تازه خبرونه

د هرات د زلزلې له ۹۰ سلنې ډېر ځاني زیانمن ښځې او ماشومان دي – یونیسف

Published

on

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې د هرات زلزلې له ۹۰ سلنې ډېر قربانیان ښځې او ماشومان دي.

په هرات کې له تېرو څو ورځو راپدیخوا د زلزلو له کبله درنده مرګ و ژوبله او ویجاړی رامنځته شوی دی.

د زلزلې پر مهال ښځې او ماشومان په کورنو کې ول؛ خو زیاتره نرینه د کار لپاره له کورونو وتلي وه.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق ویلي، چې د افغانستان په لویدیځ کې د تېرې شنبې د ورځې د ۶.۳ درجې زلزلې ډېر قربانیان ښځې او ماشومان دي.   

د دغو زلزلو د ټپیانو د مرستې لپاره عملیات روان دي او د ژغورنې عملیات اوس هم پای ته نه‌دي رسېدلي؛ ځکه د نړیوالو سازمانونو د وروستي راپور له مخې اوس هم سلګونه کسان لادرکه دي.

ملګري ملتونه په افغانستان کې د مالي سرچینو کموالی په هرات کې له زلزله ځپلیو سره د مرستو د ځنډ لامل ګڼي.

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ویاند ستیفن دوجاریک وایي: زه ویلی شم، چې یو څه مرستې وېشل شوې دي؛ خو دا کافي نه‌ده. که تاسې زیانمن شوي یاست، هیڅ ډول چټکې مرستې رسیدلي نه‌شي او د مرستې رسولو اوسنی وضعیت ستونزمن دی. مونږ نړیوال کارمندان لرو او دوی اوس هم ارزونه کوي، چې له نورو هېوادونو څه ترلاسه کولی شي! مونږ دا مهال کافي بودیجه نه‌لرو او مرستې ته اړتیا لرو.

د نړۍ د کاتولیکانو مشر پاپ فرانسس هم له هېوادونو او مرستندویانو غوښتي، چې د هرات له زلزله ځپلیو سره مرستې وکړي.

د نړۍ د کاتولیکانو مشر پاپ فرانسیس وایي: زه ټولو نیکو خلکو ته بلنه ورکوم، چې د افغانستان له زلزله ځپلیو خلکو سره مرسته وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې ملګرو ملتونو ویلي؛ په هرات ولایت کې د چارشنبې ورځې زلزلې په نویو ټکانونو کې د ۱۴۰ کسانو پر ټپي‌کیدو سربیره ۱۱۰ نور کلي هم زیانمن شوي او په ګلران او انجیل ولسوالیو کې یو شمیر کورونه هم ویجاړ شوي دي. په هرات کې د زلزلې له کبله ۱۷ زره کسان زیامن شوي دي.

Trending

Exit mobile version