Connect with us

تازه خبرونه

د چین یو خصوصي شرکت په بېلابېلو ولایتونو کې ګډ بازارونه، لارې او صنعتي پارکونه جوړوي

د بلخ ولایت د رسنیزې خبرپاڼې له مخې؛ د شنبې پر ورځ د چین د دې شرکت درې استازو وینکتون، یازونګ او رین سن لین د بلخ له والي حاجي محمدیوسف وفا سره کتلي دي.

خپور شوی

د

د چین هېواد یو خصوصي شرکت غواړي د افغانستان د یوشمېر ولایتونو ترڅنګ د بلخ ولایت په ۵ برخو کې پراخه پانګونه وکړي.

د بلخ ولایت د رسنیزې خبرپاڼې له مخې؛ د شنبې پر ورځ د چین د دې شرکت درې استازو وینکتون، یازونګ او رین سن لین د بلخ له والي حاجي محمدیوسف وفا سره کتلي دي.

د یاد شرکت استازو د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د کرنې، صنعت، کانونو، سړک جوړولو او اوسپنې‌پټلۍ په برخو کې پراخې پانګونې ته چمتووالی ښودلی.

دوی په پام کې لري، چې د بلخ ولایت په حیرتان ولایت کې یوه صنعتي پارک جوړ کړي او د دې ولایت د سرې او برښنا فابریکه ورغوي، د بدخشان ولایت واخان او چین ترمنځ د ګډ سرحدي بازار او له کندهار څخه تر هرات پورې د اوسپنې‌پټلۍ پر پروژو پانګونه وکړي.

 په خبرپاڼه کې راغلي، د چیني شرکت مسوولینو څرګنده کړې چې پلان لري د واخان له لارې د افغانستان او چین ترمنځ یو ګډ سوداګریز بازار جوړ کړي، چې په کې به د دواړو هېوادونو تولیدات وړاندې کېږي.

دوی باور لري، چې دا بازار به د دواړو لوریو لپاره د سوداګرۍ مهمه دروازه شي.

په خبرپاڼه کې زیاته شوې؛ دا بازار به افغانانو ته دا فرصت برابر کړي، چې چینایي تولیداتو ته مستقیم لاس‌رسی ولري او همداراز افغاني تولیدات هم د صادراتو لپاره نوي بازارونه ومومي.

همدارنګه په دې خبرپاڼه کې راغلي؛ یاد خصوصي شرکت غواړي د بلخ ولایت په حیرتان ښارګوټي کې یو صنعتي پارک جوړ کړي، چې دا پارک به له لس تر سل پورې فابریکې ولري، چې په مستقیمه توګه به د هېواد تولید لوړ کړي او سلګونه کاري فرصتونه به رامنځته کړي.

د خبرپاڼې له مخې، د شرکت مسوولینو همداراز وویل چې دوی غواړي د بلخ د “کود او برق” فابریکې ماشینونه تقویه کړي، ترڅو سیمه‌ییز تولید لا زیات شي.

دغه راز یاد شرکت د دره‌صوف د سکرو معیاري استخراج، د نفتو تولید، د جبل‌السراج د سمنټو فابریکې ماشیني همکارۍ او په کندهار کې د اوښانو لوی فارم او د شېدو فابریکې جوړولو په برخه کې هم پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي: «محمد یوسف وفا د دې پانګوال شرکت له هڅو هرکلی کوي او ډاډ ورکوي، چې اسلامي امارت به د پانګوالو له هر مثبت ګام ملاتړ کوي».

یوسف وفا وایي: «د افغانستان دروازې د مشروع، شفاف او ولس‌پالو پانګونو لپاره پرانیستې دي او مونږ چمتو یوو، چې لازمې آسانتیاوې برابرې کړو.»

د یادونې ده، چې چین د افغانستان د اقتصادي انزوا د ماتولو لپاره د “واخان دهلېز” ارزښت ته سترګې پر لار دی، څو د سیمې له هېوادونو سره د افغانستان نښلول آسانه کړي.

تازه خبرونه

په بدخشان کې ناورین؛ ځمکې ښویېدنې پېنځه کان‌کېندونکي له ژوند بې‌برخې کړل

د سیمه‌ییزو سرچینو د څرګندونو له مخې؛ دا پېښه د آویز کلي په پستاو سیمه کې رامنځته شوې ده.

Published

on

نن سهار د بدخشان ولایت په شهر بزرګ ولسوالۍ کې ځمکې ښویېدنې له پېنځه کسانو خوږ ژوند اخیستی دی.

د سیمه‌ییزو سرچینو د څرګندونو له مخې؛ دا پېښه د آویز کلي په پستاو سیمه کې رامنځته شوې ده.

د بدخشان ولایت په شهر بزرګ ولسوالۍ کې د څلورم سرحدي کنډک قومندان میر احمد ویلي، چې قربانیان د یاوان ولسوالۍ اوسیدونکي وه او د تونلونو دننه د سرو زرو پر استخراج اخته ول.

ویل کیږي، چې د پېښې اصلي علت د خاورې نرمښت او د خوندیتوب د آسانتیاوو نشتوالی دی.

Continue Reading

تازه خبرونه

په امریکا کې د کابل هوايي ډګر د برید پر تور یو افغان مجرم وپېژندل شو

د راپور له مخې: دغه کس، چې محمد شریف‌الله نومېږي داعش ډلې ته د مادي ملاتړ برابرولو پر تور محکوم شوی؛ خو منصفه جرګه په دې اړه هوکړې ته ونه‌ورسېده، چې آیا کړنې یې مستقیماً د قربانیانو د وژل کېدو لامل شوی که نه.

Published

on

د رویټرز خبري آژانس راپور ورکړی، چې د امریکا د ویرجینیا ایالت یوې فډرالي منصفه جرګې یو افغان د ۲۰۲۱ ز.کال د کابل هوايي ډګر په برید کې له یوې ترهګرې ډلې سره د همکارۍ پر تور مجرم پېژندلی دی.

د راپور له مخې: دغه کس، چې محمد شریف‌الله نومېږي داعش ډلې ته د مادي ملاتړ برابرولو پر تور محکوم شوی؛ خو منصفه جرګه په دې اړه هوکړې ته ونه‌ورسېده، چې آیا کړنې یې مستقیماً د قربانیانو د وژل کېدو لامل شوی که نه.

دا پرېکړه په دې معنا ده، چې نوموړی له عمري بند څخه ژغورل شوی؛ خو اوس هم تر ۲۰ کلونو پورې د بند له احتمال سره مخ دی. فډرالي قاضي تر اوسه د وروستۍ سزا نېټه نه‌ده ټاکلې.

یاد برید د ۲۰۲۱ ز.کال د اګست پر شپږویشتمه له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د بې‌نظمه وتلو پر مهال په داسې حال کې ترسره شو، چې یوه ځانمرګي بریدګر د کابل هوايي ډګر «ابي ګېټ» ته نږدې ځان والوزاوه. په دې پېښه کې ۱۳ امریکايي سرتېري او شاوخوا ۱۶۰ افغان ملکي وګړي ووژل شول.

څارنوالانو ادعا کړې، چې شریف‌الله د ځای د څارنې او د اړیکو د آسانتیا په برابرولو کې له دې برید سره مرسته کړې؛ خو د هغه مدافع وکیلانو ویلي، چې د امریکا حکومت تر ډېره د FBI د پلټنو پر مهال د تورن پر څرګندونو تکیه کړې او کافي خپلواکه شواهد یې نه‌دي وړاندې کړي.

دا دوسیه په امریکا کې د کابل هوايي ډګر د خونړي برید په تړاو لومړنۍ جنایي محکمه بلل کېږي. دا هغه پېښه ده، چې اوس یې هم له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه بحثونه اغېزمن کړي دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د امارتي ادارو د مکتوبونو او اداري اسنادو د مدیریت برښنايي سیسټم تائید شو

د اقتصادي مرستیالۍ د دفتر د څرګندونو له مخې؛ د دې سیسټم له پلي‌کېدا سره به د امارتي ادارو ترمنځ همغږي پياوړې، شفافیت، چټکتیا او امنیت رامنځته، د جعل، فساد او د وخت د ضیاع مخنیوی ترسره، د دقیقو ارقامو او حساب وړاندې کولو اصل پياوړی او د برښنايي حکومتولۍ پر لور بنسټیز ګام واخیستل شي.

Published

on

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند پر مشرۍ اقتصادي کمیسیون نن( چارشنبه د غویي نهمه ) په نوبتي غونډه کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د امارتي ادارو د مکتوبونو او اداري اسنادو د مدیریت برښنايي سیسټم د بحث لپاره وړاندې او له هراړخیزې ارزونې وروسته یاد سیسټم تائید او دغه وزارت ته یې په تدریجي ډول د تطبیق لارښوونه وشوه.

د اقتصادي مرستیالۍ د دفتر د څرګندونو له مخې؛ د دې سیسټم له پلي‌کېدا سره به د امارتي ادارو ترمنځ همغږي پياوړې، شفافیت، چټکتیا او امنیت رامنځته، د جعل، فساد او د وخت د ضیاع مخنیوی ترسره، د دقیقو ارقامو او حساب وړاندې کولو اصل پياوړی او د برښنايي حکومتولۍ پر لور بنسټیز ګام واخیستل شي.

د یادې سرچینې د څرګندونو له مخې؛ په دې سیسټم کې د مراجعینو لپاره هم د پام وړ آسانتیاوې په پام کې نیول شوې دي.

دغه راز دې غونډې ته د ۲۲ هغو عام‌المنفعه پروژو راپور هم وړاندې شو، چې د اسلامي امارت د رهبر شیخ هبة‌الله آخوندزاده له لوري یې د کانونو د عوایدو په بدل کې د تطبیق حکمونه ورکړل شوي، چې مالیې وزارت د ۱۳ پروژو اقتصادي تحلیل ترسره کړ او اقتصادي کمیسیون تایید او د اړوند ادارې له‌خوا یې د کار پیلولو سپارښتنه وشوه. دا پروژوې ساختماني، اوسپنې پټلۍ او د برښنا رسونې او توزیع پروژې رانغاړي.

د یادونې ده، چې د ۲۲ عام المنفعه پروژو له جملې د نهو پروژو عملي چارې پيل شوې، چې کاري پرمختګونه هم لري.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!