تازه خبرونه

د پاکستان پوځي رژیم په کابل کې پر نشه‌يي توکو د روږدو روغتون پر نښه کړ

د مجاهد د څرګندونو له مخې، په دې هوایي برید کې ګڼ‌شمېر ملکي وګړي، چې ډېری یې پر نشه‌یي توکو روږدي کسان ول؛ وژل شوي او ټپیان دي.

Published

on

Last Updated on: کب ۲۶, ۱۴۰۴

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، چې د پاکستان پوځي رژیم یو ځل بیا د افغانستان له هوايي حریم سرغړونه وکړه او په کابل کې یې پر مخدره توکو د روږدو کسانو روغتون پر نښه کړی دی.

د مجاهد د څرګندونو له مخې، په دې هوایي برید کې ګڼ‌شمېر ملکي وګړي، چې ډېری یې پر نشه‌یي توکو روږدي کسان ول؛ وژل شوي او ټپیان دي.

مجاهد زیاته کړې: “مونږ دا جرم پر سختو ټکو غندو او دا د ټولو انساني نورمونو او اصولو خلاف عمل ګڼو.”

نوموړي له نړۍ غوښتي، چې د دغو هوایي بریدونو مخه ونیسي.

Trending

Exit mobile version