Connect with us

تازه خبرونه

د کډوالو ادارې مشر د قطر له لومړي وزیر سره د افغانستان په اړه خبرې وکړې

خپور شوی

د

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنر د قطر له لومړي وزیر سره پر افغانستان بحث او خبرې وکړې او له دوحه یې غوښتي، چې له مرستندویه بنسټونو سره کلک ودرېږي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنر فلیپوګراندي او د قطر لومړي وزیر د خپلو خبرو پر مهال د افغانستان د اقتصادي ستونزو پر حل ټینګار کړی دی.

ګراندي د جمعې پر ورځ پر ایکس پاڼه لیکلي: زه د قطر له لومړي وزیر محمد بن عبدالرحمن ال ثاني څخه مننه کوم، چې مونږ ته یې په سودان، افغانستان او نورو ځایونو کې د ننګونو په اړه د خبرو لپاره وخت راکړ. په داسې حال کې، چې مرستندویه ادارې مخ پر زیاتېدونکي کړکېچ ته د ځواب ویلو لپاره مبارزه کوي؛ ما د قطر له رهبرۍ او ملاتړه وغوښتل، چې په دې اړه ټینګ ودرېږي.

د کار پوهانو د څرګندونو له مخې: د نړیوالې ټولنې مرستې د یو څه وخت لپاره اغېزمنې تمامېدای شي، خو دا ډول مرستې د تل لپاره دوام نه‌شي کولی؛ نو اسلامي امارت باید د افغانستان د اقتصادي ستونزو د اواري لپاره اوږد مهاله او لنډ مهاله پلانونه تر لاس لاندې ونیسي.

د اقتصادي چارو کارپوه عبدالناصر رشتیا وايي: بشري مرستې په ټوله کې اغېزمنې نه‌دي او یوازې په لنډه موده کې مرسته کولی شي. اړتیا ده، چې اسلامي امارت له نړۍ سره خپلې سیاسي ستونزې حل کړي او خپل پلانونه ولري.

یو شمېر نور بیا وايي، چې افغانستان بشري مرستو ته اړتیا لري او دا مرستې باید د افغانستان د اقتصادي وضعیت تر ښه کېدو پورې روانې وي.

د اقتصادي چارو کارپوه شبیر بشیري وايي: له بده مرغه، چې د افغانستان خلک مرستو ته اړتیا لري او د افغانانو اړتیا اوس هم نه‌ده کمه شوې او د نړیوالې ټولنې پر مرستو تکیه احساسیږي.

دا په داسې حال کې ده، چې د نړیوالې ټولنې د څرګندونو له مخې؛ له افغانستان سره بشري مرستې کمې شوي او د هغو کسانو شمېر مخ پر زیاتېدو دی، چې مرستو ته اړتیا لري.

تازه خبرونه

سیمه‌ییزه همکاري د افغانستان او پاکستان تر منځ له خبرو پرته ناشونې ده

قانت د یادې ناستې په څنډه کې ویلي: « مونږ کولی شوو ټولې ستونزې د خبرو له لارې حل کړو؛ خو باید هغه ټکي ته ورسېږو، چې نږدې‌کېدا په کې ناشونی نشي؛ ځکه په سیمه‌‌ییزه همغږۍ کې ډېرې ګټې نغښتې دي».

Published

on

د دوحې فورم د ناستو په لړ کې د افغانستان بهرنيو چارو وزارت د سټراټېژیکو څېړنو مرکز رییس عبدالحی قانت د افغانستان او پاکستان ترمنځ د خبرو اړتیا ته په نغوته کې ویلي، چې دا خبرې د سیمې د نږدې‌کېدا او نښلېدا لپاره اړینې دي.

قانت د یادې ناستې په څنډه کې ویلي: « مونږ کولی شوو ټولې ستونزې د خبرو له لارې حل کړو؛ خو باید هغه ټکي ته ورسېږو، چې نږدې‌کېدا په کې ناشونی نشي؛ ځکه په سیمه‌‌ییزه همغږۍ کې ډېرې ګټې نغښتې دي».

هغه زیاته کړې؛ د افغانستان لپاره له پاکستان سره مثبتې اړیکې له هر څه ډېرې مهمې دي؛ خو وروستیو ستونزو ته یې داسې نغوته وکړه: « دا موضوع ډېره اړینه ده؛ خو په وروستیو کې د سوداګرۍ لارې د سیاسي فشار د وسیلې په توګه وکارول شوې او جغرافیه هم د فشار پر وسیله بدله شوې ده. دا کار په حقیقت کې د سیمې د همغږۍ ارزښت ته زیان رسوي ».

قانت د اوږدمهاله لید پر اړتیا ټینګار کړی او څرګندوي: « دا ډېره اړینه ده، چې پاکستان او افغانستان د دغو ستونزو د حل لپاره سره کېني. که دا بحرانونه دوام ومومي، د سیمې باور پر سیمه‌ییزې نښلېدا او اتصال به له منځه ولاړ شي».

هغه له وروستیو ترینګلتیاوو سره – سره خپله لېوالتیا داسې ښکاره کړه: « زما پر اند دا ناورین لنډمهاله دی. د پاکستان او افغانستان اړیکې به هیله ده بېرته مثبت لوری خپل کړي او کولی شوو په افغانستان کې ټولې پیل شوې پروژې پر مخ یوسو او د افغانستان خاوره د ګواښ پر ځای د جنوبي آسیا او منځنۍ آسیا د نښلولو د مرکز په توګه وکاروو».

دغه راز په دې ناسته کې د ازبکستان د سټراټېژیکو او سیمه‌ییزو څېړنو د بنسټ رییس ډاکټر الدور آریپوف، هم ویلي، چې: « مونږ په ازبکستان کې پدې باور یوو، چې بېلابېلې تګلارې اړینې دي. زمونږ دریځ روښانه دی: اقتصادي همکاري د افغانستان د ودې لپاره تر ټولو غوره او اغېزمنه وسیله ده ».

دا څرګندونې په داسې حال کې راپورته کیږي، چې سیمه‌ییز مشران په جنوبي او مرکزي آسیا کې د اتصال او پراختیا د پیاوړتیا لپاره د اقتصادي همکاریو او ګډو پروژو په لټه کې دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د م.م په دفترونو کې پر افغان ښځو کاري بندیز روان پاتې دی

د ملګرو ملتونو د څرګندونو له مخې؛ دې بندیزونو د میلیونونو اړو خلکو لپاره د اړینو بشري خدماتو وړاندې کېدا له پوره خطر سره مخ کړې ده.

Published

on

درې میاشتې وشوې، چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د دفترونو افغان ښځینه کارکوونکې د اسلامي امارت له‌خوا د کار اجازه نلري.

د ملګرو ملتونو د څرګندونو له مخې؛ دې بندیزونو د میلیونونو اړو خلکو لپاره د اړینو بشري خدماتو وړاندې کېدا له پوره خطر سره مخ کړې ده.

سره له دې، چې ښځې د ملګرو ملتونو په دفترونو کې د حاضرۍ اجازه نلري؛ خو افغان ښځینه کارکوونکې په سیمه‌ییزو ټولنو کې د لرې(انلاین) فعالیتونو له لارې خپل اړین کارونه ترسره کوي. هغوی د هېواد په ختیځ او شمال کې د وروستیو زلزلو له اغېزمنو کورنیو سره مرسته کړې، له پاکستان او ایران څخه د راستنېدونکو زرګونو کسانو ملاتړ یې کړی او د خوړو، پاکو اوبو، روغتیايي پاملرنې، سرپناه، ښه ژوندانه ته د شرایطو برابرولو او د اقلیمي بدلون پر وړاندې د مقاومت پروګرامونو په څېر ضروري خدمتونه یې ترسره کړي دي.

ملګري ملتونه خبرداری ورکوي، چې د دغو بندیزونو دوام د هېواد پر کچه د میلیونونو وګړو ژوند له جدي ګواښ سره مخ کوي.

د دې بنسټ په اعلامیه کې راغلي: «افغان ښځې د ملګرو ملتونو د کاري هڅو نه بېلېدونکې برخه ده. افغان ښځو او نجونو ته د لاسرسي او هغوی ته د کلتوري اړتیاوو له مخې د مرستو رسولو لپاره د ښځو شتون اړین دی. مرسته باید د ښځو له‌خوا ښځو ته ورسېږي.»

ملګرو ملتونو یو ځل بیا له دې بندیز سره خپل مخالفت څرګند کړی او دا بندیز یې د بشري حقونو او برابریو په اړه د دې ټولنې له بنسټیزو غوښتنو سره په ټکر کې بللی دی. دې بنسټ ټینګار کړی، چې دا بندیزونه په افغانستان کې د دوی ماموریتي چارې کمزوری کوي.

د روانو بندیزونو په غبرګون کې د ملګرو ملتونو اړوند بنسټونو لنډمهاله عملياتي بدلونونه رامنځته کړي او پدې هم غور کوي، چې څنګه خپلې بشري چارې روانې وساتي.

ملګرو ملتونو یو ځل بیا له اسلامي امارت وغوښتل، چې دا بندیز لرې کړي؛ ښځینه کارکوونکو او قراردادیانو ته په دفترونو کې خوندي او له ‌خنډ پرته د کار کولو زمینه برابر کړي، چې دا کار د هېواد پر کچه اړمنو ښځو او نجونو ته د مرستو رسولو لپاره ډېر اړین دی.

د افغانستان اسلامي امارت تر دې دمه پدې اړه څه ندي ويلي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په سيمه‌ييزه نښلېدا کې د افغانستان پر ځانګړي رول د نړۍ تازه ټینګار څرګند شو

د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت د دوه‌یمې سیاسي څانګې مشر ذاکر جلالي په ایکس پاڼه کې لیکلي چې د فورم لومړۍ ورځ د نړۍ پر اوسنیو بحرانونو، د منځګړیتوب په برخه کې د قطر رول، د جګړه ځپلې غزې، اوکراین، سوډان، سوریې او نورو ګرمو نړیوالو مسلو را وڅرخېده.

Published

on

د ۲۰۲۵ دوحې فورم د دوه‌یمې ورځې په درشل کې، چې نن له ۱۶۰ هېوادونو څخه د شاوخوا ۵۰۰۰ استازو په ګډون ترسره کیږي؛ د افغانستان د مخ پر ودې رول په اړه د نړۍ د تمرکز زیاتېدا ښیي.

د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت د دوه‌یمې سیاسي څانګې مشر ذاکر جلالي په ایکس پاڼه کې لیکلي چې د فورم لومړۍ ورځ د نړۍ پر اوسنیو بحرانونو، د منځګړیتوب په برخه کې د قطر رول، د جګړه ځپلې غزې، اوکراین، سوډان، سوریې او نورو ګرمو نړیوالو مسلو را وڅرخېده.

د جلالي د څرګندونو له مخې؛ ټاکل شوې، چې نن د دوحې د روان فورم پر مهال د سیمې په نښلولو کې د افغانستان د رول په اړه یو ځانګړی وحث وشي. په دې ناسته کې به د افغانستان له لوري د درېیمې سیاسي څانګې رییس عبدالحی قانت، د ازبکستان د ولسمشر ځانګړی استازی عصمت‌الله ایرګاشیف او د قطر بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی فیصل بن عبدالله ګډون وکړي.

هغه ټینګار کړی؛ قطر په وروستیو کلونو کې د منځګړیتوب او شخړو د سوله‌ییز حل یوه بریالۍ بېلګه وړاندې کړی، چې افغانستان یې څرګند بېلګه ده.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د دوحې فورم له لوري د افغانستان موضوع ته د سیمې د نښلولو، پرمختګ او اقتصادي همکاریو په چوکاټ کې پاملرنه ښیي، چې نړیوال لید له پخواني امنیتي او بحراني روایت څخه د فرصت، پرمختګ او سیمه‌ییزې نښلېدا پر لوري د بدلون په حال کې دی.

دا بدلون د افغانستان او ټولې سيمې لپاره د يوه نوي فرصت دروازه پرانيزي؛ هغه فرصت، چې د تعامل لپاره پاملرنه، ژورتيا او لرلید غواړي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!