لوبی

زمبابوی ته د سفر لپاره د افغان کرکټ لوبډلو نوملړ په ډاګه شو

Published

on

(Last Updated On: غبرګولى ۳, ۱۴۰۱)

د افغانستان کرکټ بورډ غوراوي کمیټې د زمبابوې پر وړاندې د درې یو ورځنیو او درې شل آوریزو لوبو لپاره د ملي لوبغاړیو نوملړ اعلان کړ.

ټاکل شوې دغه لوبې به د غبرګولي پر ۱۴ پیل او تر ۲۴ به روانې وي.

د افغانستان کرکټ بورډ څرګنده کړې، چې د یو ورځنیو نړیوالو سیالیو لپاره په دغه نوملړ کې رحمان الله ګوربز، ریاض حسن، ابراهیم ځدراڼ، حشمت الله شهیدي (روزونکی)، رحمت شاه، نجیب الله ځدراڼ، شاهد کمال، اکرام علي خېل او محمد نبي شامل دي. عظمت الله عمرزی، راشد خان، مجیب الرحمن، ضیاء الرحمن اکبر، فضل الحق فاروقي، فرید ملک او یامین احمدزی هم په پام کې نیول شوي، چې پر دې سربېره نور احمد او نجات مسعود هم د احتیاطي لوبغاړیو په نوملړ کې شته دي.

همدارنګه د شل آوریزو سیالیو په نوملړ کې رحمان الله ګوربز د (ویکټ کیپر) په توګه، حضرت الله ځاځی، عثمان غنی، احسان الله جنت، نجیب الله ځدراڼ، دروېش رسولی، کریم جنت، محمد نبی (روزونکی)، عظمت الله عمرزی، شرف الدین اشرف شامل دي. افسر ځاځی، راشد خان، نور احمد، فضل فاروقي، فرید ملک او نجات مسعود شامل دي. په داسې حال کې، چې سید احمد شېرزاد او ظاهر خان په احتیاطي نوملړ کې دي.

افغان لوبغاړي، چې دا مهال په هېواد کې دننه تمرین کوي، د جون پر ۴، ۶ او ۹ به د زمبابوی پر وړاندې په یو ورځنیو نړیوالو لوبو کې لوبېږي. په داسې حال کې، چې د جون پر ۱۱، ۱۲ او ۱۴ نېټه به د زمبابوی پر وړاندې د ۲۰ آوریزو لوبو په لړ کې میدان ته ننوځي.

د افغانستان کرکټ بورډ په ډاګه کوي؛ د دغو سیالیو د لړۍ یو ورځنۍ لوبې د ۲۰۲۳ کال نړیوال جام ته د غوراوي لوبو یوه برخه ده او راتلونکي نړیوال جام ته د بشپړ چمتووالي پر موخه د ۲۰ آوریزو لوبو لړۍ ده او د یادو لوبو په درجه بندۍ کې شامل دي.

د افغانستان کرکټ بورډ زیاته کړې، چې د زمبابوی پر وړاندې به ټولې یادې لوبې د پلازمېنې په هراري لوبغالي کې ترسره شي، چې یو ورځنۍ سیالۍ به د افغانستان پر وخت شاوخوا ۱۱:۴۵ پیل شي او دغه ۲۰ آوریزه نړیواله سیالۍ به د افغانستان پر وخت په ۳:۳۰ بجو پیل شي.

Trending

Exit mobile version