تازه خبرونه
د یوناما مشرې د ترکمنستان له بهرنیو چارو وزیر سره وکتل

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) مشرې روزا اوتونبایوا د ترکمنستان له بهرنیو چارو وزیر سره وکتل او د افغانستان په اړه یې د سیمې د هېوادونو او ملګرو ملتونو ترمنځ د همکارۍ په اړه خبرې وکړې.
د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزارت ويلي، دواړو لوریو د ګڼو ننګونو په ځانګړي توګه د اقتصادي او بشري ناورینونو په اړه، چې افغانستان ورسره مخ دی، د سیمې د هېوادونو او ملګرو ملتونو ترمنځ د همکارۍ پر اهمیت ټینګار وکړ.
روزا اوتونبایوا او د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر وفا حاجییف په افغانستان کې د پراختیایي پروژو د پلي کولو او په نړیوال اقتصاد کې د دغه هېواد د ننوتلو په اړه د نړیوالې همکارۍ په اړه هم خبرې وکړې.
اوتونبایوا د افغانستان لپاره د مرکزي آسیا د هېوادونو د ځانګړيو استازيو په غونډه کې د ګډون لپاره ترکمنستان ته سفر کړی دی.
د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، په دې کتنه کې د تاپي پروژې په اړه هم خبرې وشوې.
د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر په بېلابېلو کتنو کې د منځنۍ آسیا لپاره د اروپايي ټولنې له ځانګړې استازې تري هاکلا او د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له ځانګړي استازي توماس نیکلسون سره وکتل.
په دې ناستو کې د افغانستان وضعیت، د همکاریو اړوند مسایل او له دې هېواد سره د هر اړخیزو خبرو پر دوام بحث شوی دی.
تازه خبرونه
امیر خان متقي په ترانس همالیا غونډه کې د ګډون لپاره چین ته ولاړ

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي د یوه پلاوي پر مشرۍ چین ته د نړیوالې همکارۍ لپاره د ترانس همالیا په درېیمه غونډه کې د ګډون لپاره دغه هېواد ته ولاړ.
د بهرنيو چارو وزارت د ویاند مرستیال حافظ ضیا احمد پر ایکس پاڼه لیکلي، چې د دې وزارت د چارسمبالي امير خان متقي پر مشرۍ يو پلاوی د چين ولسي جمهوریت پر بلنه د چین شيژانګ ايالت اړوند د ترانس هماليا فورم په درېیمه ناسته کې د ګډون لپاره د چين پر لوري روان شو.
په یاد فورم کې د هماليا د غرونو شاوخوا هېوادونو ترمنځ پر اقتصادي همکاریو، سيمهييز اتصال او ايکولوژيکي بدلونونو بحثونه کېږي.
نوموړي زیاته کړې؛ د بهرنیو چارو وزیر او مل پلاوی به د دې فورم په څنګ کي د چین ولسي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر او د نورو هېوادو له استازو سره دوه اړخیزې ناستي هم ولري.
ویل کیږي، چې په پلاوي کې د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال داکتر عبدالطيف نظري او یو شمېر نور مسوولین هم برخه لري.
تازه خبرونه
پاکستان د افغانانو د ورتګ قوانین نور هم سخت کړل

اسلاماباد پرېکړه کړې، چې د راتلونکې میاشتې له پیله به د نورو هېوادونو د وګړیو په څېر ټول افغان وګړي هم اړ وي، چې پر باوري پاسپورت او ویزې پاکستان ته دننه شي.
د پخوانۍ تګلارې له مخې؛ د دیورند کرښې دواړو غاړیو ته د قومونو تر منځ وېشل شويو خلکو کولی شول، چې پر ځانګړې سفري اجازې پاکستان ته داخل شي.
د امریکا غږ د خبر له مخې: د یوې رسمي لارښوونې له مخې، چې د افغانستان په ټولو پولو کې د کډوالۍ چارواکو ته لیږل شوې؛ پاسپورتونه به د ۲۰۲۳ ز. کال د نومبر له لومړۍ نېټې څخه د یوازني سفري سند په توګه د ټینګار وړ وي.
په دې لارښوونه کې راغلي: له افغانستان څخه پاکستان ته د سفر لپاره کوم بل سند نه منل کېږي.
د پاکستان حکومت تر اوسه د نوې تګلارې په اړه رسمي اعلان نهدی کړی.
یوه پاکستاني چارواکي امریکا غږ ته ویلي؛ هیله لري، چې د اسلامي امارت چارواکي به د نوې تګلارې په پلي کولو کې همکاري وکړي او د یاغیانو او قاچاقبرانو د ناقانونه تګ راتګ مخه ونیول شي.
اسلامي امارت تر اوسه په دې اړه څه نهدي ویلي.
دغه راز پاکستان په دغه هېواد کې په ناقانونه توګه د میشتو افغانانو پر وړاندې خپلې هڅې چټکې کړې دي.
د تېرې پنجشنبې پر ورځ د پاکستان بهرنیو چارو وزارت لنډمهالي وزیر جلیل عباس جیلاني اعلان وکړ، چې حکومت به له افغانستان او نورو هېوادونو څخه غیر قانوني کډوال شړي.
تازه خبرونه
په هلمند کې بهرنيو سیلانیانو له تاریخي سیمو لیدنه وکړه

په افغانستان کې د امنیت له ټینګیدو سره بهرنیو سیلانیانو د دغه هېواد له تاریخي سیمو لیدنه پیل کړې، چې له لسیزو راپدیخوا د سیلانیانو ورتګ ناشونی و.
د سیلانیانو یوې ډلې د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه کې د بستکلا، چې درې زره کاله لرغونې او د ۱۱ پېړۍ د جومات د پاتې شوي محراب له کبله نومیالۍ شوې ده.
د آلمان، آمریکا، نیوزیلند او سویلي آفریقا څخه د ۱۱ کسانو په دې ډله کې پېنځه میرمنې هم شته، چې ټولو یې د هېواد د دې کلا او نورو تاریخي سیمو له لیدو ستاینه کړې ده.
سیلانیانو ویلي، چې د سولې د ټینګښت له کبله افغانستان ته د راتګ ښه وخت دی.
د سويلي آفريقا يوه سيلاني ويلي: افغانستان د کانونو له پلوه يو بډايه هېواد دى، دوى بايد د خپلو خلکو او هېواد لپاره کار وکړي، چې د نورو هېوادونو له انحصار څخه ځان وژغوري.
يوه امريکايي سيلاني څرګنده کړې: خوښ يم، چې له خپلو ملګرو سره مې د دغه تاريخي ولايت بستکلا او ځينو نورو تاريخي سيمو ليدنه وکړه.
دا په داسې حال کې ده، چې دهلمند اطلاعاتو او فرهنګ رييس سلطان محمدحنيف ويلي، چې د اسلامي امارت له رامنځته کېدو راپديخوا دې ولايت ته له بېلابېلو هېوادونو ګڼشمېر سيلانيانو سفرونه کړي دي.
-
روغتيا2 days ago
تېر کال په افغانستان کې دوه زره کسان د زړه د ناروغۍ له کبله مړه شوي
-
لوبی1 day ago
اجی جدیجا د نړیوال جام لپاره د افغانستان کرکت ملي لوبډلې د سلاکار روزونکي په توګه وټاکل شو
-
روغتيا1 day ago
د ۲۰۲۳ کال د نوبل روغتیايي جایزه د کرونا ویروس د دوه واکسین جوړوونکیو پر برخه شوه
-
سیمه ییز خبرونه3 days ago
پاکستان د مستونګ په خونړۍ چاودنه کې هندي استخبارات تورن کړل
-
لوبی4 days ago
د افغانستان او سویلي افریقا تمریناتي لوبه د سخت باران له کبله ونهشوه
-
تازه خبرونه3 days ago
په هند کې د افغانستان سفارت رسماً خپل فعالیتونه وځنډول
-
نړۍ3 days ago
د جمهوري غوښتونکیو بودجه ردولو د امریکا حکومت د ړنګېدو له ګواښ سره مخ کړ
-
نړۍ2 days ago
د لنډمهاله بودجې له تصویبېدو سره د امریکا د حکومتي چارو د بندېدو مخه ونیول شوه