سیمه ییز خبرونه

د پاکستان د پوځ مشر به د دوشنبې پر ورځ تهران ته سفر وکړي – ایران

د بقایي د څرګندونو له مخې، دغه سفر سیمې ته د سولې او امنیت د ټینګښت لپاره د پاکستان د هڅو په لړ کې ترسره کېږي.

Published

on

د ایران بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي یکشنبه اعلان وکړ، چې د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر به د دوشنبې پر ورځ تهران ته سفر وکړي.

د بقایي د څرګندونو له مخې، دغه سفر سیمې ته د سولې او امنیت د ټینګښت لپاره د پاکستان د هڅو په لړ کې ترسره کېږي.

دا سفر داسې مهال کېږي، چې پاکستان د ایران او امریکا ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو لپاره په خبرو کې د منځګړي رول لوبولی دی.

د پاکستان حکومت دوه سرچینو رویټرز ته د منیر د سفر پخلی کړی دی. لومړۍ سرچینې ویلي، چې ایران او پاکستان له یو بل سره په مستقیمه اړیکه کې دي. دوه‌یمې سرچینې ویلي، چې په خبرو کې به د جګړې وروستي بدلونونه هم وڅېړل شي، چې په دې لړ کې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له‌خوا پر ایران د سختو بندیزونو د لګولو ګواښ هم شامل دی.

سرچینې ویلي:« هغه(منیر) به له ایراني مشرانو سره د اسلام‌آباد د هوکړه‌لیک له مخې د سولې، د ټرمپ د خبرداري، د پاکستان، ترکیې او سعودي عربستان ترمنځ له هوکړې وروسته د وضعیت او د حوثیانو د موضوع په اړه خبرې وکړي.»

د منیر دغه سفر داسې مهال کېږي، چې ترینګلتیاوې زیاتې شوې دي؛ ایران ګواښ کړی، چې د امریکا د هغو بندیزونو د پلان په غبرګون کې به پوځي اقدام وکړي، چې ښايي د اسلامي جمهوریت پر له مخکې کمزوري اقتصاد ډېر فشار راوړي.

دغه سفر به د دوشنبې له هغې اعلان سره هم‌مهاله وي، چې د پلان شویو بندیزونو په اړه به نور جزئیات خپاره شي. امریکايي چارواکو ویلي، دغه بندیزونه به پر ایران«په تاریخ کې تر ټولو سخت بندیزونه» وي.

ټرمپ ګواښ کړی، چې د هر هغه هېواد پر وړاندې به اقتصادي اقدامات وکړي، چې ایران ته«هر ډول د ژغورنې لاره» برابره کړي؛ ځکه هغه هڅه کوي اسلامي جمهوریت نور هم منزوي کړي.

د هرمز په تنګي کې د تېلو لېږد نږدې بشپړ درېدلی دی. تهران ګواښ کړی، چې هر هغه بې‌اجازې د تېلو لېږدوونکی ټانکر به پر نښه کړي، چې هڅه وکړي له دې مهمې اوبلارې تېر شي. ایران له وړاندې د بندیزونو له کبله له سخت اقتصادي فشار سره مخ دی.

ایراني چارواکو تر اوسه د عاصم منیر د سفر د پروګرام او په تهران کې د نوموړي د لیدنو په اړه نور جزئیات نه‌دي ورکړي.

 

Trending

Exit mobile version