تازه خبرونه

د پاکستان حکومت او پولیسو راسره سخت ناوړه چلند کړی – شړل شوي افغان کډوال

Published

on

(Last Updated On: لړم ۸, ۱۴۰۲)

له پاکستان څخه پر جبر را شړل شوي افغان کډوال، چې د سپین بولدک له لارې هېواد ته راستانه شوي؛ د پاکستان حکومت له ناوړه چلنده سرټکوي او وايي: د دوي ټولې شتمنۍ ترې اخیستل شوي او په ډېر بد وضيعت يې ايستلي دي.

دوی وايي، چې پولیسو یې ټولې پیسې او شتمنې ترې اخیستي او لوټ کړي یې دي.

راشړل شوي کډوال په ډېر ناوړه حالت کې دي.

ښځې او ماشومان تر ډېر ناوړه او خواشینوونکی وضعیت لري.

 راستانه شوي کډوال د ملګرو ملتونو له مرسته کوونکیو ادارو غواړي، چې له دوی سره مرستې وکړي.

په بولدک د راستانه شويو د ثبت او راجستر مسوولينو څرګنده کړې؛ په تېرو ۴۰ ورځو کې د بولدک له لارې ۴۶۰۰ کورنې له پاکستان څخه هېواد ته راغلي، چې شمېر يې ۳۰ زره کسانوته رسيږي.

 د مسولينو په وينا راستانه شوي افغانان ښځې او ماشومان په ډېر بد وضيعت سره خپلې خاورې ته ستنیږي

په سپین بولدک کې د راستنيدونکو د ثبت او راجستر مدير عبدالطيف حکيمي وايي؛ د بېړني حالت له پيله تر دې دمه ۴۶۰۰ کورنې د سپين بولدک له لارې هېواد ته راستنې  شوي، چې شمېر يې ۳۰ زره کسانو ته رسيږي.

نوموړی هم د افغان کډوالو وضيعت د اندېښنې وړ بولي او وایي، چې د پاکستان لخوا دا کړنه د مهاجرت د نړیوالو قوانينو ښکاره سرغړونه ده .

افغان کډوال، چې ښځې او ماشومان هم په کې دي؛ د ديورند فرضی کرښې هغې غاړې ته پر ساعتونو – ساعتونو د پاکستان حکومت له لوري ځنډيږي او د شپې یې د افغانستان خاورې ته رااړوي. که څه هم د افغان کډوالو د جبري ایستنې لپاره ټاکل شوي ضرب الاجل ته دوه نورې ورځې پاتې دي؛ خو راپورونه ښیي، چې پاکستاني پولیسو وار د مخه د افغان کډوالو پر نیولو او د هغو د مالونو پر لوټ او تالان لاس پورې کړی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان کرکت ملي لوبډلې لوبغاړي ابراهیم ځدراڼ د نړیوال جام په سیالیو کې د پاکستان پر وړاندې له بریا وروسته له پاکستان څخه ایستل شویو افغان کډوالو ته د ( ډګر سړي ) جایزه ډالۍ کړې ده.

Trending

Exit mobile version