روغتيا

د ووهان له لابراتواره د کرونا د خپرېدو اسناد تر لاسه نه‌شول – د امریکا استخبارات

Published

on

د امریکا استخباراتو یو راپور، چې د جمعې پر ورځ خپور شوی څرګندوي، چې استخباراتي ادارو یې په چین کې د ووهان له ویروس پېژندنې انستیتیوت څخه د کرونا ویروس د خپرېدو په اړه هیڅ راز شواهد نه‌دي موندلي.

د رویترز د څرګندونو له مخې: په دې څلور مخیز راپور کې راغلي، چې د امریکا استخباراتي ادارې اوس هم دا احتمال ، چې کرونا ویروس دې له لابراتوار څخه راوتلی ‌وي؛ نه‌ردوي، خو تر اوسه توانیدلي نه‌دي، چې اصلي ځای یې ومومي.

په راپور دا هم راغلي: د امریکا مرکزي استخبارات او یوه بله اداره تر دې دمه بریالي شوي نه‌دي، چې د کرونا ویروس سرچینه وپېژني او دواړه فرضیې (لابراتوار او طبیعي ) پر اړینو انګیرنو تکیه کوي او دواړه له ننګونو او متضادو راپورونو سره مخ دي.

د امریکا استخباراتي ادارو په ډاګه کړی، چې د ووهان په انستیتوت کې د کرونا ویروس په اړه پراخ کار شوی؛ خو دغه بنسټ داسې اسناد او شواهد نه‌دي موندلي، چې د کرونا ویروس د خپرېدو لامل دې کومه ځانګړې پېښه وي.

د ۲۰۱۹ ز. کال په وروستیو کې د چین له ووهان څخه د کرونا ویرس د لومړنۍ انساني پېښې راپور خپور شو، چې له همغه وخته د دې ناروغې سرچینه په امریکا کې د بحث توده موضوع ګرزېدلې ده.

Trending

Exit mobile version