تازه خبرونه
د ټوکیو المپیک لوبو لغو کول مو یو غوراوی دی – چارواکي

رویټرز د جاپاني چارواکو د څرګندونو له مخې په ډاګه کړې، چې د ټوکیو المپیک لوبو لغو کول د کرونا ویروس د څلورمې څپې د خپریدو د مخنیوي لپاره یو غوراوی دی.
د لیبرال ډیموکراټ ګوند عمومي منشي توشي هیرو نیکای ویلي؛ که ترسره کول یې ناشوني ښکاري؛ نو مونږ به یې ودروو.
هغه زیاته کړې، که کرونا ویروس خپریږي بیا؛ نو د دې لوبو لغوه کول یو غوراوی دی.
نوموړي زیاته کړې؛ که اولمپیک کرونا ویروس خپور کړي، نو بیا المپیک د څه لپاره دی؟
له دې مخکې هم څو سپورټي لوبې د کرونا ویروس د خپرېدو له وېرې ځنډېدلي او یا له نړیوالو لیدونکو پرته ترسره شوي دي.
د راپور له مخې؛ دا لوبې به د جولای پر ۲۳ ترسره شي او حکومت هم ورته اړینې هڅې پیل کړې دي.
جاپاني چارواکي تارو کنو رویټرز ته څرګنده کړې: مونږ به دا لوبې په هغه توګه تر سره کړو، چې امکان لري؛ دا لوبې ښایي له نړیوالو نندارچیانو پرته ترسره شي.
تر دې دمه د اولمپیک چارواکو او د ټوکیو ملي المپیک کمېټې رسنیو ته څه ندي ویلي.
تازه خبرونه
په هند کې د افغانستان سفارت رسماً خپل فعالیتونه وځنډول

په هند کې د افغانستان سفارت اعلان کړی، چې د کوربه حکومت د نه ملاتړ له کبله به له یکشنبې ( د تلې ۹ / د اکتوبر لومړۍ) څخه د دغه سفارت فعالیتونه ودرول شي.
یاد سفارت د شنبې پر ورځ په یوه اعلامیه کې څرګنده کړې، چې دوی د افغانستان او خپلو اتباعو د ګټو د خوندي کولو لپاره د اړتیاوو او غوښتنو په پوره کولو کې خپلې نیمګړتیاوې مني، چې لامل یې په هند کې د دیپلوماټیک ملاتړ او په کابل کې د قانوني فعال حکومت نهشتوالی دی.
سربېره پر دې دا سفارت د پرسونل او منابعو کمښت د تړل کیدو لامل بولي.
په هند کې د افغانستان سفارت ویلي، چې افغان وګړیو ته به د قونسلګرۍ عاجل خدمتونه تر هغې روان وي، چې استازیتوب یې کوربه هېواد ته نه وي سپارل شوی.
سفارت هم د دیپلوماتیکو کارکوونکیو تر منځ د شخړو یا داخلي شخړو تورونه رد کړي دي.
د دغه سفارت په اعلاميه کې دا هم راغلي، چې په هند کې د افغانستان د کونسلګرۍ فعاليتونه، چې په خپلواکه توګه ترسره کېږي، د ديپلوماتيک ماموريت له اصولو سره په ټکر کې دي.
تازه خبرونه
افغان میرمنو ته د زدهکړو او کار امکانات برابر کړئ – رینا امیري

د افغانستان د ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري ټینګار کړی، چې نړیواله ټولنه باید د اسلامي امارت د محدودیتونو د مخنیوي لپاره ښځو ته د زدهکړو، تحصیلي بورسونو او کار زمینه برابره کړي.
رینا امیري د شنبې پر ورځ په ایکس چینل کې له خپلو همکارانو او افغان فعالانو سره د تېرې میاشتې د لیدنو په اړه څرګنده کړې، چې ښايي په افغانستان کې د “ویجاړونکي” وضعیت د ښه کولو لپاره لارې چارې توپیر ولري؛ خو هغه کسان، چې د بشري حقونو د خوندیتوب په لټه کې دي باید مدني فضا رامنځته کړي. خبرې اترې او زغم، چې دوی یې هیله لري په افغانستان کې رامنځته او وځلوي.
هغې څرګنده کړې: مونږ باید په ټولیزه توګه طالبانو (اسلامي امارت) ته دا روښانه کړو، چې که څه هم مونږ د ویجاړونکي وضعیت د ښه کولو هڅه کوو؛ خو د روان حالت په ښه کېدو کې به پرمختګ تر هغې رانهشي، چې هغوی د افغانانو حقونو ته درناوی ونهکړي.
نوموړې زیاته کړې: مونږ باید د افغانانو په ځانګړي توګه له ښځو څخه د ملاتړ په برخه کې خپل بیانونه د طالبانو (اسلامي امارت) له افراطي او ظالمانه کړنو سره د مقابلې لپاره د زدهکړو، تحصیلي بورسونو، کار او نورو وسایلو د برابرولو لپاره، چې له زمونږ له غوښتنو سره مطابقت ولري؛ پخپلو سرچینو سمبال کړو.
رینا اميري ويلي، چې د ملګرو ملتونو په عمومي ناسته کې څو لوړپوړې ناستې ترسره شوې، چې يوه يې په افغانستان کې د ښځو د حقونو په اړه د وزيرانو پر کچه غونډه وه.
هغه وایي؛ پیغام مو روښانه دی: که طالبان (اسلامي امارت) د افغانانو حقونو ته درناوی ونهکړي او د ټولنې نیمايي وګړي حذف کړي؛ د نړیوالې ټولنې د یوې برخې کیدو تمه هم نهشي کولی.
دغه راز څرګندوي، چې د ملګرو ملتونو د عمومي ناستې په څنډه کې یې د مسلمانو هېوادونو له استازو سره په کتنه کې هوکړه کړې، چې د طالبانو (اسلامي امارت) ظالمانه تګلارې په ځانګړي توګه د ښځو او نجونو پر وړاندې؛ د افغانستان او نړۍ لپاره ویجاړوونکې او ښې نهدي.
هغې زیاته کړې: مونږ هوکړه وکړه، چې باید د افغانستان د ښځو او نجونو په اړه نړیوال پیوستون وساتو او د دیپلوماتیکو او کوټلو هڅو له لارې په افغانستان کې دننه او بهر له افغان میرمنو او نجونو ملاتړ روان وساتو.
دا په داسې حال کې ده، چې اسلامي امارت د شریعت په چوکاټ کې د ښځو د تعلیم او کار کولو د حقونو په ګډون د بشري حقونو درناوي ته خپله ژمنتیا تل ښکاره کړې ده.
تازه خبرونه
په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت په جوړولو کې پرمختګ نهدی شوی – اعلامیه

د روسیې په کازان ښار کې د مسکو غونډې ګډونوالو په یوه اعلامیه کې څرګنده کړې؛ په افغانستان کې یو داسې رښتینی ټولګډونه حکومت رامنځته شوی نهدی، چې د هېواد د ټولو توکمونو او سیاسي ډلو ګټې وځلوي.
په دې اعلاميه کې، چې د روسيې بهرنيو چارو وزارت خپره کړې راغلي: د کابل په اداره کې د بېلابېلو افغان توکمونو د انفرادي استازو له ټاکل کېدو سره – سره ګوندي سياسي کثرت نهليدل کیږي.
دوی له اسلامي امارت څخه غوښتنه کړې، چې د سولې بهیر د بشپړېدو او له پراخو، هراړخیزو، ځوابویونکیو او مسوولو بنسټونو سره د متوازن حکومت د رامنځته کولو لپاره د سیاسي او قومي ډلو له استازو سره عملي او پایله لرونکې خبرې اترې وکړي.
د دې غونډې ګډونوالو په افغانستان کې د کار، زدهکړې او عدالت د مساوي حقونو په ګډون د جنسیت، توکم او مذهب له تبعیض پرته د بنسټیزو حقونو او آزادیو د درناوي په اړه خبرې وشوې او د ښځو د کار او د نجونو د زدهکړې پر محدودیتونو یې د اندېښنې ترڅنګ ټینګار هم څرګند کړ.
دوی له اسلامي امارته وغوښتل، چې په ښوونځیو کې د نړیوالو معیارونو سره سم عصري زدهکړې اجازه ور کړي.
د دې غونډې ګډونوالو د داعش په ګډون د ترهګرو ډلو د فعالیتونو د زیاتوالي له کبله په افغانستان کې د سخت امنیتي وضعیت په اړه هم اندېښنه څرګنده کړه.
دوی د داعش پر وړاندې د جدي مبارزې له کبله د اوسني افغان چارواکو ستاینه وکړه او له هغوی یې وغوښتل، چې د نورو ترهګرو ډلو پر وړاندې هم همداسې وکړي.
دوی د افغانستان له اوسنیو چارواکو وغوښتل، چې په افغانستان کې د هر ډول ترهګرو ډلو د ځالې د له منځه وړلو او مخنیوي لپاره هڅې وکړي او د سیمې هېوادونو ته یې د خپرېدو مخه ونیسي.
د غونډې برخهوالو دغه راز په افغانستان کې د کوکنارو د کښت د کمښت په اړه د اوسنيو افغان مقاماتو د برياليو هڅو ستاینه کړې او د هغو راپورونو په اړه، چې د صنعتي نشهيي توکو د توليد په ګډون د نشهيي توکو زیاتوالی ښیي؛ پر مبارزه ټینګار څرګند کړی دی.
د اعلامیې پر بنسټ، د غونډې اکثرو ګډونوالو ویلي؛ له سیمې بهر له هېوادونو سره همکاري هغه مهال ممکنه ده، چې د امریکا په مشرۍ لویدیځ ائتلاف د افغانستان د شل کلنې جګړې د ویجاړیو د بیارغونې مسوولیت پر غاړه واخلي او د افغانستان ملي شتمنۍ آزادې او خپل یو اړخیز بندیزونه لرې کړي.
دوی همداراز د ګډو ګټو پر موضوعاتو د بحث لپاره د سیمه ییزو اړیکو ډلې د جوړولو له لارې د افغانستان په اړه د سیمه ییزو همکاریو د پیاوړتیا لپاره د ایران وړاندیز ته هم نغوته وکړه.
د افغانستان په اړه د مسکو مشورتي ناسته د جمعې پر ورځ د چین، هند، ایران، قزاقستان، قرغزستان، پاکستان، روسیې، ترکمنستان او ازبکستان د ځانګړيو استازو او لوړ پوړیو چارواکو پر کچه جوړه شوه. په دې کتنه کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي هم حضور درلود. په دې مراسمو کې د سعودي عربستان، قطر، عربي متحده اماراتو او ترکیې استازو د معززو میلمنو په توګه حضور درلود.
-
لوبی3 days ago
نوین الحق د کرکت له پنځوس اوریزو لوبو ګوښه شو
-
سوداگري4 days ago
د افغانستان او قزاقستان د خصوصي سکتور دوه اړخیزه ناسته ترسره شوه
-
تازه خبرونه3 days ago
په نیمروز ګمرک کې د دوه ټنو ایراني پلاستیکي بوجیو د قاچاق مخه ونیول شوه
-
تازه خبرونه4 days ago
مغرضو کړیو د ملګرو ملتونو ټولنه یرغمل کړې او زمونږ پر ضد کارول کېږي – ذبیح الله مجاهد
-
تازه خبرونه4 days ago
پاکستان له یو میلیون ډېر ناقانونه افغان کډوال وباسي
-
تازه خبرونه3 days ago
د افغانستان د خواړو او درملو ملي ادارې چارسمبالی ایران ته ولاړ
-
نړۍ4 days ago
په عراق کې اورلګېدنې له ۱۰۰ ډېر کسان مړه او ۱۵۰ نور ټپیان کړل
-
تازه خبرونه4 days ago
په افغانستان کې د ښځو له پامه غورزولو د نړیوال تعامل مخه نیولې