لوبی
د ډېرو اوبو څښل د بروس لي د مړینې لامل دی – نوې څېړنه
د بروس لي له مړینې نږدې ۵۰ کاله تېر شوي؛ خو ساینس پوهانو په یوه نوې څېړنه کې په ډاګه کړې، چې د بروس لي مړینه د ډېرو اوبو څښلو له کبله رامنځته شوې ده.
د نړۍ دا تکړه لوبغاړی او د رزمي هنرونو انځورګر د ۱۹۷۳ ز. کال د جون پر ۲۰ په هانګ کانګ کې ناڅاپه مړ شو؛ خو هغه مهال چارواکو ویلي وه، چې هغه ممکن د دماغي سکتې له امله مړ شوی وي.
اوس د ساینس پوهانو یوې ډلې په یوه نوې څېړنیزه مقاله کې اعلان په ډاګه کړې، چې د بروس لي مړینه د هغه د پښتورګو کمزورتیا وه، چې له کبله یې اضافي اوبه یې ایستلی نشوې.
دا څېړنه په اسپانیه کې د پښتورګو د څانګوالو یا متخصصینو د یوې ډلې لخوا ترسره شوې، چې د روغتیا په ځانګړې مجله کې خپره شوې ده.
د دې لیکنې لیوال څرګنده کړې؛ بروس لي د مړینې په وخت کې ۳۲ کلن و؛ په وینه کې یې د سودیم غلظت ډېر لوړ و او د اوږدمهال لپاره د بنګو مایعات او چرس کارول، چې تنده زیاتوي. یو لړ مستند شوي عوامل هم شته، چې کیدای شي درمل، الکول او د عضوي زیان او درد د مخنیوي لپاره کارول شوي وي.
لي جين فان، چې بروس لي یاد شوی دی؛ د ۱۹۴۰ ز. کال د نوامبر پر ۲۷ نېټه زېږېدلی و. د چين د رزمي هنر استاد، د حرکي فلم لوبغاړی، د فلسفې پروفيسور، فکري نوښتګر او د جيت کان دو(جيت د دفاع او کان د برید پر معنا او دو په حقيقت کې دو د برید او دفاع هغږي ده). د امریکا د کونګ فو او د هانګ کانګ د ووشو د سبکونو بنسټوال و.
ډېري یې د شلمې پېړۍ یو له خورا اغېزمنو خلکو ګڼي او د ولسي فرهنګ څلی او سمبول بولي، چې اوس په تاریخ کې د رزمي لوبو تر ټولو لوی اتل پیژندل کیږي. دغه راز هغه د دوه لوبغاړیو؛ براندون لی او شانون لی پلر هم و.
لوبی
په کوکپر نړیوالو سیالیو کې د وزلوبې ملي لوبډله درېیمه شوه
د افغانستان ملي لوبډلې په ګروپي پړاو کې غوره هڅې درلودې؛ په لومړۍ لوبه کې یې د هنګري لوبډلې ته ۱۴ پر صفر ماتې ورکړه، بیا یې روسیې ته ۵ پر صفر ماتې ورکړه او په درېیمه لوبه کې یې د منګولیا لوبډلې ته ۷ پر صفر ماتې ورکړه. په دې توګه د افغانستان لوبډلې له B ګروپ څخه د ډېرو نمرو پر ترلاسه کولو نیمه پای لوبې ته لار وموندله.
لوبی
د افغانستان د وزلوبې ملي لوبډلې مجارستان ته ۱۴ پر صفر ماتې ورکړه
د قزاقستان ترکستان ښار د وزلوبې د نړیوالو سیالیو کوربتوب لري.
د افغانستان د وزلوبې ملي لوبډلې په قزاقستان کې د ۲۰۲۶ ز.کال د وزلوبې نړیوالو سیالیو په لومړۍ لوبه کې د مجارستان پر وړاندې ۱۴ پر صفر بریا خپله کړه.
د قزاقستان ترکستان ښار د وزلوبې د نړیوالو سیالیو کوربتوب لري.
دا سیالۍ د مارچ پر پېنځلسمه پیل شوې او د ۲۰۲۶ ز.کال د مارچ تر یوویشتمې پورې به روانې وي.
د افغانستان، چین، قزاقستان، مجارستان، منګولیا، ازبکستان، روسیې، تاجکستان او ترکیې لوبډلې په دې سیالیو کې لوبه کوي.
لوبی
افغانستان د وزلوبې نړيوالو سياليو کې د ګډون لپاره قزاقستان ته ولاړه
بر بنیاد معلومات این اداره، در ترکیب این تیم ۱۲ چاپنداز و سه عضو هیئت حضور دارند که قرار است در این رقابتها از افغانستان نمایندگی کنند.
د المپیک، بدني روزنې او سپورټ عمومي رياست ويلي، چې تېره ورځ د ملي وزلوبې، نيزهوهلو او دوديزو لوبو له فډراسيون ویلي، چې د افغانستان د وزلوبې ۱۵ کسيزه ملي لوبدله د ۱۲ چاپندازانو او د پلاوي د درې غړي په ګډون د نړيوالو سياليو لپاره قزاقستان ته سفر کړی دی.
دا سيالۍ به د کب له څلیریشتمې څخه د ۱۳۰۵ لمریز لېږدیز کال د وري تر لومړۍ / د مارچ له ۱۵ تر ۲۱ پورې د قزاقستان په ترکستان ښار کې ترسره شي او د ۹ هېوادونو لوبډلې په کې ګډون کوي.
افغان لوبغاړي هڅه کوي، چې په نړيواله کچه خپل هېواد ته وياړ راوړي.
-
تازه خبرونه1 day agoپاکستان له افغانستان سره په روان جنګ کې د روسیې د منځګړیتوب غوښتنه وکړه
-
تازه خبرونه2 days agoد اسلامي امارت یوه غړي په برلین کې د افغانستان سفارت چارسمبالي پر غاړه اخیستې
-
تازه خبرونه2 days agoد پاکستان پوځي رژیم یو ځل بیا اوربند مات کړ
-
تازه خبرونه1 day agoنړۍ دې د افغانستان او پاکستان د پراخې جګړې مخه ونیسي – فایننشل ټایمز
-
نړۍ1 day agoکیم جونګ اون یو ځل بیا د شمالي کوریا د دولتي چارو رییس وټاکل شو
-
لوبی2 days agoپه کوکپر نړیوالو سیالیو کې د وزلوبې ملي لوبډله درېیمه شوه
-
تازه خبرونه2 days agoد افغانستان او پاکستان ترمنځ تاوتریخوالی خطرناک پړاو ته رسېدلی – د بحران نړیواله ډله
-
نړۍ2 days agoټرمپ ایران ته د انرژۍ پر ودانیزو بنسټونو د بریدونو ګواښ وکړ
