Connect with us

تازه خبرونه

د ګوزڼ په پیل شوي ملي کمپاین کې ۷.۳ میلیون ماشومان واکسین کېږي

د وزارت د معلوماتو له مخې؛ دا کمپاین به د ۲۰۲۶ کال د فبرورۍ له دوه‌یمې څخه تر پېنځمې پورې د هېواد په ۱۷۲ ولسوالیو او ۱۶ ولایتونو کې پلی شي، چې د مرکز، جنوب، ختیځ، لویدیځ، سویل‌ختیځ، شمال او شمال‌ختیځ حوزې رانغاړي. همدارنګه په کندهار، هلمند، روزګان او زابل ولایتونو کې به د واکسین بهیر د فبرورۍ له درېیمې څخه تر شپږمې پورې روان وي.

خپور شوی

د

Gates Foundation to launch new polio campaign

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت څرګنده کړې، چې د هېواد په بېلابېلو برخو کې له ۵ کلونو څخه د کم  عمره ماشومانو د ګوزڼ(پولیو) واکسین فرعي ملي کمپاین لومړی پړاو پیل شوی دی.

د وزارت د معلوماتو له مخې؛ دا کمپاین به د ۲۰۲۶ کال د فبرورۍ له دوه‌یمې څخه تر پېنځمې پورې د هېواد په ۱۷۲ ولسوالیو او ۱۶ ولایتونو کې پلی شي، چې د مرکز، جنوب، ختیځ، لویدیځ، سویل‌ختیځ، شمال او شمال‌ختیځ حوزې رانغاړي. همدارنګه په کندهار، هلمند، روزګان او زابل ولایتونو کې به د واکسین بهیر د فبرورۍ له درېیمې څخه تر شپږمې پورې روان وي.

د وزارت د څرګندونو له مخې؛ د پوره ښه چمتووالي لپاره دا کمپاین به د فاریاب او بادغیس ولایتونو په څلور ولسوالیو کې د فبرورۍ له نهمې تر دولسمې پورې پلی شي.

د عامې روغتیا وزارت ویلي، چې د دې پړاو اصلي هدف د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ پر ضد د شاوخوا ۷.۳ میلیون له ۵ کلونو څخه کم عمره ماشومانو واکسین کول دي.

د یاد وزارت ویاند شرافت زمان امرخېل ویلي، چې دا کمپاین په کابل، ننګرهار، لغمان، کونړ، نورستان، پکتیا، پکتیکا، خوست، غزني، بادغیس، هرات، کندوز، فاریاب، بلخ، زابل، روزګان، هلمند او کندهار ولایتونو کې روان دی.

«له پولیو پاک افغانستان» بنسټ هم تائید کړې، چې د واکسین دا کمپاین له نړیوالو روغتیايي بنسټونو او همکارو ادارو سره په نږدې همغږۍ کې تطبیقېږي.

ګوزڼ یوه خطرناکه ویروسي ناروغي ده، چې بشپړه درملنه نلري او یوازې د واکسین له لارې یې مخنیوی کېدی شي. پدې ناروغۍ اخته کېدا کولی شي د ماشومانو د ګوزڼ او آن د مړینې لامل شي.

ویل کیږي، چې د کورنیو او د سیمې د مشرانو همکاري د پولیو واکسین د کمپاینونو د بریا او په افغانستان کې د دې ویروس د لېږد د ځنځیر د پرې کېدا لپاره بنسټیز ارزښت لري.

تازه خبرونه

تېر او روان کال د نافذه قوانینو له لارې یو شمېر امارتي ځمکې بېلابېلو ادارو ته وسپارل شوې

د کابل ولایت مقام رسنیز دفتر د څرګندونو له مخې؛ دغه انتقال د عامه خدمتونو د پیاوړتیا، پراختیايي پروژو د تطبیق، اداري اړتیاوو د پوره کولو او د دولتي شتمنیو د منظم، اغېزمن او قانوني مدیریت لپاره ترسره شوی، چې پر مهال یې د رنښت، عدالت او د ادارو تر منځ د همغږۍ اصول بشپړ مراعت شوي دي.

Published

on

د اسلامي امارت د رهبر شيخ هبة‌الله آخوندزاده د سپارښتنې له مخې په ۱۴۰۳ او ۱۴۰۴ ل.ل کلونو کې د کابل ولايت مقام او د اراضي ریاست د پرله‌پسې هڅو، اغېزمنې همغږۍ او نافذه قانوني له لارې، یو شمېر امارتي ځمکې د اصولو او مقرراتو پر بنسټ بېلابېلو امارتي ادارو ته انتقال شوې دي.

د کابل ولایت مقام رسنیز دفتر د څرګندونو له مخې؛ دغه انتقال د عامه خدمتونو د پیاوړتیا، پراختیايي پروژو د تطبیق، اداري اړتیاوو د پوره کولو او د دولتي شتمنیو د منظم، اغېزمن او قانوني مدیریت لپاره ترسره شوی، چې پر مهال یې د رنښت، عدالت او د ادارو تر منځ د همغږۍ اصول بشپړ مراعت شوي دي.

د کابل ولایت مقام او د اراضي ریاست ژمن دي، چې د دولتي ځمکو د ساتنې، اغېزمنې استفادې او د ملي ګټو د خوندي کولو په برخه کې خپلې هڅې نورې هم پراخې او پیاوړې کړي.

د کابل ولایت مقام په دې اړه وایي: په پغمان ولسوالۍ کې تېر کال «د اراضي ریاست له‌خوا د ټرانسپورټ او هوانوردۍ وزارت ته (۹۱۴٫۰۵) او (۱۵٫۲۴) جریب ځمکه، چې مجموعه یې (۹۲۹٫۲۹) جریب کېږي، انتقال شوې ده.»

دغه راز په ده‌سبز ولسوالۍ کې د اراضي ریاست له‌خوا د ټرانسپورټ او هوانوردۍ وزارت ته (۱۵) او (۱۵٫۱۱) جریب ځمکه، چې مجموعه یې (۳۰٫۱۱) جریب کېږي، انتقال شوې ده.»

همدارنګه «په ده‌سبز ولسوالۍ کې د دادخدا د فضل احمد د وارثینو (۲۰۸) جریب ځمکه د اراضي ریاست ته انتقال شوې ده.»

په چارآسیاب او بګرامیو ولسوالیو کې «پر ترتیب (۴) او (۱٫۲۶) جریب ځمکه، چې مجموعه یې (۵٫۲۶) جریب کېږي؛ د اراضي ریاست له‌خوا ټولګټو چارو وزارت ته انتقال شوې ده.»

د خبرپاڼې له مخې؛ په بګرامیو ولسوالۍ کې (۱۰۰۰) جریب ځمکه د اراضي ریاست له‌خوا د صنایعو او سوداګرۍ وزارت ته انتقال شوې ده.

په همدې ترتیب په روان کال کې په« خاک‌جبار او سروبي ولسوالیو کې د اراضي ریاست له‌خوا د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت ته د (۱۰) او (۱۰) بسوې ځمکه، چې مجموعه یې (۱) جریب کېږي؛ انتقال شوې ده.»

دغه راز «په میربچه‌کوټ ولسوالۍ کې (۱۱۱۶٫۸۹) جریب ځمکه د اراضي ریاست له‌خوا د عامې روغتیا وزارت ته انتقال شوې ده.»

په پغمان او بګرامي ولسوالیو کې پر ترتیب (۱۱۳۸) جریب او (۲۲۷۸) جریب ځمکه د اراضي ریاست له‌خوا د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ته انتقال شوې ده.»

او «په ده‌سبز ولسوالۍ کې (۱۹۸٫۵۵۵) جریب ځمکه د اراضي ریاست له‌خوا د ارشاد، حج او اوقافو وزارت ته انتقال شوې ده.»

«په قره‌باغ ولسوالۍ کې (۶۲۳۰) مټرمربع ځمکه د اراضي ریاست له‌خوا د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې ته انتقال شوې ده.»

« په خاک‌جبار ولسوالۍ کې (۱۰۰۰) جریب ځمکه د اراضي ریاست له‌خوا د ټرانسپورټ او هوانوردۍ وزارت ته انتقال شوې ده.»

« په پغمان ولسوالۍ کې (۲۰) جریب ځمکه د اراضي ریاست له‌خوا د ملي امتحاناتو ادارې ته انتقال شوې ده.»

« په استالف، پغمان، ده‌سبز، شکردرې، چهارآسیاب او بګرامي ولسوالیو کې د اراضي ریاست له‌خوا د ټرانسپورټ او هوانوردۍ وزارت ته د بېلابېلو موقعیتونو (۱۲) جریب ځمکه انتقال شوې ده.»

ویل کیږي، چې په چهارآسیاب ولسوالۍ کې (۵۰) جریب ځمکه د اراضي ریاست له‌خوا د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو ملي ادارې ته انتقال شوې ده.»

Continue Reading

تازه خبرونه

په شانګهای همکاریو ټولنې د افغانستان فعال ګډون ممکن او عملي دی

په مسکو کې د افغانستان سفارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې: ګل حسن حسن د روسیې له دولتي خبري سرچینې تاس سره په مرکه کې په دې اړه د افغانستان له چمتووالي خبر ورکړی او څرګندوي؛ افغانستان چمتو دی، چې استازی یې وکولی شي د شانګهای همکاریو ټولنې په راتلونکو غونډو کې ګډون وکړي او د دې ټولنې په اړوند هڅو  کې یو ځل بیا فعاله ونډه ولري.

Published

on

د روسیې لپاره د افغانستان سفیر ویلي، چې د مسکو او بېجینګ د پرله‌پسې هڅو په پایله کې د شانګهای همکاریو ټولنې ډېری غړي هېوادونه دې پایلې ته رسېدلي، چې د افغانستان فعال ګډون بیا ممکن او عملي دي.

په مسکو کې د افغانستان سفارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې: ګل حسن حسن د روسیې له دولتي خبري سرچینې تاس سره په مرکه کې په دې اړه د افغانستان له چمتووالي خبر ورکړی او څرګندوي؛ افغانستان چمتو دی، چې استازی یې وکولی شي د شانګهای همکاریو ټولنې په راتلونکو غونډو کې ګډون وکړي او د دې ټولنې په اړوند هڅو  کې یو ځل بیا فعاله ونډه ولري.

افغانستان له دې مخکې د شانګهای همکاریو ټولنې ناظر غړی و؛ خو له تېرو څلور کلونو راپدېخوا یې غړیتوب ځنډول شوی دی.

د شانګهای همکاریو ټولنه په ۲۰۰۱ کال کې رامنځته شوه؛ روسیه، چین، هند، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان، پاکستان، ایران او ازبکستان یې اصلي غړي دي. بېاروس د ۲۰۲۴ کال په جولای کې له دې ټولنې  سره یوځای شو. افغانستان او منګولیا یې څارونکي هېوادونه دي او یو شمېر هېوادونه د سعودي عربستان، ترکیې، قطر او متحده عربي اماراتوپه ګډون د خبرو اترو شریکان دي.

ویل کیږي، چې افغانستان او روسیې د کابل او مسکو ترمنځ د مستقیمو الوتنو د زیاتېدا لپاره هم هڅې روانې ساتلې دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د اوبو غلي بحران او د میلیونونو کډوالو راستنېدا افغانستان له ګواښ سره مخ کړی

د انډیپنډنټ ورځپاڼې د راپور له مخې؛ د روان ژمي پر مهال په ځانګړي توګه د هندوکش په غرونو کې د باران او واورې بې‌ساري کمښت د کابل او د افغانستان د نورو ښارونو د اوبو د سرچینو د راتلونکي په اړه اندېښنې راپورته کړې دي.

Published

on

افغانستان د خپل تاریخ په اوږدو کې له یوې خوا له ګاونډ هېوادونو څخه د میلیونو کډوالو بېرته راستنېدا او له بلې خوا د اوبو د کمښت او د کابل وچېدا له ګواښ سره مخ کړی؛ نړیوال بنسټونو یې «ناورین» بولي او خبرداری ورکوي، چې له بېړنیو هڅو پرته به ورسره بشري، اقتصادي او امنیتي منفي اغېزې نورې هم پراخې شي.

د انډیپنډنټ ورځپاڼې د راپور له مخې؛ د روان ژمي پر مهال په ځانګړي توګه د هندوکش په غرونو کې د باران او واورې بې‌ساري کمښت د کابل او د افغانستان د نورو ښارونو د اوبو د سرچینو د راتلونکي په اړه اندېښنې راپورته کړې دي.

په آسیا کې د ماشومانو د ساتنې ادارې مسوول ارشاد ملک کابل ته له وروستي سفر وروسته ویلي، چې د سږنۍ واورې کچه «د پخوانیو کلونو پر پرتله ډېره کمه» ده او دا حالت د ځمکنیو اوبو زېرمو ته مستقیم ګواښ ګڼل کېږي.

د ارزونو له مخې؛ په تېرو لس کلونو کې د کابل د ځمکنیو اوبو سطحه له ۲۵ تر ۳۰ مټرو پورې ټیټه شوې او نږدې نیمایي څاه‌ګانې وچې شوې دي.

همدارنګه راپورونه ښيي، چې د کابل شاوخوا ۸۰ سلنه ځمکنۍ اوبه د فاضله او مالګینو توکو د ککړتیا له کبله د څښلو لپاره روغتیایي ندي. دا مهال ډېرې کورنۍ اړ دي، چې د خپل میاشتني عاید تر ۳۰ سلنې پورې د اوبو د اخیستو لپاره ولګوي.

د اقلیمي بدلونونو له پراخېدا سره هم‌مهاله افغانستان له ۲۰۲۳ کال راپدېخوا له ایران او پاکستان څخه د څه باندې ۵ میلیون کډوالو د بېرته ستنېدا شاهد دی. دې شمېر د هېواد نفوس له ۱۰ سلنې څخه ډېر کړی او د اوبو پر محدودو بنسټیزو سرچینو یې بې‌ساری فشار راوستی دی. یوازې په ۲۰۲۵ کال کې شاوخوا ۲.۹ میلیون افغانان هېواد ته راستانه شوي دي.

«مرسي کورپس» بنسټ خبرداری ورکړی: په هغو سیمو کې، چې د بېرته راستنېدونکو افغانانو کوربه دي؛ درې ‌پر‌ څلور کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی «سخت یا ډېر سخت» بولي.

دغه بنسټ زیاتوي؛ په ځینو سیمو کې د اوبو پر سر د خلکو سیمه‌ییزې شخړې او نښتې زیاتې شوي او دا مهال شاوخوا ۴۰ سلنه شخړې په افغانستان کې د اوبو له موضوع سره تړاو لري.

جنوبي ولایتونه په ځانګړي توګه کندهار پرله‌پسې وچکالیو ځپلی او بزګران یې اړ کړي، چې خپلې کروندې پرېږدي. یو له دې بزګرو وايي: «هغه ځای، چې یو وخت شین او آباد و؛ نن پر دښته بدل شوی دی. وچکالي یو غلی قاتل دی، چې هر څه له منځه وړي.»

په همدې حال کې د نړیوالو بشري مرستو سخت کمښت هم دا بحران ژور کړی دی.

د راپورونو له مخې؛ په ۲۰۲۵ کال کې افغانستان ته بشري مرستې د تېر کال پر پرتله ۳۷ سلنه کمې شوې دي. دا وضعیت د دې لامل شوی، چې د ماشومانو د ساتنې او مرسي کورپس په څېر بنسټونه د اوبو او روغتیا مهمې پروژې ودروي یا محدودې کړي، چې په پایله کې یې سلګونه زره کسان له بنسټیزو مرستو بې‌برخې شوي دي.

سره له دې، چې اسلامي امارت چارواکو کابل ته د شاه‌توت بند او له پنجشېر څخه د اوبو د لېږد پروژو د پلي کېدا ژمنې کړې؛ خو مرستندویه بنسټونه وایي، چې له پراخې پانګونې او د اوبو سرچینو اغېزمن مدیریت پرته دا ژمنې د بحران د پراخېدا ځواب نشي کېدی.

کارپوهان ټینګار کوي، چې افغانستان سره له ټولو ستونزو د اوبو د کمښت له نوي واقعیت سره د تطابق وړتیا لري؛ خو دا کار د نړیوالې ټولنې جدي ملاتړ ته اړتیا لري.

د هغوی په باور، د مرستو پرله‌پسې کمښت نه یوازې د بشري حقونو د ښه کېدا سبب نه‌ګرځي، بلکې د میلیونو وګړو په ځانګړي توګه د ښځو او ماشومانو کړاوونه نور هم زیاتوي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!