Connect with us

تازه خبرونه

د هرات د اوبۍ ولسوالۍ امنیه قومندان د طالبانو په برید کې ووژل شو

خپور شوی

د

(Last Updated On: )

د هرات ولایت سیمه ییزو چارواکو نن (دوشنبه د لیندۍ ۱۰) په ډاګه کړې، چې د هرات ولایت د اوبۍ ولسوالۍ د پولیسو مشر له طالبانو سره په جګړه کې وژل شوی دی.

د هرات امنیه قومندانۍ ویاند عبدالاحد ولیزاده ویلي؛ پېښه نن سهار هغه وخت رامنځته شوه، چې د محمد رفیق الکوزي پر موتر طالبانو برید ترسره کړ.

ښاغلي ویلزاده زیاته کړې، چې په پېښه کې نورو امنیتي ځواکونو ته زیان ندی رسیدلی.

د هرات پولیسو ويلي، چې دا پېښه د اوبۍ ولسوالۍ له مرکز څخه ۱۵ کیلومتره لرې رامنځته شوې ده.

طالبانو تر دې دمه د برید په اړه څه ندي ویلي.

دغه راز تېره شپه د بادغیس د بالامرغاب ولسوالۍ د درېیمې لوا قومندان عبدالبصیر نورستانی د طالبانو د هاوان په برید کې وژل شوی دی.

د چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دې پېښه کې د ملي اردو ۱۱ سرتېري ټپیان شوي او د یو شمېر ټپيانو روغتیایي حالت د اندېښنې وړ دی.

تازه خبرونه

ترکیې د هرات له زلزله ځپلیو سره بشري مرسته وکړه

د هرات سرې میاشتې ټولنې د رسنیو دفتر لیکلي، چې په دغو مرستو کې اوړه، خیمې، کمبلې، ویلچیرونه، روغتیايي کڅوړې او د اړتیا وړ توکي شته دي.

Published

on

(Last Updated On: )

د ترکیې حکومت د هرات زلزله ځپلیو ته د بشري مرستو د توکو یوه ټولګه رالېږلې ده.

د لویديځ زون د سرې مياشتې ټولنې دفتر په يوه خبرپاڼه کې ليکلي، چې د تورغونډۍ بندر له لارې د ترکيې د بشري مرستو نهمه ټولګه، چې شاوخوا ٦٢٠ ټنه خوراکي او غير خوراکي توکي لري؛ هرات ته را رسېدلې ده.

د هرات سرې میاشتې ټولنې د رسنیو دفتر لیکلي، چې په دغو مرستو کې اوړه، خیمې، کمبلې، ویلچیرونه، روغتیايي کڅوړې او د اړتیا وړ توکي شته دي.

دغه مرستې د لویديځ زون سرې مياشتې ټولنې ادارې ته سپارل شوې دي، چې ټاکل شوې په راتلونکیو څو ورځو کې د دغه ولايت پر زلزله ځپلیو ووېشل شي.

دې ته ورته نور خبرونه: 

د ترکیې سفیر د افغانستان سیلاب ځپلیو ته د ۶۷۰ ټنو مرستې اعلان وکړ

مرستې ورو او ناعادلانه دي – د هرات زلزله ځپلي

 

Continue Reading

تازه خبرونه

حماس د م.م د اوربند پرېکړه لیک منلی او پر جزئیاتو خبرو ته چمتو دی

ابو زهري وایي: د امریکا اوس له یوې رښتینې ازموینې سره مخ ده، چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پرېکړه لیک پر پلي کولو د اشغال او جګړې د پای ته رسولو په برخه کې خپلې ژمنې پلې کړي – رویټرز

Published

on

(Last Updated On: )

د سې شنبې پر ورځ د حماس یوه لوړپوړي چارواکي سامي ابو زهري رویټرز ویلي؛ حماس د ملګرو ملتونو امنیت شورا د اوربند پرېکړه لیک مني او چمتو دی، چې د جزئیاتو په اړه خبرې اترې وکړي او اوس واشنګټن کار دی، چې له اسرائیلو څخه د اطاعت ډاډ ترلاسه کړي.

نوموړي زیاته کړې؛ حماس د اوربند، د اسرائیلي ځواکونو د وتلو او د یرغمل شویو بندیانو د تبادلې په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پرېکړه لیک مني.

ابو زهري وایي: د امریکا اوس له یوې رښتینې ازموینې سره مخ ده، چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پرېکړه لیک پر پلي کولو د اشغال او جګړې د پای ته رسولو په برخه کې خپلې ژمنې پلې کړي – رویټرز

ورته خبرونه:

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په غزه کې د اوربند له طرحې ملاتړ وکړ

د اسرائیلو د جګړې د کابینې وزیر ګوښه شو

 

Continue Reading

تازه خبرونه

په افغانستان کې د ښځو د حقونو د وضعیت په اړه اندېښنې زیاتې شوي

Published

on

(Last Updated On: )

د ملګرو ملتونو د ښځو چارو ادارې ويلي؛ په افغانستان کې د ۲۰۲۱ کال د اګست له سیاسي بدلون وروسته د ښځو له حقونو څخه د سرغړونې کچه او اغېز بې‌ساری دی، چې د افغان ښځو ۴۰ کلن پرمختګ یې په درې کلونو کې له منځه وړی دی .
ملګرو ملتونو په خپل نوي راپور کې پر افغان ښځو د لګول شویو بندیزونو د پای ته رسولو لپاره د بېړني نړیوال اقدام غوښتنه کړې ده.
د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې ویلي، چې یوازې په سلو کې یوه ښځه احساس کوي، چې دوی په ټولنه کې نفوذ لري او نږدې ټولو نورو ښځو د غوراوي او د خپل واک او نفوذ د له لاسه ورکولو خبره کړې ده.
د ملګرو ملتونو د ښځو د څانګې بنسټ په راپور کې راغلي: په افغانستان کې اوسنی وضعیت د جنسیتي برابرۍ پر وړاندې بې سارې ننګونې وړاندې کوي؛ د ۲۰۲۱ کال له اګست راپدیخوا طالبانو په سیسټماټیک ډول د افغانستان حقوقي بنسټونه له منځه وړي دي. په ځانګړي توګه هغه کسان، چې د جنسیت د برابرۍ او د ښځو د پیاوړتیا په برخه کې یې د پرمختګ ملاتړ کړی؛ هدف ګرځول شوي دي.
په دې څېړنه کې ملګرو ملتونو په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر زده‌کړو محدودیتونه د میندو له مړینې سره تړلي او څرګندوي، چې له ښوونځیو څخه د یو اعشاریه یو میلیون نجونو ایستل او په پوهنتون کې د څه باندې سل زره نورو پر زده‌کړو بندیز پر اوسني نسل ناوړه اغېزې لري، چې په دې هېواد کې یې د میندو له مړینې سره مرسته کړې ده.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت ویلي، چې په هېواد کې د ښځو حقوق تر بل هر وخت زیات د شریعت له مخې خوندي دي.
ملګرو ملتونو او اروپايي ټولنې ټینګار کړی، چې د ښځو د ټولنو او مدني ټولنو د پیاوړتیا او ملاتړ لپاره د اوسني وضعیت د بدلولو لپاره باید یوه بودجه په پام کې ونیول شي او د ټولو مرستو لږ تر لږه ۳۰ سلنه د جنسیتي برابرۍ او مساواتو لپاره ځانګړې شي.
دغه راز ټاکل شوې، چې د ملګرو ملتونو پر کوربتوب د افغانستان په اړه د دوحې درېیمه غونډه د روانې میاشتې په پای کې جوړه شي. له دې مخکې د بشري حقونو ټولنو له ملګرو ملتونو غوښتي وه، چې د افغان ښځو حقونه دې د دې غونډې اصلي محور وي او د ژوند په ټولو برخو کې دې د ښځو بشپړ، برابر او معنوي ګډون ډاډمن شي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!