Connect with us

تازه خبرونه

د کابل ښار په شېر شاه سوري جومات کې چاودنې ۱۲ کسانو ته مرګ و ژوبله رامنځته کړې

خپور شوی

د

Last Updated on: غبرګولى ۲۴, ۱۳۹۹

کورنیو چارو وزارت ویلي، چې د جمعې لمانځه پر مهال د کابل ښار  په  شېر شاه سوري جومات کې ځای پر ځای شویو چاودیدونکیو توکو چاودنه کړې، چې په کې  ۲ لمونخ کوونکې او  د جومات خطیب وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان دي.

 کورنیو چارو وزارت ویاند طارق آرین څرګنده کړې، چې د  کابل ښار د څلورمې کارتې په شېرشا سوري جومات کې چاودنې د دې جومات ملا امام او خطیب مولوي عزیز الله مفلح او ۳  نور لمونځ کوونکي وژلي او ۸ نور ټپیان کړي دي.

عیني شاهدانو ویلي؛ کله، چې لمونځ کوونکیوغوښتل لمونځ پیل کړي، تر ممبر لاندې چاودیدونکیو توکو ته چاودنه ورکړ شوه او د جومات د ملا امام عزیزالله مفلح  په ګډون یې  له ۴ کسانو ژوند واخیست.

د ملا امام زوی وایي؛ جومات ته روان وم، چې چاودنه رامنځته شوه. کله، چې وردننه شوم د پلار ساه مې ختلې وه.

طالبانو د کابل په شیرشاه سوري جومات کې چاودنه په کلکو ټکو وغندله او دا کړنه یو جنایت بولي.
 
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد پخپل ټوېټر کې څرګنده کړې، چې: دغه زنځيري وژنې داسې مهال ترسره کېږي، چې افغان ولس د سولې په لور ګامونه اخلي.
ولسمشر غني د کابل په شېرشاه سوري جومات کې چاودنه، چې په کې مولوي عزیزالله مفلح حپل خوږ ژوند له لاسه ورکړ وغندله او هغه یې یو بشري جنایت یاد کړ.
د مرکزي او جنوبي آسیا په چارو کې د امریکا بهرنیو چارو وزارت څرګنده کړې، چې: مونږ په کابل کې پر شېرشاه سوري روغتون برید په کلکه غندواو خپله خواشیني له هغو خلکو سره په ډاګه کوو، چې خپل خواخوږي یې له لاسه ورکړي دي او دا مونږ ته ښیي، چې افغانان له ګواښونو څخه د پاک ژوندانه ارزښت لري.

د ناتو ملکي استازي سټیفانو پونټیکورو په یوه ټویټ کې د شېرشاه سوي پر جومات برید غندلی او وایي، چې د پېښې عاملین باید مجازات شي. هغه زیاته کړې: لکه څرنګه، چې مونږ د سولې راوستلو یو تاریخي پړاو ته رسیدلي یو، خند اچوونکیو ته به د دی فرصت د ویجاړولو اجازه ورنکړ شي.

هغه همدا راز څرګنده کړې، چې مونږ له ترهګرۍ سره په مبارزه کې له افغانستان سره مل یو.

ښاغلی مفلح د همدغه جامع جومات په انګړ کې له خپلې کورنۍ سره اوسیده.

دا جومات دوه دروازې لري، چې تل د امنیتي سرتېرو لخوا څارل کیږي او له تلاشۍ پرته هیچاته د ورتګ اجازه نه ورکوي.

 له دې مخکې د جون پر ۲ ماښام مهال د پلازمېنې کابل په وزیر اکبرخان جومات کې له لمانځه وروسته چاودنې د دې جومات املا امام او خطیب ډاکټر مولوي ایاز نیازی او یو بل  کس هم وواژه او درې نور ټپیان کړي.

تازه خبرونه

د اسلامي امارت پوځ اوس پخپلو پښو ولاړ دی – فصیح الدین فطرت

Published

on

د وسله‌والو ځواکونو ستر درستیز محمد فصیح‌الدین فطرت ویلي، چې په تېرو څلور کلونونو کې د پوځ ملي اسلامي ځواکونو په پوره زړورتیا تېري کوونکو ته ځواب ورکړی او ګاونډیانو ته هم ثابته شوې، چې که څوک پر افغانستان یو برید وکړي سل چنده ځواب ورکول کیږي.

د دفاع وزارت د رسنیزې خبرپاڼې له مخې؛ فصیح الدین فطرت دا څرګندونې له رسنیو استازو، سیاسي شنونکو او یو شمېر چارواکو سره د همکارۍ او همغږۍ او د پیاوړتیا په غونډه کې کړي دي.

نوموړي زیاته کړې: “هغه ملتونه، چې نشي کولی پخپلو پښو ودریږي او پر نورو تکیه وکړي؛ ان که وده وکړي رښتینی پرمختګ نشي کولی.”

فطرت د امنیت په برابرولو او د هېواد له دفاعي ځواکونو سره د ملګرتیا په برخه کې د رسنیو له رول ستاینه وکړه او وایي، چې: “مونږ او تاسې د دې خاورې د بچیانو په توګه باید لاسونه سره ورکړو او په ګډه هېواد جوړ کړو، پخپلو ځواکونو وویاړو او پر ټول وس د هېواد د پرمختګ لپاره هڅه وکړو. مونږ یو داسې پوځ جوړ کړی، چې د هېواد له عزت، ځمکني بشپړتیا او سرحدونو دفاع کوي او آزادۍ مو ساتي.”

هغه ټینګار کړی؛ اسلامي امارت هڅه کوي، چې پر عصري وسلو سمبال پوځ جوړ او په هر راز شرایطو کې د هېواد له خاورې دفاع وکړي.

د هېواد اردو د خلکو، خاورې او دین دښمنانو ته پرېکنده ځواب ورکړی او ګاونډیانو ته هم ثابته شوې، چې د افغانستان پر وړاندې هر راز یرغل به څو اړخیز غبرګونونه ولري.

Continue Reading

تازه خبرونه

په روزګان کې  د ۳۵۰ زره افغانیو پر ارزښت غلا شوي سره‌زر ونیول شول

د امنیه قومندانۍ ویاند بلال احمد روزګاني زیاته کړې: غلا شوي سره زر  په ترینکوټ ښار کې زرګر ته د خرڅولو لپاره وړل شوي وه، چې د امنیتي پولیسو له هڅو او پلټونو وروسته ونیول شول.

Published

on

د روزګان امنیه قومندانۍ ویاند آریانانیوز ته ویلي، چې د دې ولایت د جنايي جرمونو پر وړاندي د مبارزې مدیريت منسوبینو په ترینکوټ ښار کې د ۳۵۰ زره افغانیو پر ارزښت له یوه کوره غلاشوي سره‌زر نیولي دي.

د امنیه قومندانۍ ویاند بلال احمد روزګاني زیاته کړې: غلا شوي سره زر  په ترینکوټ ښار کې زرګر ته د خرڅولو لپاره وړل شوي وه، چې د امنیتي پولیسو له هڅو او پلټونو وروسته ونیول شول.

ویل کیږي، چې د یاد مدیریت اړوند د اقتصادي جرایمو امریت منسوبینو د دغې پېښي عامل له پلټنو وروسته عدلي او قضاي برخې ته سپارلی دی.

Continue Reading

تازه خبرونه

هند یو ځل بیا د افغانستان له روغتیایي برخې څخه د ملاتړ ډاډ څرګند کړ

د هند د روغتیا او کورني هوساینې وزارت د څرګندونو له مخې؛ په دې لیدنه کې د هند روغتیا وزیر جي‌پي نًډا او د افغانستان د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي د روغتیایي همکاریو پر پیاوړتیا او د افغانانو د روغتیایي اړتیاوو د پوره کولو د اړتیا په اړه بحث او خبرې کړې دي.

Published

on

هند له افغانستان سره د بشري مرستو او روغتیایي همکاریو د ترسره کولو د ډاډ څرګندولو تر څنګ ویلي، چې د اړینو درملو اوږدمهاله عرضه دواړو هېوادونو ته لومړیتوب لري.

د هند د روغتیا او کورني هوساینې وزارت د څرګندونو له مخې؛ په دې لیدنه کې د هند روغتیا وزیر جي‌پي نًډا او د افغانستان د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي د روغتیایي همکاریو پر پیاوړتیا او د افغانانو د روغتیایي اړتیاوو د پوره کولو د اړتیا په اړه بحث او خبرې کړې دي.

د لیدنې پر مهال پر سمولیکه بڼه سرطاني درمل او واکسینونه افغانستان ته وسپارل شول، چې دا د افغانستان د روغتیایي سیسټم ملاتړ ته د هند پرله‌پسې ژمنتیا ښیي.

د هند روغتیا وزارت اعلان کړی، چې د درملو، واکسینونو او د ۱۲۸ سلایس یو سي‌ټي‌سکین ماشین به هم د بشري مرستو د یوې برخې په توګه افغانستان ته واستول شي.

ویل کیږي، چې دا مرسته د روغتیایي چوپړ د ښه کولو او ژغورونکو درملنو ته د افغانانو د لاسرسي چمتو کولو لپاره د نوي ډیلي ژمنتیا څرګندوي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!