نړۍ
روسیې او اوکراین د اوربند په اړه له سمدستي خبرو اترو سره هوکړه وکړه – ټرمپ
ټرمپ ټروټ پاڼه کې ویلي، چې هغه دا پلان د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي او همدارنګه د اروپایي اتحادیې، فرانسې، ایټالیا، جرمني او فنلینډ مشرانو ته د روسیې له مشر سره له خپلې غونډې وروسته په یوه ګډه ټیلیفوني اړیکه کې وړاندې کړ.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دوشنبې پر ورځ د روسیې له ولسمشر ولادمیر پوتین سره له خپلې ټیلیفوني اړیکې وروسته ویلي، چې روسیه او اوکراین به سمدلاسه د اوربند لپاره خبرې اترې پیل کړي؛ خو کرملین ویلي، چې دا بهیر به وخت ونیسي.
ټرمپ ټروټ پاڼه کې ویلي، چې هغه دا پلان د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي او همدارنګه د اروپایي اتحادیې، فرانسې، ایټالیا، جرمني او فنلینډ مشرانو ته د روسیې له مشر سره له خپلې غونډې وروسته په یوه ګډه ټیلیفوني اړیکه کې وړاندې کړ.
ټرمپ وایي: “روسیه او اوکراین به سمدلاسه د اوربند او تر ټولو مهم د جګړې د پای ته رسېدو لپاره خبرې اترې پیل کړي.” هغه وروسته په سپینه ماڼۍ کې زیاته کړه، فکر کوي، چې “یو څه پرمختګ شونی دی.”
پوتین له ټرمپ څخه مننه وکړه، چې د مسکو او کیف ترمنځ یې د مستقیمو خبرو اترو له بیا پیل ملاتړ وکړ. دواړو خواوو تېره اوونۍ په ترکیه کې د لومړي ځل لپاره مخامخ خبرې اترې وکړې؛ خو د دوشنبې له ټیلیفوني خبرو اترو وروسته هغه یوازې دا ویلي، چې هڅې “په ټوله کې پر سمه لار” روانې دي.
پوتین د تورې بحیرې تفریحي سیمې سوچي ته نږدې خبریالانو ته وویل: “مونږ د امریکا له ولسمشر سره هوکړه کړې، چې روسیه به اوکراین ته د سولې د احتمالي راتلونکي تړون په اړه همکاري وکړي.”
د جرمني لومړي وزیر فریډریش مرتس د دوشنبې پر ورځ ناوخته په پاڼه کې ولیکل، چې اروپايي مشرانو پرېکړه وکړه، چې د بندیزونو له لارې پر روسیه فشار زیات کړي.
ټرمپ پر روسیې د بندیزونو په اړه خبریالانو ته وویل: “ښه! فکر کوم، چې د یو څه ترسره کولو چانس شته او که تاسې دا کار کوئ، شونې ده، چې ورسره وضعیت نور هم خراب کړئ؛ خو کېدی شي هغه وخت راشي، چې دا پېښه شي.”
ټرمپ ویلي، چې “ځینې په ځانځانۍ کې ښکېل دي.” له پرمختګ پرته زه یوازې شاتګ کوم. “دا زما جګړه نده.”
د کرملین مرستیال یوري اوشاکوف ویلي، چې ټرمپ او پوتین د اوربند لپاره د مهالویش په اړه بحث ندی کړی؛ خو د بندیانو په تبادله کې یې د نهه امریکایانو په بدل کې د نهو روسانو د تبادلې په اړه بحث کړی. هغه ویلي، چې د امریکا مشر د مسکو او واشنګټن ترمنځ د اړیکو امکانات “اغېزمن” وبلل.
د روسیې دولتي خبري آژانسونو د کرملین ویاند دمیتري پیسکوف د څرګندونو له مخې ویلي، چې مسکو او کیف د سولې او اوربند د یادښت د یو ګډ متن د پراختیا لپاره له “پیچلو اړیکو” سره مخ دي.
د ریا خبري سرچینې د هغه د څرګندونو له مخې ویليو چې: ” کوم ځانګړی ضرب الاجل نشه او نه به وي.
د سویډن پخواني لومړي وزیر کارل بیلډټ په ایکس پاڼه کې ولیکل، چې له ټرمپ سره ټیلیفونې اړیکه ” له شک پرته د پوتین لپاره بریا وه.”
هغه ویلي، چې د روسیې مشر “د بېړني اوربند غوښتنه رد کړه او پرځای یې کولی شي په ورته وخت کې نظامي عملیات روان وساتي.”
له ټرمپ سره له خبرو وروسته زیلینسکي ویلي، چې کیف او د هغه ملګري ممکن د جګړې د پای ته رسولو لپاره د هڅو د یوې برخې په توګه د اوکراین، روسیې، امریکا، اروپایي اتحادیې هېوادونو او انګلستان ترمنځ د لوړې کچې د غونډې غوښتنه وکړي.
زیلینسکي په ایکس کې ولیکل: “اوکراین له روسیې سره په هر ډول مستقیمو خبرو اترو کې، چې پایلې ولري خبرو ته چمتو دی.”
هغه ویلي، چې دا ناسته د ترکیې، واټیکان یا سویس پر کوربتوب ترسره شي.
ټرمپ ویلي، چې پاپ لیو په واتیکان کې د خبرو اترو کوربتوب ته لېوالتیا ښودلې وه؛ خو واټیکان سمدلاسه د تبصرې غوښتنې ته ځواب ونه وایه.
د کرملین پیسکوف ویلي، چې مسکو هم د واټیکان له وړاندیز هرکلی وکړ؛ خو د “ممکنه راتلونکو اړیکو” لپاره هېڅ پرېکړه نده شوې.
یو کس، چې د اوکراین او اروپایی مشرانو سره د ټرمپ له ټیلیفوني خبرو خبر دی ویلي، چې ګډونوال “حیران” ول، چې ټرمپ نه غواړي پر پوتین بندیزونه ولګوي.
د ایکس په یوه لیکنه کې د اروپایی کمیسیون مشرې اورسولا فون ډر لاین یوازې څرګنده کړېو چې له ټرمپ سره خبرې اترې “ښې” وې او دا “مهمه د،ه چې امریکا تعامل روان وساتي.”
ویل کیږي، چې که ټرمپ پر روسیې نوي بندیزونه ولګوي؛ نو دا به د پام وړ شېبه وي، ځکه هغه ورسره خواخوږي ښودلې ده.
نړۍ
له منځني ختیځ څخه د امریکایي وګړو د وتلو پرېکړه وشوه
دا امر په داسې حال کې شوی، چې امریکا او اسرائیل پر ایران ګډ بریدونه روان ساتلي دي.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت د امریکايي وګړو لپاره یو بیړنی او بېساری امر صادر کړ، چې د منځني ختیځ له هېوادونو څخه دې ووځي.
دا امر په داسې حال کې شوی، چې امریکا او اسرائیل پر ایران ګډ بریدونه روان ساتلي دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په دې امر کې راغلي؛ امریکایي وګړي باید سمدلاسه د اسرائیلو، سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو په ګډون له اړوند هېوادونو څخه په سوداګریزو الوتنو کې ووځي او د حکومت احتمالي تخلیې ته ونهګوري.
چارواکو د دې پریکړې دلیل “جدي امنیتي خطرونه” یاد کړي دي.
د امریکا چارواکو له خپلو اتباعو څخه غوښتي چې د بهرنیو چارو وزارت د بېړني ټیلیفون شمېرې ته زنګ ووهي او د تازه معلوماتو لپاره نوملیکنه وکړي.
شنونکو ويلي، چې د هوايي حریم تړل او د الوتنو لغوه کول کولی شي بحران د ورځو یا اونیو لپاره وغځوي.
ویل کیږي، چې دې بدلونونو په سیمه کې د اوږدمهاله بحران او پراخې بې ثباتۍ اندېښنې راپورته کړې دي.
نړۍ
یوازې ۲۷ سلنه امریکایان پر ایران له بریدونو ملاتړ کوي – نظرپوښتنه
دې نظرپوښتنې، چې د امریکا او اسرائیلو لهخوا پر ایران د بریدونو په لړ کې ترسره شوې؛ وښودله، چې ډېری امریکایان د پوځي ځواک کارولو په اړه زړه نازړه دي. له نیمایي څخه ډېر (۵۶سلنه) ځواب ویونکي پدې باور دي، چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ د امریکا د ګټو لپاره د پوځي ځواک کارولو ته ډېر لېواله دی.
د رویټرز/ ایپسوس وروستۍ نظرپوښتنه ښیي؛ یوازې یو پر څلورمه(۲۷سلنه ) امریکایان پر ایران د امریکا له پوځي بریدونو ملاتړ کوي، چې د ایران رهبر یې وواژه. په داسې حال کې، چې ۴۳سلنه یې مخالفت لري او ۲۹سلنې یې اوس هم پرېکړه نده کړې.
دې نظرپوښتنې، چې د امریکا او اسرائیلو لهخوا پر ایران د بریدونو په لړ کې ترسره شوې؛ وښودله، چې ډېری امریکایان د پوځي ځواک کارولو په اړه زړه نازړه دي. له نیمایي څخه ډېر (۵۶سلنه) ځواب ویونکي پدې باور دي، چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ د امریکا د ګټو لپاره د پوځي ځواک کارولو ته ډېر لېواله دی.
دا نظر د ډیموکراټانو تر منځ خورا پیاوړی دی او ۸۷سلنه ډیموکراټان دا نظر لري.
جمهوري غوښتونکي اندېښنه لري، چې: د ټرمپ شاوخوا ۴۲سلنه ملاتړو ویلي؛ که چېرې دا عملیات په منځني ختیځ کې د امریکایي سرتېرو د مړینې یا ټپي کېدا لامل شي؛ نو د عملیاتو له دوام ملاتړ به لږ کړي.
د نظرپوښتنې پایلې په داسې حال کې راپورته شوي، چې امریکا او اسرائیلو له زر ډېر ایراني پوځي اهداف پر نښه کړي او په شخړه کې د امریکا د پوځي تلفاتو لومړنی تائید هم شوی دی.
نړۍ
ټرمپ کانګرس ته پر ۱۰۸ دقیقو اوږدې وینا خپله ولسمشري له سره تعریف کړه
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په دې ریکارډ ماتوونکې وینا کې هڅه وکړه، چې د خپلې دوهیم پېر چاپېریال د ځان پر ګټه راوڅرخوي او له سره یې تعریف کړي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سې شنبې پر شپه د کانګرس ګډې غونډې ته خپله کلنۍ وینا، چې شاوخوا ۱ ساعت او ۵۰ دقیقې روانه وه؛ د امریکا په تاریخ کې له ۲۰۰۰ کال راپدېخوا د بل کلنټن د اوږدې وینا ریکارډ مات او خپله ولسمشري یې له سره تعریف کړه.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په دې ریکارډ ماتوونکې وینا کې هڅه وکړه، چې د خپلې دوهیم پېر چاپېریال د ځان پر ګټه راوڅرخوي او له سره یې تعریف کړي.
دا وینا په کانګرس کې تر ټولو اوږده ثبت شوې ولسمشریزه وینا ګڼل کېږي؛ ټرمپ خپله د تېر کال د ۱۰۰ دقیقو وینا هم ماته کړه. په ۲۰۰۰ ږ.کال کې تر ټولو اوږده وینا پخواني ولسمشر بل کلنټن ثبت کړې وه، چې ۸۹ دقیقې وه او په ۱۹۹۵ کال کې یې ۸۵ دقیقې وینا کړې وه.
په ټوله کې دا وینا پر اقتصاد راوڅرخېده، چې ټرمپ په کې د خپلې سوداګرۍ او تعرفې پالیسیو دفاع وکړه.
ټرمپ ادعا کړې، چې هغه په سپینه ماڼۍ کې د خپل لومړي کال په اوږدو کې “تاریخي بدلون” رامنځته کړی دی.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي: « زمونږ ملت بېرته راغلی دی؛ لوی، غوره، بډایه او تر بل هر وخت پیاوړی… مونږ په امریکا کې یو طلايي پېر ته دننه کیږو. په راتلونکي کې فابریکې، دندې، پانګونې او ټریلیونونه ډالر به په امریکا کې کښته پورته شي؛ ځکه مونږ یو داسې ولسمشر لرو، چې امریکا ته لومړیتوب ورکوي.”
ډونالډ ټرمپ د خپلې وینا یوه برخه د ایران اړوند بدلونونو ته ځانګړې کړه او داسې ټینګار یې څرګند کړ؛ تهران ته به اجازه ورنکړي، چې اټومي وسلې ترلاسه کړي.
نوموړي زیاته کړې؛ هغه تر دې دمه د څو جګړو مخه نیولې او هغه غوره ګڼي، چې د ایران مسله د ډیپلوماسۍ له لارې حل کړي.
ډونالډ ټرمپ په دې اړه وایي: « د نیمې شپې څټک نومو عملیاتو وروسته دوی ته خبرداری ورکړ شوی و، چې خپل د وسلو پروګرام بیا جوړ نکړي او له اټومي وسلو جوړولو دډه وکړي. اوس دوی د خپل اټومي پروګرام په برخه کې خپلې هیلې بیا پیل کړې دي. مونږ له دوی سره خبرې اترې کوو او دوی غواړي، چې یوه هوکړه وکړي. زما لومړیتوب دا دی، چې د دوی ستونزه د ډیپلوماسۍ له لارې حل شي؛ خو یو شی ډاډمن دی: زه به هیڅکله په نړۍ کې د ترهګرۍ ترټولو لوی ملاتړي ته اجازه ورنکړم، چې اټومي وسلې ترلاسه کړي.»
هغه همدارنګه د ونزویلا د تېلو په امریکايي بازار کې د زیاتې برخې د ګډون او د یوې لویې میکسیکوي نشهيي توکو قاچاقچي له مړینې خبر ورکړ او په نورو شېبو کې یې پر ډیموکراټانو او غیرقانوني کډوالو سختې نیوکې وکړې.
په امریکا کې نظرپوښتنې ښيي، چې د روان کال په نومبر کې له منځمهاله ټاکنو څخه مخکې د ډونالډ ټرمپ د دوهیمې دورې پلانونو لپاره د خلکو ملاتړ کم شوی دی. نړیوالو رسنیو په دې غونډه کې لفظي کړکېچونه د ژور سیاسي وېش د دوام نښه ګڼلې؛ هغه وېش، چې د راتلونکو سیاسي سیالیو په درشل کې تر بل هر وخت ډېر څرګند لیدل کیږي.
-
سیمه ییز خبرونه3 days agoد ایران لنډمهالې رهبرۍ شورا د جوړېدا په درشل کې چارواکو د سخت غبرګون اعلان وکړ
-
تازه خبرونه3 days agoافغان امنیتي ځواکونو په تورخم کې پاکستان ته درانده زیانونه واړول
-
تازه خبرونه2 days agoافغانان باید دښمن ته د مداخلې زمینه برابره نکړي – زلمی خلیلزاد
-
تازه خبرونه3 days agoپه افغانستان کې د پاکستان پر شپنیو بریدونو عام وګړي زیانمن شول
-
تازه خبرونه2 days agoد پاکستان پر اړینو پوځي اډو اغېزمن هوايي بریدونه ترسره شول – ملي دفاع وزارت
-
تازه خبرونه15 hours agoد افغانستان او پاکستان شخړه د حق او باطل له نظره ووینئ – مفتي ندوي
-
سیمه ییز خبرونه2 days agoاسرائیل په منځني ختیځ کې پر لبنان هوايي بریدونه وکړل
-
څار3 days agoڅار: د پاکستان پر وړاندې د افغانستان غچ اخیستونکي عملیات
