانو ټینګار کړی، چې دغه شمېرې لومړنۍ دي او د لټون د عملیاتو او د زیانونو د ارزونې له دوام سره ښایي د قربانیانو شمېر او د اوښتو زیانونو کچه لوړه شي.

Trending

Exit mobile version