تازه خبرونه
د هرات په زلزله ځپلیو سيمو کې کورنۍ د روغتیایي اسانتیاوو له نهشتوالي اندېښمن دي
د هرات ولایت په ټولو زيانمنو کليو کې روغتيايي ډلې روغتیایي خدمتونه وړاندې کوي؛ خو په زلزله ځپلیو سيمو کې يو شمېر زيانمن شوي کسان وايي، چې اسانتياوې کافي نهدي او روغتيايي ډلې نهشي کولى، چې بنسټیز خدمتونه وړاندې کړي.
دا مهال د سړې هوا له کبله ډېر ماشومان پر موسمي ناروغیو اخته کېږي؛ خو په زلزله ځپلیو سیمو کې یو شمېر داکتران وايي، چې په دې سیمو کې کافي اسانتیاوې لري او ټول روغتیايي خدمات ورته وړاندې کېږي.
یوه اوونۍ کېږي، چې ابراهیم له روغتونه رخصت شوی؛ خو اوس هم دلته تر خیمې لاندې له درده کړیږي. ده د هرات په زلزله کې خپل درې وروڼه له لاسه ورکړي او پخپله هم سخت ټپي شوی او درملنه يې اوس هم بشپړه شوې نهده.
د هرات د زنده جان ولسوالۍ اوسېدونکی ابراهیم وايي: یوه اوونۍ کېږي، چې مونږ له روغتونه وتلی یم. هغو راته وویل، چې ستاسو په خیمو کې به ستاسې درملنه کېږي او داکتر به تاسې ته هر هغه څه درکړي، چې اړتیا ورته لرئ.
د هرات د زنده جان ولسوالۍ اوسېدونکې مريم وايي: مونږ غواړو، چې ناروغ ته مو پاملرنه وشي؛ ځکه زمونږ د يوه ناروغ لاس او پښه کار نهکوي.
په ټولو زلزله ځپلیو سيمو کې طبي ډلې موجود دي؛ د دولتي رضاکارو ډلو تر څنګ نړيوالو ادارو هم خپل طبي همکاران زيانمنو سيمو ته رسولي دي.
داکتران وايي؛ ټول هغه ټپيان، چې په حوزوي روغتون کې بستر شوي وه؛ اوس دلته تر خیمو لاندې یې درملنه روانه ده.
د هرات د زنده جان ولسوالۍ په زلزله ځپلیو سيمو کې د يوې طبي ډلې مشر احمدجان رحيمي وايي: له هغه وخته، چې مونږ دلته راغلي يوو؛ ټول ټپيان په روغتون کې ول، خو اوس يې ټپيان له روغتونه رخصت کړي او په خپلو خیمو کې تر درملنې لاندې دي.
يو شمېر زيانمنې شوې کورنۍ وايي، چې په يادو سيمو کې کافي اسانتياوې او درمل نشته او اړ دي، چې خپل ناروغان مرکزي روغتونونو ته ولېږدوي.
د هرات د زنده جان ولسوالۍ اوسېدونکی فقیر احمد وايي: زما زوی دلته تر خیمې لاندې ناروغ دی؛ هیڅوک درمل نهورکوي، یوازې یو پاکت ګولۍ ورکوي او دا کار هېڅ ګټه نه کوي. مجبوره یوو، چې خپل زوی ښار ته د درملنې لپاره ولېږدوو.
اوسمهال د ښځو او نرينهوو د څانګو روغتيايي رضاکارې ډلې په زلزله ځپلیو سيمو کې خدمت کوي. ان ارواپوهان هم د رواني ناروغانو د مشورې او درملنې په برخه کې کار کوي.
مرضیه ابراهیمي، روغتیایي رضاکاره وايي: زه پخپله واکسین کوونکې یم؛ زه د واکسین په څانګه کې کار کوم او هغه واکسینونه، چې مونږ یې دلته تطبیقوو هغه واکسینونه دي، چې د ښار په کلینکونو کې هم پلي کیږي.
ارواپوه محمد الیاس خیرخواه وايي: مونږ خیمې له نږدې ګورو او خلکو ته بلنه ورکوو او هڅوو یې، چې راشي او په غونډو کې ګډون وکړي او د رواني مشورې له اصولو څخه کار واخلي.
د سړې هوا له رارسېدو سره د اغېزمنو کورنیو ترمنځ موسمي ناروغۍ زیاتې شوي؛ داکتران وايي، چې په دغو روغتیايي مرکزونو کې د ډېرو ناروغانو درملنه کېږي.
تازه خبرونه
افغانان باید د یو کس د جرم بیه پرې نکړي – د بوش بنسټ
تېره میاشت په واشنګټن ډي سي کې د ملي ګارډ پر دوه غړو له ډزو وروسته یو افغان وګړی، چې پخوا یې د امریکایي ځواکونو د مرکزي استخباراتو ادارې (سي آی اې) سره کار کاوه او روان کال یې پناهغوښتنه منل شوې؛ تورن کړ او د ټرمپ ادارې د افغانستان په ګډون د ۱۸ نورو هېوادونو د مهاجرتي غوښتنلیکونو ارزول وځنډاول او د سفر له بندیز سره مخ کړل.
د جورج ډبلیو بوش بنسټ د ډونالډ ټرمپ ادارې د کډوالۍ پر نوې پالیسۍ د نیوکې تر څنګ ټینګار کړی، چې افغانان او د نورو هېوادونو وګړي باید د “یو کس د وحشتناک جرم” له کبله د قانوني کډوالۍ له حقونو بې برخې نشي.
تېره میاشت په واشنګټن ډي سي کې د ملي ګارډ پر دوه غړو له ډزو وروسته یو افغان وګړی، چې پخوا یې د امریکایي ځواکونو د مرکزي استخباراتو ادارې (سي آی اې) سره کار کاوه او روان کال یې پناهغوښتنه منل شوې؛ تورن کړ او د ټرمپ ادارې د افغانستان په ګډون د ۱۸ نورو هېوادونو د مهاجرتي غوښتنلیکونو ارزول وځنډاول او د سفر له بندیز سره مخ کړل.
د جورج ډبلیو بوش بنسټ د جمعې پر ورځ په ټولنیزو رسنیو کې ولیکل: “د یو کس کړنو، چې د وحشتناک جرم په ترسره کولو تورن دی تر دې دمه د افغانستان په ګډون د ۱۸ هېوادونو د وګړو د کډوالۍ د غوښتنلیکونو قانوني بهیر ګډوډ کړ. “افغانان په کور او متحده ایالاتو کې د نامعلوم راتلونکي سره مخ دي. مونږ نشو کولی، چې د یو کس د جرم له کبله ټولو افغانانو او د نورو هېوادونو مهاجرینو ته شا واړوو.”
دې بنسټ زیاته کړې: د ټولو هغو افغانانو د پر نښه کولو پر ځای، چې په قانوني توګه په امریکا کې ژوند کوي یا د سفر کولو نیت لري؛ غوره شوي مشران باید وارزوي، چې آیا د دې پېښې مخنیوی کېدی شو او که نه.
د بوش بنسټ دا ټینګار هم کړی؛ امریکا باید د هغو افغانانو ملاتړ وکړي، چې “په تېرو دوه لسیزو کې یې له افغانستان سره پر کار کولو یې د ښه راتلونکي جوړولو لپاره خپل ژوند په خطر کې اچولی “ځکه، نو دا اشخاص “باید د یو کس د جرم بار پر غاړه وانخلي.”
د دې دریځ په ځواب کې مایک ډیوس، چې ټرمپ ته نږدې کس او د حقوقي چارو او قضایي ګومارنو په اړه د هغه لوړ پوړی سلاکار دی؛ د جورج ډبلیو بوش د خبرو په اړه ویلي: پخوانی ولسمشر باید له ښکاره نیوکو ډډه وکړي او ډګر اوسني ولسمشر ته پریږدي.
دغه راز د ټرمپ ادارې د کورني امنیت سلاکار او د سپینې ماڼۍ مرستیال سټیفن میلر د دغو څرګندونو په اړه هم غږ پورته کړی او وایي: “لکه څنګه، چې امریکایان د کریسمس لپاره چمتووالی نیسي؛ د جورج ډبلیو بوش بنسټ د نړۍ له خطرناکو هېوادونو څخه د بې محدوده مهاجرت د بېړنۍ اړتیا په اړه خبرې کوي. په داسې حال کې، چې ځینې دا کډوال ممکن مونږ ته زیان ورسوي.”
دا لفظي شخړه په داسې حال کې راپورته شوې، چې د امریکا د مهاجرت پالیسي یو ځل بیا په دې هېواد کې یوه توده او جنجالي سیاسي مسله ګرځېدلې ده.
تازه خبرونه
ایران ته د ناقانونه تېرېدا پر مهال درې افغان کډوال له سختې یخنۍ مړه شول
د افغانستان یوه امنیتي چارواکي د شنبې پر ورځ د فرانسې خبري سرچینې ته ویلي، چې دغه کسان د افغانستان–ایران له پولې څخه د اوښتو پر مهال د سړې هوا له کبله مړه شوي دي.
سیمهییزې سرچینې ویلي، چې درې افغان کډوال په هرات ولایت کې د سختې سړې هوا له کبله هغه مهال خپل ژوند له لاسه ورکړ، چې غوښتل یې په ناقانونه بڼه ایران ته واوړي.
د افغانستان یوه امنیتي چارواکي د شنبې پر ورځ د فرانسې خبري سرچینې ته ویلي، چې دغه کسان د افغانستان–ایران له پولې څخه د اوښتو پر مهال د سړې هوا له کبله مړه شوي دي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ په همدې سیمه کې یو شپون هم د غرني کهسان په اړوند سیمه کې د سړې هوا له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د یادې سرچینې د څرګندونو له مخې: دغه کډوال د هغې ډلې برخه ول، چې د چارشنبې پر ورځ یې غوښتل ایران ته واوړي؛ خو د افغانستان سرحدي ځواکونو ودرول.
دغه راز زیاته شوې، چې د لټون عملیات هماغه شپه پیل شول او د قربانیانو جسدونه د پنجشنبې پر ورځ وموندل شول.
دغه راز د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ (UNHCR) نوې شمېرې ښيي، چې د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ له میاشتې څخه د نومبر تر پای پورې له ۱.۸ میلیون زیات افغانان د ایراني چارواکو لهخوا افغانستان ته شړل شوي دي.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ خبرداری ورکړی، چې دا پراخې ستنېدنې په سختو شرایطو کې د افغانستان پر محدودو سرچینو او خدماتو دروند فشار راوړي او د بیاځلي بېځایه کېدو خطر زیاتوي، چې ایران او پاکستان ته د کډوالو بېرته تګ هم رانغاړي.
همدارنګه د بښنې نړیوالې ټولنې د نړۍ له هېوادونو غوښتي؛ افغانستان ته دې د افغانانو د جبري ستنولو بهیر ودروي او خبرداری یې ورکړی، چې ستنېدونکي « د جدي زیانونو له واقعي خطر» سره مخ دي.
افغانستان، چې په وروستیو میاشتو کې د دوه سترو زلزلو شاهد و او د اقلیمي بدلونونو له کبله هم سخت زیانمن شوی؛ له ګڼو اقتصادي او بشري ستونزو سره مخ او تر نړیوالو بندیزونو لاندې پاتې هېواد دی.
تازه خبرونه
نړۍ دې د بندیزونو او فشارونو پر ځای اقتصادي اړیکې پراخې کړي – ملابرادر
اقتصادي مرستیالۍ په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې ملا برادر دا څرګندونې د شنبې پر ورځ( د لیندۍ نههویشتمه) په بلخ ولایت کې د یو سوداګریز بازار د پرانیستې په مراسمو کې د وینا پر مهال وکړې.
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د سیمې او نړۍ له هېوادونو وغوښتل، چې د نااړینو بندیزونو او فشارونو پر ځای دې له اسلامي امارت سره خپلې اقتصادي اړیکې نرمې او پراخې کړي.
اقتصادي مرستیالۍ په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې ملا برادر دا څرګندونې د شنبې پر ورځ( د لیندۍ نههویشتمه) په بلخ ولایت کې د یو سوداګریز بازار د پرانیستې په مراسمو کې د وینا پر مهال وکړې.
برادر زیاته کړې، چې په سیمه کې یو سوکاله او پیاوړی افغانستان د نورو هېوادونو پر زیان ندی، بلکې د نورو هېوادونو د سوکالۍ او په سوداګریزې پیاوړتیا کې مرسته کوي.
هغه وایي: “اسلامي امارت د سیمهییزې او نړیوالې ملګرتیا په ډګر کې په پراخ سیمهییز اقتصادي او سیاسي اصل باور لري؛ خو، چې د لویو ارزښتونو او بنسټیزو اصولو لپاره متقابل درناوی وي.”
هغه ټینګار کړی، چې له خصوصي سکټور سره د اسلامي امارت تعامل د لویو او اوږدمهاله پروژو په برخه کې، چې د عامه او خصوصي مشارکت یا نورو قراردادونو پر بنسټ رامنځته شوي؛ دا روښانه پیغام لري، چې په افغانستان کې د کورنۍ او بهرنۍ پانګونې لپاره زمینه مساعده ده او هرڅوک کولی شي له دې فرصت څخه ګټه پورته کړي.
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoپاکستان د غزې د ثبات په پلان کې د ګډون غوښتنې له ننګونې سره مخ کړ
-
تازه خبرونه3 days agoهند یو ځل بیا د افغانستان له روغتیایي برخې څخه د ملاتړ ډاډ څرګند کړ
-
تازه خبرونه3 days agoپه بدخشان کې د چینایي وګړو د شکمنو وژونکو پر ځاله افغان ځواکونو پرېکنده برید کړی
-
تازه خبرونه4 days agoد افغان کډوالو جبري ستنېدا دې ودرول شي
-
تازه خبرونه4 days agoد افغان ښځو کاري بندیزونو مو بشري مرستې له خطر سره مخ کړي- م.م
-
تازه خبرونه4 days agoعلماء دې خلکو ته د اسلامي نظام او ملي ګټو پر ساتلو ټینګار وکړي – ملا برادر
-
روغتيا3 days agoافغانستان په سنتي طب کې د هند همکارۍ وغوښته
-
تازه خبرونه5 days agoد قرغزستان لوړ پوړی پلاوی کابل ته راورسېد
