تازه خبرونه
د هرات د زلزلې له ۹۰ سلنې ډېر ځاني زیانمن ښځې او ماشومان دي – یونیسف
د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې د هرات زلزلې له ۹۰ سلنې ډېر قربانیان ښځې او ماشومان دي.
په هرات کې له تېرو څو ورځو راپدیخوا د زلزلو له کبله درنده مرګ و ژوبله او ویجاړی رامنځته شوی دی.
د زلزلې پر مهال ښځې او ماشومان په کورنو کې ول؛ خو زیاتره نرینه د کار لپاره له کورونو وتلي وه.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق ویلي، چې د افغانستان په لویدیځ کې د تېرې شنبې د ورځې د ۶.۳ درجې زلزلې ډېر قربانیان ښځې او ماشومان دي.
د دغو زلزلو د ټپیانو د مرستې لپاره عملیات روان دي او د ژغورنې عملیات اوس هم پای ته نهدي رسېدلي؛ ځکه د نړیوالو سازمانونو د وروستي راپور له مخې اوس هم سلګونه کسان لادرکه دي.
ملګري ملتونه په افغانستان کې د مالي سرچینو کموالی په هرات کې له زلزله ځپلیو سره د مرستو د ځنډ لامل ګڼي.
د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ویاند ستیفن دوجاریک وایي: زه ویلی شم، چې یو څه مرستې وېشل شوې دي؛ خو دا کافي نهده. که تاسې زیانمن شوي یاست، هیڅ ډول چټکې مرستې رسیدلي نهشي او د مرستې رسولو اوسنی وضعیت ستونزمن دی. مونږ نړیوال کارمندان لرو او دوی اوس هم ارزونه کوي، چې له نورو هېوادونو څه ترلاسه کولی شي! مونږ دا مهال کافي بودیجه نهلرو او مرستې ته اړتیا لرو.
د نړۍ د کاتولیکانو مشر پاپ فرانسس هم له هېوادونو او مرستندویانو غوښتي، چې د هرات له زلزله ځپلیو سره مرستې وکړي.
د نړۍ د کاتولیکانو مشر پاپ فرانسیس وایي: زه ټولو نیکو خلکو ته بلنه ورکوم، چې د افغانستان له زلزله ځپلیو خلکو سره مرسته وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې ملګرو ملتونو ویلي؛ په هرات ولایت کې د چارشنبې ورځې زلزلې په نویو ټکانونو کې د ۱۴۰ کسانو پر ټپيکیدو سربیره ۱۱۰ نور کلي هم زیانمن شوي او په ګلران او انجیل ولسوالیو کې یو شمیر کورونه هم ویجاړ شوي دي. په هرات کې د زلزلې له کبله ۱۷ زره کسان زیامن شوي دي.
تازه خبرونه
تأکید ازبکستان و ناروی بر تداوم گفتگوها درباره روند حلوفصل افغانستان
سفیر ناروی در این دیدار، از تلاشهای ازبکستان در راستای شکلدهی به یک موضع منسجم منطقهای در قبال افغانستان قدردانی کرد.
نماینده ویژه رئیسجمهور ازبکستان در امور افغانستان، اسمتالله ایرگاشف، با سفیر تازهمنصوب ناروی، هلنه سند آندرسن، دیدار و درباره وضعیت همکاریهای دوجانبه در ارتباط با افغانستان گفتگو کرد.
بر اساس اعلام وزارت امور خارجه ازبکستان، دو طرف در این دیدار بر اهمیت حفظ و تداوم گفتگوهای منظم درباره روند حلوفصل وضعیت افغانستان تأکید کردند.
سفیر ناروی در این دیدار، از تلاشهای ازبکستان در راستای شکلدهی به یک موضع منسجم منطقهای در قبال افغانستان قدردانی کرد.
همچنین در این نشست، دیدگاهها پیرامون بازسازی اقتصاد ملی افغانستان و چشمانداز ادغام این کشور در پروژههای اتصال منطقهای مورد تبادل نظر قرار گرفت.
دو طرف بر ادامه همکاریها و تقویت تعاملات منطقهای برای حمایت از ثبات و توسعه در افغانستان تأکید نمودند.
تازه خبرونه
متقي د سعودي عربستان له سفیر سره په چین کې د کابل-اسلامآباد پر مذاکراتو خبرې وکړې
د بهرنیو چارو وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ متقي په اورومچي کې له پاکستاني لوري سره د وروستیو خبرو اترو په اړهد څرګندونو پر مهال هیله من شو، چې د تفسیر توپیرونه او ځینې کوچني تخنیکي مسایل به د خبرو د پرمختګ مخه ونهنیسي.
د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي او په کابل کې د سعودي عربستان سفیر فیصل بن طلق البقمي د ناستې پر مهال د چین په اورومچي ښار کې د سیمهییزو بدلونونواو د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر وروستیو مذاکرانو خبرې وکړې.
د بهرنیو چارو وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ متقي په اورومچي کې له پاکستاني لوري سره د وروستیو خبرو اترو په اړهد څرګندونو پر مهال هیله من شو، چې د تفسیر توپیرونه او ځینې کوچني تخنیکي مسایل به د خبرو د پرمختګ مخه ونهنیسي.
متقي د افغانستان او سعودي عربستان ترمنځ اړیکې مثبتې وارزولې او وایي، چې د دواړو وروڼو هېوادونو ترمنځ اړیکې به په سیاسي، امنیتي او اقتصادي برخو کې نورې هم پراخې شي.
د سعودي سفیر زیاته کړې، چې سیاسي او امنیتي ثبات او همدارنګه په افغانستان کې اقتصادي پرمختګونه خورا مهم دي او ریاض په دې برخو کې له افغانستان ملاتړ کوي.
تازه خبرونه
له افغانستان سره عملي او رغنده تعامل؛ د یوناما بنسټیزې هڅې او سیمهییزه همکاري
د ډیپلومات ورځپاڼې د راپور له مخې؛ یوناما په دې بهیر کې مرکزي رول لوبوي او د واکمنو او نړیوالې ټولنې ترمنځ د ډیپلوماټیک منځګړيتوب هڅې تر سره کوي.
د ۲۰۲۱ ز.کال له بدلونونو نږدې پېنځه کاله وروسته، د افغانستان په اړه د نړیوالې ټولنې په چلند کې څرګند بدلون رامنځته شوی او د انزوا پر ځای عملي تعامل ورته د پام وړ ګرځېدلی دی.
د ډیپلومات ورځپاڼې د راپور له مخې؛ یوناما په دې بهیر کې مرکزي رول لوبوي او د واکمنو او نړیوالې ټولنې ترمنځ د ډیپلوماټیک منځګړيتوب هڅې تر سره کوي.
یوناما د ملګرو ملتونو د امنیت شورا تر څار لاندې پر درې بنسټیزو برخو راڅرخیږي؛ سیاسي تعامل، پر بشري حقونو څار او د بشري مرستو همغږي. په داسې حال کې، چې افغانستان له جدي اقتصادي او ټولنیزو ننګونو سره مخ دی.
د ملګرو ملتونو چارواکي ټینګار کوي؛ اوسنيو شته واقعیتونو ته پر پاملرنه، تعامل یوازنی عملي غوراوی دی. بندیزونه په ټوله کې ځانګړي اشخاص پر نښه کوي؛ خو د نړیوالې پېژندنې نشتوالی د پانګونې او اوږدمهاله پراختیا مخه نیسي.
سیمهییزه همکاري په ځانګړي توګه له منځنۍ آسیا سره اړینه شوې؛ د سیمې هېوادونو د بشري لوژستیک، سوداګرۍ او بنسټیزو اړیکو په برخو کې خپل رول پراخ کړی او د ازبکستان ترمذ ښار د مرستو رسولو لپاره یو اړین مرکز ګرځېدلی دی.
په دې توګه د یو ګډ نړیوال چوکاټ رامنځته کېدا اوس هم ننګونکې ده؛ ځکه، چې د نړیوالو، سیمهییزو او افغان چارواکو ترمنځ بېلابېل لیدلوري شتون لري.
یوناما ټینګار کوي، چې د باور له نشتوالي سره – سره د خبرو اترو لارې خلاصې پاتې دي.
دغه راز د سیمهییز پرمختګ لپاره یو پراخ جوړښت هم مخ پر ښکارهکېدا دی. د دوامداره پراختیایي اهدافو لپاره د ملګرو ملتونو سیمهییز مرکز پر ۲۰۲۵ ز. کال په الماتا کې د انټونیو ګوټرش او قاسم-جومارت توکایوف پر ملاتړ پرانیستل شو، چې موخه یې په منځنۍ آسیا کې پر اوږدمهاله لومړیتوبونو تمرکز دی.
په ټولیزه توګه دا بدلونونه له افغانستان سره د تدریجي او منظم تعامل پر لوري د چلند بدلون پر ګوته کوي او ښیي، چې نور دا هېواد د ګواښونو سرچینه نه، بلکې د فرصتونو د ځای په توګه لیدل کیږي.
-
نړۍ4 days agoد هائیټي په تاریخي کلا کې د ګڼې ګوڼې له کبله مرګ او ژوبله رامنځته شوې
-
تازه خبرونه4 days agoپه هرات کې پر ملکي وګړو د مرګوني برید په اړه نړیوال غبـــرګونونــه راڅــرګند شول
-
سیمه ییز خبرونه3 days agoامریکا د ایران سمندري بندرونو ته د بېړیو پر تګ راتګ بندیز ولګاوه
-
نړۍ2 days agoایران د هوکړې غوښتونکی دی؛ خو اټومي اختلافات یې خنډ شوي – ټرمپ
-
روغتيا4 days agoد روان کال د ګوزڼ واکسین لومړی ملي کمپاین پیل شو
-
تازه خبرونه5 days agoپه اسلام آباد کې د ایران او امریکا ترمنځ خبرې اترې پیل شوې
-
نړۍ3 days agoد منځني ختیځ جګړه د نړۍ اقتصاد ته ګواښ دی
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoد ایران او امریکا خبرې له ۴۰ ورځنۍ تحمیلي جګړې وروسته هم هوکړې ته ونه رسېدې
