تازه خبرونه
د پاکستان د پوځ د ویاند څرګندونې مسوولانه ندي
ذبیحالله مجاهد په ایکس پاڼه کې لیکلي؛ اسلامي امارت د دا ډول غیرمسوولانه او پاروونکو څرګندونو سخت غندنه کوي او د پاکستان له اړوند بنسټونو غواړي، چې د افغانستان په اړه له رسمي دریځونو د وتلو او غیرمنطقي تبلیغاتو پر ځای د خپلو کورنیو ستونزو د حل لپاره تمرکز وکړي.
د اسلامي امارت د پاکستان د پوځ د ویاند وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي، هغه څرګندونې، چې د یوې خبري ناستې پر مهال د افغانستان د حکومتي او ټولنیز جوړښت په اړه شوې؛ نه یوازې له واقعیت سره کوم تړاو نلري، بلکې د یوه مسوول پوځ له دریځ او معیارونو سره هم ښکاره ټکر لري.
ذبیحالله مجاهد په ایکس پاڼه کې لیکلي؛ اسلامي امارت د دا ډول غیرمسوولانه او پاروونکو څرګندونو سخت غندنه کوي او د پاکستان له اړوند بنسټونو غواړي، چې د افغانستان په اړه له رسمي دریځونو د وتلو او غیرمنطقي تبلیغاتو پر ځای د خپلو کورنیو ستونزو د حل لپاره تمرکز وکړي.
د مجاهد د څرګندونو له مخې؛ افغانستان یو خپلواک او باثباته هېواد دی، چې ځواکمن امنیتي جوړښت او رهبري لري او پر ټولې خاورې یې بشپړ حاکمیت ټینګ دی.
هغه زیاته کړې: « مونږ په ښکاره ټینګار کوو، چې د افغانستان په کورنیو چارو کې هر ډول څرګندونې او د ګواښ ژبې کارول د افغانستان ملت ته د منلو وړ ندي.»
نوموړي ټینګار کړی، چې اسلامي امارت د پاکستان له اړوند بنسټونو څخه د دواړو لوریو ترمنځ د اړیکو حساسیت ته پر کتو مسوولانه چلند وکړي او سنجول شوې او محتاطه وینا خپله کړي.
د پاکستان د پوځ ویاند احمد شریف چودري د سېشنبې پر ورځ( د مرغومي شپاړلسمه) په یوه خبري ناسته کې ویلي، چې په ۲۰۲۵ کال کې پاکستان امنیتي مسایلو په ځانګړي توګه د ترهګرۍ پر ضد مبارزې ته ډېر پام رااړولی و.
هغه د امریکا او اسلامي امارت ترمنځ د دوحې هوکړې ته په نغوته کې ویلي، چې په دې هوکړه کې ټینګار شوی، چې د افغانستان خاوره باید د ترهګرۍ لپاره ونهکارول شي؛ خو د ده پر وینا، دا مهال په افغانستان کې ترهګرې ډلې او منع شوي بنسټونه حضور لري.
دا په داسې حال کې ده، چې اسلامي امارت پر ځلونو د افغانستان په خاوره کې د ترهګرو ډلو شتون رد کړی دی.
تازه خبرونه
د اسلامي امارت رهبر د انرژۍ او کلیو د پراختیا وزیران بدل رابدل کړل
همدارنګه د ټولګټو چارو وزارت مالي او اداري پخوانی مرستیال عبدالحق همکار د افغانستان برښنا شرکت د عمومي رییس په توګهاو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو چارو پخوانی مرستیال قاري محمد یونس رشید د ټولګټو چارو وزارت د مالي او اداري مرستیال په توګهټاکل شوي دي.
د اسلامي امارت ویاند څرګنده کړې، چې د انرژۍ او اوبو پخوانی وزیر عبداللطیف منصور د کلیو د پراختیا او بیارغونې او د کلیو د پراختیا او بیارغونې پخوانی وزیر محمد یونس آخوندزاده د انرژۍ او اوبو نوي وزیران ټاکل شوي دي.
همدارنګه د ټولګټو چارو وزارت مالي او اداري پخوانی مرستیال عبدالحق همکار د افغانستان برښنا شرکت د عمومي رییس په توګهاو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو چارو پخوانی مرستیال قاري محمد یونس رشید د ټولګټو چارو وزارت د مالي او اداري مرستیال په توګهټاکل شوي دي.
د افغانستان برښنا شرکت پخوانی عمومي رییس ډاکټر عبدالباري عمر؛ د بهرنیو چارو وزارت د تشریفاتو د رییس په توګه ټاکل شوی دی.
د یادونې ده، چې دغه ټاکنې د اسلامي امارت د رهبر د حکم له مخې رامنځته شوې دي.
تازه خبرونه
په افغانستان کې د ژغورنې نړیوالې کمیټې یو کارکوونکی د ټرافیکي پېښې له کبله مړ شو
د دې بنسټ د خبرپاڼې له مخې؛ په دې پېښه کې د آیآرسي دوه نور کارکوونکي هم سخت ټپیان شوي او د درملنې لپاره روغتون ته لېږدېدلي دي.
د ژغورنې نړیوالې کمیټې (آیآرسي) د خواشینۍ د وړاندې کولو تر څنګ په افغانستان کې د خپل یوه کارکوونکي مړینه تائید کړې او وایي، چې دې کارکوونکي د هرات ولایت د اسلامکلا په اړوند سیمه کې د دندې له ځایه د ستنېدا پر مهال د یوې ټرافیکي پېښې له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د دې بنسټ د خبرپاڼې له مخې؛ په دې پېښه کې د آیآرسي دوه نور کارکوونکي هم سخت ټپیان شوي او د درملنې لپاره روغتون ته لېږدېدلي دي.
د ژغورنې نړیوالې کمیټې ویلي، چې د لومړۍ کرښې کارکوونکي د دې بنسټ د ماموریت اساسي برخه جوړوي او اړمنو خلکو ته د رسېدا لپاره اړینې هڅې تر سره کوي. په ځانګړي توګه په افغانستان کې، چې ډېری خلک په لرو پرتو او ستونزمنو سیمو کې ژوند کوي.
دې بنسټ زیاته کړې؛ د وژل شوي کارکوونکي له کورنۍ، ټپیانو او د هغوی له کورنیو او همدارنګه له خپلې کاري ډلې سره په دې سختو او ستونزمنو شرایطو کې همکاريو او ملاتړ ته ولاړ دي.
د ژغورنې نړیواله کمیټې له ۱۹۸۸ میلادي کال راپدېخوا په افغانستان کې خپل فعالیتونه پیل کړي او دا مهال د هېواد په نهه ولایتونو کې له زرګونو کلیو سره همکاري لري. دا بنسټ په بېلابېلو برخو کې فعالیت کوي، چې د لومړنیو روغتیایي خدمتونو وړاندې کول، په کلیوالو سیمو کې د ښوونیزخوندي چاپېریال رامنځته کول، د نغدو مرستو وېشل، د بېړنیو سرپناوو برابرول، د څښاک اوبو او حفظالصحې خدمتونه وړاندې کول، د معیشتي فرصتونو رامنځته کول او د زیانمنو خلکو لپاره د ډاډ رامنځته کولو د پیاوړتیا پروګرامونه رانغاړي.
تازه خبرونه
افغان او عماني سیالانو د سوداګریزو او ټرانسپورټي همکاریو پر غځولو خبرې وکړې
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ امیرخان متقي د چارشنبې پر ورځ (د مرغومي اووهلسمه) د عمان سلطنت د بهرنیو چارو له وزیر بدر بن حمد البوسعیدي سره په ټلیفوني خبرو کې د دوه اړخیزو اړیکو پر زیاتېدا خبرې کړې دي.
د افغانستان بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي له خپل عماني سیال بدر بن حمد البوسعیدي سره په ټلیفوني خبرو کې د دوه اړخیزو اړیکو ترڅنګ، د سوداګریزو، ټرانزيټي او ټرانسپورټي همکاریو د غځولو پر لارو چارو خبرې کړې دي.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ امیرخان متقي د چارشنبې پر ورځ (د مرغومي اووهلسمه) د عمان سلطنت د بهرنیو چارو له وزیر بدر بن حمد البوسعیدي سره په ټلیفوني خبرو کې د دوه اړخیزو اړیکو پر زیاتېدا خبرې کړې دي.
امیر خان متقي عمان ته خپل وروستی سفر ګټور ګڼلی او د دواړو هېوادونو د پلاویو تبادله یې د همکارۍ د پراختیا په برخه کې اړینه بللی او خپل عماني سیال ته یې کابل ته د سفر بلنه ورکړه.
په خبرپاڼه کې راغلي؛ د عمان بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې په نږدې ورځو کې به د عمان د هوايي چلند تخنیکي پلاوی کابل ته سفر وکړي.
نوموړي دا هیله هم ښودلې، چې کابل ته د سفر پر مهال به د دوه اړخیزو همکاریو د پراختیا په اړه هر اړخیزې خبرې تر سره شي.
-
لوبی5 days agoډیزرټ وایپرز د لومړي ځل لپاره د شل اوریز نړیوال کرکټ لیګ اتلولي خپله کړه
-
نړۍ5 days agoد حکومت له همکارۍ پرته پر ونزویلا بل برید هم امکان لري – ټرمپ
-
سیمه ییز خبرونه5 days agoد ایران په اعتراضونو کې مرګ او نیول مخ پر دېرېدو دي
-
د هوا حالاتو بدلونونه4 days agoافغانستان به په سږنی ژمي کې د واورې او باران له کمښت سره مخ وي – ملګري ملتونه
-
تازه خبرونه5 days agoد ونزویلا ماموریت له عراق او افغانستان سره د پرتلې وړ ندی – مارکو روبیو
-
تازه خبرونه3 days agoپاکستان په خپلو ښارونو کې د ترهګرو له روزنیزو کمپونو ښکاره ملاتړ کوي
-
سوداگري4 days agoد پاکستان د سوداګرۍ خونې له افغانستان سره د سوداګریزو دروازو پر بیا پرانستلو ټینګار وکړ
-
تازه خبرونه3 days agoد ایران ولسمشر له افغانستان څخه د حقآبې پر ترلاسه کولو خپل ټینګار څرګند کړ
