Connect with us

تازه خبرونه

افغان او ترکمن لوريو پر ټاپي، ټاپ، اوسپنې‌پټلۍ او برښنایي پروژو خبرې وکړې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ویلي؛ د ټاپي پروژې پيل د افغانستان، ترکمنستان او سیمې هېوادونو ترمنځ د اړیکو پراختیا ته زمینه برابره کړې او په دې پروژه کې د سعودي عربستان دلتا انټرنېشنل کمپنۍ هم پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.

خپور شوی

د

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند نن یکشنبه( د سلواغې دولسشمه ) په هرات ولایت کې د یوه پلاوي پر مشرۍ د ترکمنستان د لومړي وزیر د مرستیال او بهرنیو چارو وزیر رشید مردوف پر مشرۍ له راغلي پلاوي سره وکتل.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ویلي؛ د ټاپي پروژې پيل د افغانستان، ترکمنستان او سیمې هېوادونو ترمنځ د اړیکو پراختیا ته زمینه برابره کړې او په دې پروژه کې د سعودي عربستان دلتا انټرنېشنل کمپنۍ هم پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.

ملا عبدالغني برادر وایي: دلتا انټرنېشنل کمپنۍ لېواله ده، چې د ټاپي پروژې د ګازو اخیستلو، د ترکمنستان د لوی ګازي بلاک د وړتیا لوړولو، د هرات ولایت له ګذرې ولسوالۍ څخه د کندهار ولایت تر سپين بولډک ولسوالۍ، له سپين بولډک څخه بیا د هند تر پولې د ګازو د پایپ لاین جوړولو او غځولو، د پاکستان په ګوادر بندر کې د ګازو د ستر او عصري مرکز جوړولو په برخو کې پانګونه وکړي.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال همدارنګه له ترکمنستان څخه وغوښتل، چې د تورغونډۍ – هرات اوسپنې‌پټلۍ پروژې د جوړېدا په اړه افغانستان ته خپل دریځ روښانه کړي؛ ځکه د دې پروژې د تطبیق لپاره قزاقستان هم قوي لېوالتیا لري.

هغه همداراز د افغانستان له لوري د ټاپ پروژې د لار‌نقشې د وروستي کېدا لپاره بشپړ چمتووالی وښود او د دې ترڅنګ یې بالا‌مرغاب، خمآب او قرقین ولسوالیو ته د برښنا لېږد او د سیمه‌ییز اتصال د نورو پروژو د پيل لپاره د افغانستان له لوري د پوره همکارۍ ډاډ ورکړ.

هغه د دواړو هېوادونو ترمنځ په روانو پروژو کې افغانانو ته د کاري زمینې د برابرېدا په اړه هم ټینګار څرګند کړ.

همدارنګه د ترکمنستان د لومړي وزیر مرستیال او بهرنیو چارو وزیر رشید مردوف له اسلامي امارت څخه مننه وکړه، چې د ټاپي پروژې د تطبیق لپاره یې ښه زمینه برابره کړې او وایي، چې د روان میلادي کال تر پایه به د دې پروژې کارونه د هرات ولایت تر مرکز پورې راورسیږي.

نوموړي په ټاپي پروژه کې د بهرنیو شرکتونو د پانګونې له لېوالتیا هرکلی وکړ او زیاتوي، چې په دې اړه باید له نږدې کار وشي.

دغه راز نوموړي د ترکمنستان له لوري د تورغونډۍ – هرات اوسپنې‌پټلۍ په پروژه کې هم پانګونې ته چمتووالی وښود او وایي، چې عملاً یې په تورغونډۍ کې کارونه پيل کړي دي.

نوموړي زیاته کړې؛ هېواد یې چمتو دی، چې له ۵ لارو افغانستان ته برښنا انتقال او وړتیا یې لوړه کړي.

پردې سربېره د دواړو لوریو ترمنځ د سوداګرۍ پراخېدا، بانکي همکاریو، کاري فرصتونو پر ایجاد او په بېلابېلو برخو کې د اقتصادي پروژو د مدیریت په اړه پر ګډ کار هم خبرې وشوې.

ویل کیږي، چې د دې لیدنې پرمهال د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزیر هدایت الله بدری، د اوبو او انرژۍ وزیر محمد یونس آخوندزاده، د ترکمنستان د ټرانسپورټ او اوسپنې‌پټلۍ وزیر، د دولت وزیر او د ترکمن ګاز دولتي شرکت رییس او یوشمېر افغان او ترکمن چارواکو حضور درلود او د دواړو هېوادونو د تخنیکي ډلو له لوري د روانو پروژو د کاري پرمختګونو په اړه ګډونوالو ته پراخ معلومات وړاندې شول.

تازه خبرونه

امریکا غواړي یو شمېر افغان کډوال د پاکستان له لارې افغانستان ته ولېږدوي- اسوشیټډ پرس

د دغو اسنادو له مخې؛ امریکا په پام کې لري، چې د افغان کډوالو د لېږد بهیر د دوشنبې پر ورځ له لوییزیانا ایالت څخه پاکستان ته پیل کړي او وروسته یې افغانستان ته ولېږدوي.

Published

on

 

اسوشیټډ پرس خبري آژانس د یکشنبې پر ورځ د محکمې د اسنادو د څرګندونو له مخې  راپور ورکړی، چې د امریکا حکومت غواړي په دې هېواد کې نیول شوي یو شمېر افغان کډوال د پاکستان له لارې افغانستان ته ولېږدوي.

د دغو اسنادو له مخې؛ امریکا په پام کې لري، چې د افغان کډوالو د لېږد بهیر د دوشنبې پر ورځ له لوییزیانا ایالت څخه پاکستان ته پیل کړي او وروسته یې افغانستان ته ولېږدوي.

د افغان کډوالو د حقونو مدافع ډلې«افغان ایوک» دغه پرېکړه غندلې او د هغو افغانانو د پخوانیو همکارانو په اړه یې د پایلو خبرداری ورکړی، چې له امریکايي ځواکونو سره یې همکاري کړې وه.

دغه پرېکړه د یو شمېر ډیموکراټو قانون‌جوړوونکو له نیوکو سره هم مخ شوې ده.

ډیموکراټ سناټور ریچارډ بلومنټال ویلي، چې امریکا له هغو افغانانو سره پر کړې ژمنې پښېمانه ده، چې د جګړې پر مهال یې له امریکايي ځواکونو سره همکاري کړې وه.

د ویرجینیا ایالت سناټور ټیم کین هم ویلي: « زموږ افغان همکارانو له امریکا سره د مرستې لپاره خپل هر څه له خطر سره مخ کړل. اوس ټرمپ غواړي د هغوی د کورنیو غړي د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان ته ولېږدوي؛ د هغوی د سرښندنو په بدل کې خیانت کول د شرم وړ دي او په راتلونکو شخړو کې به د امریکا لپاره د مرستې ترلاسه کول خورا ستونزمن کړي.»

له دې مخکې د ټرمپ حکومت د افغانانو د بیا مېشتېدنې هغه پروګرام درولی و، چې د جوبایډن د حکومت پر مهال پیل شوی و.

Continue Reading

تازه خبرونه

د داعش غړی اوغور بهادر اسلام‌آباد هوايي ډګر ته له ننوتلو وروسته په بلوچستان کې روزل شوی و- سرچینې

د سرچینو د څرګندونو له مخې؛ د کاظم زوی بهادر د ۲۰۲۵ز.کال په مارچ کې نیول شوی دی.

Published

on

 

سرچینو ويلي؛ د ترکیې وګړی او د داعش غړی اوغور بهادر د اسلام‌آباد هوايي ډګر ته له ننوتلو وروسته د پاکستان د بلوچستان ایالت مستونګ سیمې ته تللی او هلته یې د داعش په یوه روزنیز کمپ کې روزنه ترلاسه کړې وه.

د سرچینو د څرګندونو له مخې؛ د کاظم زوی بهادر د ۲۰۲۵ز.کال په مارچ کې نیول شوی دی.

د سرچینو د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې؛ بهادر د مستونګ په یوه روزنیز کمپ کې د روزنې په شپږمه دوره کې ګډون کړی و او هلته یې د« عبدالرحمان» مستعار نوم کاراوه. نوموړی له روزنې وروسته د نورو لارښوونو تر ترلاسه کولو پورې په «معاویه»نومي روزنیز مرکز کې پاتې شوی و.

سرچینو ويلي، د ۲۰۲۵ز.کال د فبرورۍ په وروستیو کې د داعش د مستونګ روزنیزو کمپونو له ویجاړېدا وروسته بهادر د دې ډلې د مشرانو پر لارښوونه له یو شمېر نورو غړیو سره د خیبرپښتونخوا ایالت اورکزو ولسوالۍ ته ولېږدول شو او وروسته یې د «عبدالله» تر  مستعار نامه لاندې کاراوه.

بهادر په اورکزو کې لومړی د حمزه نومي د داعش د یوه سیمه‌ییز قومندان په کور کې اوسېده. د فبرورۍ پر شلمه په تورسمت سیمه کې د حمزه له وژل کېدا وروسته؛ ویل کیږي، چې بهادر له هغې ډلې سره یوځای شو، چې مشري یې حاجي رحمان مشهور پر ابوناصر کوله.

د فبرورۍ پر اته‌ویشتمه په غلجو سیمه کې د یو لړ عملیات پر مهال د حاجي رحمان له وژل کېدا وروسته بهادر او د داعش یوه بل غړي یونس، چې د محمد زوی او پر یاسر مشهور و؛ هڅه وکړه پېښور ښار ته ولاړ شي.

د سرچینو پر وینا، پولیسو دغه دوه کسان د پلټنې په یو ځای کې د نشه‌یی توکو د قاچاق‌کوونکو پر تور ونیول شول؛ خو وروسته له داعش سره د هغوی د احتمالي تړاو په اړه خبر شول.

سرچینې ادعا کوي، چې د دغو کسانو نیول وروسته د یوې همغږې استخباراتي عملیاتو پایله وبلل شوه.

Continue Reading

تازه خبرونه

امریکا د افغانستان او پاکستان د امنیتي اندېښنو په اوارولو کې د ونډې چمتووالی څرګند کړ- روبیو

روبیو د شنبې پر ورځ د اټلانټا ښار په یوه خبري غونډه کې ویلي؛ پاکستان باور لري، چې اسلامي امارت د بریدونو د مخنیوي لپاره کافي اقدامات نه‌دي کړي.

Published

on

 

د امریکا بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ويلي؛ هېواد یې چمتو دی، چې د افغانستان له خاورې څخه د پاکستان د امنیتي اندېښنو د لرې کولو لپاره اغېزمن رول ولوبوي.

روبیو د شنبې پر ورځ د اټلانټا ښار په یوه خبري غونډه کې ویلي؛ پاکستان باور لري، چې اسلامي امارت د بریدونو د مخنیوي لپاره کافي اقدامات نه‌دي کړي.

مارکو روبیو ویلي: « څرګنده ده، چې مونږ نه‌غواړو پاکستان د ترهګریزو بریدونو هدف وګرځي؛ نو که د ترسره کولو لپاره کوم اغېزمن رول لوبول وي، مونږ به یې ترسره کړو.»

دغه راز د امریکا بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې واشنګټن له اسلامي امارت سره« نږدې اړیکې نه‌لري».

روبیو زیاته کړې: «مونږ د ترهګرۍ مخالف یوو. پرته له دې، چې ترهګري له کوم ځایه سرچینه اخلي او څوک پر نښه کوي.»

پاکستان څو ځله اسلامي امارت تورن کړی، چې د پاکستان تحریک طالبانو ته اجازه ورکوي، چې د افغانستان له خاورې په پاکستان کې بریدونه ترسره کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې اسلامي امارت تل دا تورونه رد کړي او ټینګار کوي، چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد نه‌کارول کېږي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!