تازه خبرونه
د کاسا-۱۰۰۰ پروژې چارې روانې دي – د افغانستان برښنا شرکت
دغه پروژه د شاوخوا ۱۳۰۰ میګاواټ برښنا د لېږد وړتیا لري او د افغانستان دننه په څو پړاوونو کې پلې کېږي.
د افغانستان برښنا شرکت ویلي: د کاسا-۱۰۰۰ پروژه، چې د منځنۍ آسیا برښنا سویلي آسیا ته لېږدوي؛ اوس د پلي کېدو په بهیر کې ده.
دغه پروژه د شاوخوا ۱۳۰۰ میګاواټ برښنا د لېږد وړتیا لري او د افغانستان دننه په څو پړاوونو کې پلې کېږي.
د پروژې لومړی پړاو د ۲۰۲۴ز. کال په ډسمبر میاشت کې بېرته پیل شو. دا پړاو ۱۹۷ کیلومټره اوږدوالی لري او د کندوز له شېرخان بندر څخه د بغلان تر دهصلاح ولسوالۍ پورې غځېدلی، چې ۵۶۴ برښناستنې هم لري.
د پروژې دوهیم پړاو ۱۹۶.۴ کیلومټره اوږدوالی لري؛ د بغلان، پنجشېر او کاپیسا له ولایتونو تېرېږي. په دې برخه کې ۵۸۷ برښناستنې په پام کې نیول شوې دي.
درېیم پړاو د کاپیسا، کابل، لغمان او ننګرهار له ولایتونو تېرېږي او په پای کې تر تورخم پورې غځېږي او فرضي کرښې ته رسېږي. دغه برخه ۱۸۸.۴ کیلومټره اوږدوالی لري او ۵۶۲ برښناستنې لري.
د افغانستان برښنا شرکت دغه پروژه د انرژۍ د نښلولو په برخه کې یوه مهمه سیمهییزه سټراټیژیکه پروژه بولي، چې کولی شي د برښنالېږد له مخې د افغانستان ونډه نوره هم پیاوړې کړي.
د افغانستان برښنا شرکت د یادونې له مخې، د پروژې له بشپړېدا وروسته به افغانستان هر کال شاوخوا ۶۰ میلیون ډالر عاید ترلاسه کوي.