Connect with us

تازه خبرونه

رییس الوزراء د ټاپي پروژې د پرانیستې په مراسمو کې د ګډون لپاره ترکمنستان ته رسېدلی

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمد الله فطرت ویلي؛ په دې کتنه کې، چې د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند هم حضور درلود؛ د دواړو هېوادونو ترمنځ د لویو پراختیایي او سیمه ییزو پروژو د تطبیق د ارزښت په اړه بحث او خبرې وشوې او هغه یې د افغانانو او ترکمنستان د خلکو لپاره ګټورې او ارزښتناکې وبللې.

خپور شوی

د

د افغانستان اسلامي امارت رییس الوزرا ملا محمدحسن اخند د یو  لوړ پوړي پلاوي پر مشرۍ د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د ټاپي او نورو پراختیایي پروژو (تېلو او ګاز، انرژي او ټرانسپورټ) د پرانیستې او کار پیلولو په مراسمو کې د ګډون لپاره د ترکمنستان سلیم چشمه ماري سیمې ته ورسېد، چې د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر رشید مرادوف او یو شمېر نورو مقاماتو له تاوده  هرکلی سره مخ شو.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمد الله فطرت ویلي؛ په دې کتنه کې، چې د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند هم حضور درلود؛ د دواړو هېوادونو ترمنځ د لویو پراختیایي او سیمه ییزو پروژو د تطبیق د ارزښت په اړه بحث او خبرې وشوې او هغه یې د افغانانو او ترکمنستان د خلکو لپاره ګټورې او ارزښتناکې وبللې.

ویل کیږي، چې  ملا محمد حسن اخوند، د ترکمنستان ولسمشر سردار بیردي محمدوف او د دغه هېواد ملي مشر قربانقلي بیردي محمدوف د ویډیو کنفرانس له لارې وصل او اړوند مشران به د ټاپي او نورو اقتصادي او پرمختیايي پروژو د پرانستلو په مناسبت جوړ شوي کنفرانس ته ویناوې وکړي او د یادو پروژو کار به رسماً پیل او پرانیستل شي.

ټاپي پروژه د طبیعي ګاز یوه نللیکه ده، چې له ترکمنستان څخه د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته غځول کېږي.

د دې نللیکې ټول اوږدوالی ۱۸۱۴ کیلومټره دی، چې له ترکمنستان څخه د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته ګاز لیږدوي.

د دې پروژې طرح په ۱۹۹۷ ز.کال کې لومړي اسلامي امارت وړاندیز کړې وه و، چې اسلامي امارت یې په هغه وخت کې هرکلی وکړ؛ خو کله، چې امریکا او ناټو پر افغانستان برید وکړ ، نو دا پروژه له پیل مخکې ودرول شوه.

د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته د ترکمنستان د ګازو د لېږد طرحه لومړی د ترکمنستان، افغانستان او پاکستان ترمنځ وړاندیز شوې وه او هند هم په ۲۰۰۸ ز.کال کې ورسره یوځای شو.

د دغې نللیکې لار له هرات، هلمند او کندهار ولایتونو څخه تېرېږي او د ټولې لارې ۸۱۶ کیلومټره یې له افغانستان څخه تېرېږي.

د دې پروژې له پلي کېدو سره به افغانستان د منځنۍ آسیا او جنوبي آسیا د هېوادونو ترمنځ په اقتصادي دهلېز بدل شي او دا پروژه د افغانستان لپاره تر ټولو ګټوره پروژه بلل کېږي.

د ټاپي ګارنللیکه د افغانستان، پاکستان او هند درې هېوادونو ته د ۳۳ میلیارډ مټرمکعب ګازو د لېږد کلني ظرفیت لري او افغانستان په دې برخه کې د ټرانزیټ رول لوبوي او له دې لارې د پاکستان او هند د ګازو اړتیاوې پوره کوي.

افغانستان پخپله هم د ګازو له پېرودونکیو څخه دی او له دې طرحې سره کولی شي ارزان بیه طبیعي ګاز چمتو کړي.

د شوي تړون له مخې؛ به افغانستان د درې لسیزو په اوږدو کې له ترکمنستان څخه درې میلیارډ مټر مکعب ګاز اخلي او د ټاپي د ګازنللیکې په اوږدو کې به ۱۲ د فشار پمپونه لګوي، چې پېنځه یې په افغانستان کې جوړیږي. د یو میلیارډ ډالرو پر ارزښت به هرات لومړنی ولایت وي بیا به هلمند او کندهار دوه‌یم او درېیم ولایتونه وي، چې له دې ارزانه طبیعي ګاز څخه به ګټه پورته کوي. افغانستان هر کال له څلور سوه میلیون ډالرو څخه زیات د ګازو د ټرانزیت حق ترلاسه کوي او په مستقیمه توګه به څلور زره کسانو ته او په غیر مستقیمه توګه زرګونه کسانو ته د کار زمینه برابره شي.

افغانستان به د دغې پروژې د عملي کېدو په لومړۍ لسیزه کې پېنځه سوه میلیون مټر مکعب ګاز ترلاسه کړي، چې په دوه‌یمه لسیزه کې به یو میلیارډ مټر مکعب او په درېیمه لسیزه کې به یو نیم میلیارډ مټر مکعب ګازو ته ورسېږي.

د وارداتي ګازو له دې کچې سره افغانستان وکولی شي د خپل ځان لپاره برښنا تولید کړي او د برښنا د تولید په برخه کې به پر ځان‌بسیا شي او په راتلونکي ګام کې دا ګاز د افغانانو له کورونو سره نښلوي او د دې پروژې یوه بله ګټه دا ده، چې د دې پروژې له لارې افغانستان کولی شي د هېواد د اړتیا وړ کیمیاوي سره هم پوره کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې نن د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه خبري ناسته کې ډاډا څرګند کړ، چې دا پروژه د افغانستان لپاره یوه ستره او تاریخي لاسته راوړنه ده او اسلامي امارت به یې په ټول توان ملاتړ وکړي.

تازه خبرونه

په سالنګ کې د ټرافیکي پېښې له کبله ۴۹ کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې

د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمد اشرف حق‌شناس وایي: “په دې پېښه کې ۵ مسافر مړه او ۴۴ نور ټپیان شول. د سالنګ د لویې لارې د ساتنې او ساتنې ریاست پرسونل او چارواکي په چټکۍ سره د پېښې ځای ته رسېدلي او ټپیان یې د خنجان کلینیک ته وړي دي.”

Published

on

د ټولګټو چارو وزارت ویلي، چې تېره شپه شاوخوا دوه بجې د شمالي سالنګ د شاوال په اړوند سیمه کې د موټر چلوونکي د بې احتیاطۍ له کبله ۵۸۰ ډوله مسافروړونکی بس له سړک ووت؛ ۵ کسانو په کې خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۴۴ نور ټپیان دي.

د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمد اشرف حق‌شناس وایي: “په دې پېښه کې ۵ مسافر مړه او ۴۴ نور ټپیان شول. د سالنګ د لویې لارې د ساتنې او ساتنې ریاست پرسونل او چارواکي په چټکۍ سره د پېښې ځای ته رسېدلي او ټپیان یې د خنجان کلینیک ته وړي دي.”

حق‌شناس زیاته کړې، چې د واورې او توپاني هوا له کبله د سالنګونو لویه لار تر بلې خبرتیا پورې به تړلې وي.

 
Continue Reading

تازه خبرونه

په کابل منډيي کې د اورلګېدو د خپرېدا مخه ونیول شوه

د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع زیاته کړې؛ په اور‌لګېدو کې ۱۰ ګودامونه او ۸ دوکانونه وسوځېدل. د لومړنیو څرګندونو له مخې؛ د پېښې زیان شاوخوا ۷۰۰ زره ډالر اټکل شوی، خو د اور وژنې پولیسو پخپل وخت د نږدې ۱۵۰ میلیون افغانیو پر ارزښت د توکو د سوځېدو مخه ونیوله.

Published

on

د کورنیو چارو وزارت ويلي، چې نن سهار د اور وژنې او پېښو ته د رسېدنې عمومي ریاست غړيو په کابل منډيي کې د بوټانو له یوه مارکېټ څخه د اور د خپرېدا مخه نیولې ده.

د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع زیاته کړې؛ په اور‌لګېدو کې ۱۰ ګودامونه او ۸ دوکانونه وسوځېدل. د لومړنیو څرګندونو له مخې؛ د پېښې زیان شاوخوا ۷۰۰ زره ډالر اټکل شوی، خو د اور وژنې پولیسو پخپل وخت د نږدې ۱۵۰ میلیون افغانیو پر ارزښت د توکو د سوځېدو مخه ونیوله.

عبدالمتین قانع وایي: د اور‌لګېدو لامل د برښنا شارټي وه؛ اور چټک کنټرول شو او د نور زیان مخه ونیول شوه.

ځایی دوکاندارانو ویلي، چې اور‌لګېدنه د سهار شاوخوا ۴ بجې رامنځته شوې وه.

Continue Reading

تازه خبرونه

افغانان باید د یو کس د جرم بیه پرې نکړي – د بوش بنسټ

تېره میاشت په واشنګټن ډي سي کې د ملي ګارډ پر دوه غړو له ډزو وروسته یو افغان وګړی، چې پخوا یې د امریکایي ځواکونو د مرکزي استخباراتو ادارې (سي آی اې) سره کار کاوه او روان کال یې پناه‌غوښتنه منل شوې؛ تورن کړ او د ټرمپ ادارې د افغانستان په ګډون د ۱۸ نورو هېوادونو د مهاجرتي غوښتنلیکونو ارزول وځنډاول او د سفر له بندیز سره مخ کړل.

Published

on

د جورج ډبلیو بوش بنسټ د ډونالډ ټرمپ ادارې د کډوالۍ پر نوې پالیسۍ د نیوکې تر څنګ ټینګار کړی، چې افغانان او د نورو هېوادونو وګړي باید د “یو کس د وحشتناک جرم” له کبله د قانوني کډوالۍ له حقونو بې برخې نشي.

تېره میاشت په واشنګټن ډي سي کې د ملي ګارډ پر دوه غړو له ډزو وروسته یو افغان وګړی، چې پخوا یې د امریکایي ځواکونو د مرکزي استخباراتو ادارې (سي آی اې) سره کار کاوه او روان کال یې پناه‌غوښتنه منل شوې؛ تورن کړ او د ټرمپ ادارې د افغانستان په ګډون د ۱۸ نورو هېوادونو د مهاجرتي غوښتنلیکونو ارزول وځنډاول او د سفر له بندیز سره مخ کړل.

د جورج ډبلیو بوش بنسټ د جمعې پر ورځ په ټولنیزو رسنیو کې ولیکل: “د یو کس کړنو، چې د وحشتناک جرم په ترسره کولو تورن دی تر دې دمه د افغانستان په ګډون د ۱۸ هېوادونو د وګړو د کډوالۍ د غوښتنلیکونو قانوني بهیر ګډوډ کړ. “افغانان په کور او متحده ایالاتو کې د نامعلوم راتلونکي سره مخ دي. مونږ نشو کولی، چې د یو کس د جرم له کبله ټولو افغانانو او د نورو هېوادونو مهاجرینو ته شا واړوو.”

دې بنسټ زیاته کړې: د ټولو هغو افغانانو د پر نښه کولو پر ځای، چې په قانوني توګه په امریکا کې ژوند کوي یا د سفر کولو نیت لري؛ غوره شوي مشران باید وارزوي، چې آیا د دې پېښې مخنیوی کېدی شو او که نه.

د بوش بنسټ دا ټینګار هم کړی؛ امریکا باید د هغو افغانانو ملاتړ وکړي، چې “په تېرو دوه لسیزو کې یې له افغانستان سره پر کار کولو یې د ښه راتلونکي جوړولو لپاره خپل ژوند په خطر کې اچولی “ځکه، نو دا اشخاص “باید د یو کس د جرم بار پر غاړه وانخلي.”

د دې دریځ په ځواب کې مایک ډیوس، چې ټرمپ ته نږدې کس او د حقوقي چارو او قضایي ګومارنو په اړه د هغه لوړ پوړی سلاکار دی؛ د جورج ډبلیو بوش د خبرو په اړه ویلي: پخوانی ولسمشر باید له ښکاره نیوکو ډډه وکړي او ډګر اوسني ولسمشر ته پریږدي.

دغه راز د ټرمپ ادارې د کورني امنیت سلاکار او د سپینې ماڼۍ مرستیال سټیفن میلر د دغو څرګندونو په اړه هم غږ پورته کړی او وایي: “لکه څنګه، چې امریکایان د کریسمس لپاره چمتووالی نیسي؛ د جورج ډبلیو بوش بنسټ د نړۍ له خطرناکو هېوادونو څخه د بې محدوده مهاجرت د بېړنۍ اړتیا په اړه خبرې کوي. په داسې حال کې، چې ځینې دا کډوال ممکن مونږ ته زیان ورسوي.”

دا لفظي شخړه په داسې حال کې راپورته شوې، چې د امریکا د مهاجرت پالیسي یو ځل بیا په دې هېواد کې یوه توده او جنجالي سیاسي مسله ګرځېدلې ده.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!