Connect with us

تازه خبرونه

د کونړ له مرګوني زلزلې شپږ میاشتې وروسته هم ۲۵ زره ماشومان په خیمو کې ژوند کوي

د ۱۴۰۴ ل.ل کال د وږي پر نهمه / د ۲۰۲۵ د اګست پر یودېرشمه رامنځته شوې زلزلې له ۲۰۰۰ څخه ډېر کسان «شهیدان» کړل او له ۸۰۰۰ ډېر کورونه یې ویجاړ یا سخت زیانمن کړل.

خپور شوی

د

د ماشومانو ژغورنې بنسټ ويلي؛ د کونړ له مرګوني زلزلې شپږ میاشتې وروسته هم شاوخوا ۲۵زره ماشومان په دې ولایت کې تر خیمو لاندې ژوند کوي او د کورونو د بیارغونې لپاره ورته هیڅ ځانګړی مهالوېش رامنځته شوی ندی.

د ۱۴۰۴ ل.ل کال د وږي پر نهمه / د ۲۰۲۵ د اګست پر یودېرشمه رامنځته شوې زلزلې له ۲۰۰۰ څخه ډېر کسان «شهیدان» کړل او له ۸۰۰۰ ډېر کورونه یې ویجاړ یا سخت زیانمن کړل.

دې بنسټ ویلي، چې په دې غرنۍ سیمه کې د بیارغونې چارې ټکنۍ پیل شوې دي او ښايي ځینې کلي هیڅکله بیا ونه‌رغول شي.

له  نږدې ۱۳۰۰ درسي ټولګیو له نیمایي څخه ډېر یا ویجاړ شوي او یا یې سخت زیانمن دي. د ښوونځیو جوړول اوس هم پیل شوي ندي او شاوخوا ۱۷ زره زده‌کوونکي تر شنه آسمان لاندې په لنډمهاله درسي خونو کې زده‌کړې کوي. له ۶۰۰۰ ډېرې بې‌ځایه شوې کورنۍ، چې خپل کورونه او عاید یې له لاسه ورکړی؛ پخوا به یې پر منځني کچه هره میاشت له ۷۵ تر ۱۲۰ ډالرو پورې د کرنې او کوچنیو کارونو له لارې ګټل، اوس پر بشري مرستو تکیه لري.

د افغانستان لپاره د ماشومانو د ژغورنې بنسټ استازي بوجار هوخا ویلي: « په داسې حال کې، چې په ټول افغانستان کې اړتیاوې زیاتې او بودجه کمه شوې ده؛ باید د زلزلې له کبله زیانمن شوي خلک هېر نشي. کورنۍ د خپل ویجاړ شوي ژوند د بیارغولو لپاره پرله‌پسې کار او بودجې ته اړتیا لري.»

په ۲۰۲۵ ز.کال کې له ایران او پاکستان څخه د څه باندې ۲.۹ میلیون افغانانو له راستنېدا سره د استوګنې کړکېچ نور هم پراخ شوی او ځینې بېرته راستانه شوي کسان په هغو سیمو کې میشت شوي، چې د زلزلې اغېز پرې شوی و. ملګرو ملتونو اټکل کړی، چې سږ کال په ټول افغانستان کې شاوخوا ۴.۲ میلیون کسان سرپناه ته اړتیا لري.

تازه خبرونه

اټریش له ازبکستان سره د افغان کډوالو د ایستلو د آسانتیا لپاره تړون لاسلیکوي

د اټریش کورنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ د دې تړون موخه دا ده، چې د مهاجرینو د راستنولو بهیر له درېیمو هېوادونو څخه آسانه او د ایستلو د تطبیق زمینه برابره کړي.

Published

on

اټریش ویلي، چې راتلونکې میاشت به له ازبکستان سره یوه داسې تړون لاسلیک کړي، چې د مهاجرینو؛ په ځانګړي توګه د افغانانو د ایستلو بهیر آسانه کړي.

د اټریش کورنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ د دې تړون موخه دا ده، چې د مهاجرینو د راستنولو بهیر له درېیمو هېوادونو څخه آسانه او د ایستلو د تطبیق زمینه برابره کړي.

د راپور له مخې؛ د اټریش کورنیو چارو او بهرنیو چارو وزیران د می پر اوومه ازبکستان ته سفر وکوي او دا تړون به پر رسمي بڼه لاسلیک کړي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند مارکوس هاینډل دغه تړون مهم بللی او څرګندوي، چې هدف یې د هغو کسانو انتقال دی، چې باید خپلو اصلي هېوادونو په ځانګړي توګه افغانستان ته ستانه شي.

په اروپایي ټولنه کې هم د هغو مهاجرینو د ستنولو بحثونه روان دي، چې د استوګنې حق نه‌لري؛ په ځانګړي توګه افغانان.

د اروپایي کمیسیون ویاند ویلي، چې په دې برخه کې له اړوند افغان چارواکو سره تخنیکي تماسونه روان دي.

دغه اروپایي چارواکی ویلي، چې دا تماسونه د اروپایي ۲۰ هېوادونو د کورنیو چارو او مهاجرت وزیرانو په ګډه غوښتنه پیل شوي او غوښتنه کوي، چې د مهاجرینو د ستنولو په بهیر کې دې ښه همغږي وشي.

سره له دې، چې د بشري حقونو بنسټونو او د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیسارۍ اندېښنه ښودلې؛ یو شمېر اروپایي هېوادونو د هغو مهاجرینو د ستنولو لپاره پلان جوړول پیل کړي، چې پر وینا یې د استوګنې حق نه‌لري یا هم پر جرمونو تورن دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په بدخشان کې ناورین؛ ځمکې ښویېدنې پېنځه کان‌کېندونکي له ژوند بې‌برخې کړل

د سیمه‌ییزو سرچینو د څرګندونو له مخې؛ دا پېښه د آویز کلي په پستاو سیمه کې رامنځته شوې ده.

Published

on

نن سهار د بدخشان ولایت په شهر بزرګ ولسوالۍ کې ځمکې ښویېدنې له پېنځه کسانو خوږ ژوند اخیستی دی.

د سیمه‌ییزو سرچینو د څرګندونو له مخې؛ دا پېښه د آویز کلي په پستاو سیمه کې رامنځته شوې ده.

د بدخشان ولایت په شهر بزرګ ولسوالۍ کې د څلورم سرحدي کنډک قومندان میر احمد ویلي، چې قربانیان د یاوان ولسوالۍ اوسیدونکي وه او د تونلونو دننه د سرو زرو پر استخراج اخته ول.

ویل کیږي، چې د پېښې اصلي علت د خاورې نرمښت او د خوندیتوب د آسانتیاوو نشتوالی دی.

Continue Reading

تازه خبرونه

په امریکا کې د کابل هوايي ډګر د برید پر تور یو افغان مجرم وپېژندل شو

د راپور له مخې: دغه کس، چې محمد شریف‌الله نومېږي داعش ډلې ته د مادي ملاتړ برابرولو پر تور محکوم شوی؛ خو منصفه جرګه په دې اړه هوکړې ته ونه‌ورسېده، چې آیا کړنې یې مستقیماً د قربانیانو د وژل کېدو لامل شوی که نه.

Published

on

د رویټرز خبري آژانس راپور ورکړی، چې د امریکا د ویرجینیا ایالت یوې فډرالي منصفه جرګې یو افغان د ۲۰۲۱ ز.کال د کابل هوايي ډګر په برید کې له یوې ترهګرې ډلې سره د همکارۍ پر تور مجرم پېژندلی دی.

د راپور له مخې: دغه کس، چې محمد شریف‌الله نومېږي داعش ډلې ته د مادي ملاتړ برابرولو پر تور محکوم شوی؛ خو منصفه جرګه په دې اړه هوکړې ته ونه‌ورسېده، چې آیا کړنې یې مستقیماً د قربانیانو د وژل کېدو لامل شوی که نه.

دا پرېکړه په دې معنا ده، چې نوموړی له عمري بند څخه ژغورل شوی؛ خو اوس هم تر ۲۰ کلونو پورې د بند له احتمال سره مخ دی. فډرالي قاضي تر اوسه د وروستۍ سزا نېټه نه‌ده ټاکلې.

یاد برید د ۲۰۲۱ ز.کال د اګست پر شپږویشتمه له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د بې‌نظمه وتلو پر مهال په داسې حال کې ترسره شو، چې یوه ځانمرګي بریدګر د کابل هوايي ډګر «ابي ګېټ» ته نږدې ځان والوزاوه. په دې پېښه کې ۱۳ امریکايي سرتېري او شاوخوا ۱۶۰ افغان ملکي وګړي ووژل شول.

څارنوالانو ادعا کړې، چې شریف‌الله د ځای د څارنې او د اړیکو د آسانتیا په برابرولو کې له دې برید سره مرسته کړې؛ خو د هغه مدافع وکیلانو ویلي، چې د امریکا حکومت تر ډېره د FBI د پلټنو پر مهال د تورن پر څرګندونو تکیه کړې او کافي خپلواکه شواهد یې نه‌دي وړاندې کړي.

دا دوسیه په امریکا کې د کابل هوايي ډګر د خونړي برید په تړاو لومړنۍ جنایي محکمه بلل کېږي. دا هغه پېښه ده، چې اوس یې هم له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه بحثونه اغېزمن کړي دي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!