Connect with us

تازه خبرونه

سپینې ماڼۍ ترمپ له افغانستان څخه پر بې مسوولیته وتلو تورن کړ

خپور شوی

د

Last Updated on: وری ۱۹, ۱۴۰۲

سپینې ماڼۍ د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې له افغانستان څخه د امریکايي پوځیانو د وتلو د څرنګوالي په اړه خپل راپور د امریکا له ولسي جرګې سره شریک کړ.

د امریکا ولسي جرګې د بهرنیو اړیکو د کمیتې د فشار؛ په پای کې سپینې ماڼۍ له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو د څرنګوالي په اړه کانګرس ته خپل راپور وړاندې کړ.

سپینې ماڼۍ له افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو د وتلو لپاره د خپلو اقداماتو دفاع کړې ده، چې په دې هېواد کې یې د امريکا شل کلنه جګړه پای ته ورسوله.

سپینې ماڼۍ ويلي؛ د دونالد ترمپ حکومت له افغانستان څخه د امریکا له ګډوډیو ډکو وتلو اصلي عامل و. د سپینې ماڼۍ د امنیت شورا وايي؛ هیڅ شي نشو کولی له افغانستان څخه د وتلو لاره بدله کړي او بالاخره ولسمشر بایدن نه غوښتل؛ د امریکایانو بل نسل داسې جګړې ته ولیږدول شي، چې د امریکا لپاره باید ډېر مخکې پای ته رسیدلی وای.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا د ستراتیژیکو چارو همغږي کوونکی او ویاند جان کربي وایي: ولسمشر بایدن دوه انتخابونه لرل؛ یو دا، چې افغانستان ته نور ځواکونه واستوي او امریکايي ځواکونه په دې هېواد کې دایمي پاتې شي او دوه‌یم دا، چې له وتلو سره په افغانستان کې جګړه پای ته ورسوي. هغه د وتلو پرېکړه وکړه؛ خو ولسمشر جوبایدن مخکې له مخکې د خپلو متحدینو او امریکايي اتباعو د وتلو پر پلان غور وکړ.

سپینه ماڼۍ وايي، له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو اصلي عامل د دونالد ترمپ اداره وه.

په دې ۱۲ مخیز راپور کې ویل شوي، چې د جو بایدن لاسونه د ترمپ ادارې لخوا په دې اړه د شویو پرېکړو له کبله سخت تړل شوي وه.

په راپور کې جوبایدن په ډاګه کړې، چې ده ته د دوحې تړون د دونالد ترمپ له حکومت څخه په میراث پاتې و، چې له مخې یې امریکايي ځواکونه له افغانستان ووتل.

سپینه ماڼۍ وايي؛ اصلي راپور د پنجشنبې پر ورځ کانګرس ته په خصوصي توګه چمتو شوی و او د محرمیت له کبله به خلکو ته نه خپریږي.

سپینه ماڼۍ زیاته کړې؛ هیڅ یوې استخباراتي ادارې د افغان دولتي ځواکونو د دومره زر پاشل کیدو وړاندوینه نه وه کړې. په دې راپور کې سپینه ماڼۍ  د ۲۰۲۱ ز. کال د اګست پر ۲۶ د کابل هوایي ډګر ته پر راغلیو خلکو د ځانمرګي برید په مخنیوي کې له هر ډول تېروتنې ځان په څنګ کړی او ویلي یې دي، چې هلته ټولې پرېکړې د پوځ لخوا کیدې.

له افغانستان څخه د امریکا په مشرۍ د نړیوال ائتلاف د پوځونو وتل له سترو ګډوډيو سره مل ول. امریکا د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۳۰ شپه د خپلو پوځیانو د وروستي پوځي ټولګی له افغانستان څخه وویست.

د یادونې ده، چې امریکا په خپله تر ټولو اوږده جګړه کې خپل شاوخوا ۲۵۰۰ پوځیان له لاسه ورکړل او د ملت جوړونې بهیر یې رد کړ؛ خو هغه څه، چې د بایدن حکومت یې له لویې ننګونې سره مخ کړ، د کابل له هوايي ډګر بهر د داعش په ادعا شوي ځانمرګي برید کې د ۱۳ امریکايي سرتېرو او سلګونه افغانانو وژل کېدل او د ملکي افغانانو پر کور ړوند برید دی.

تازه خبرونه

اټریش له ازبکستان سره د افغان کډوالو د ایستلو د آسانتیا لپاره تړون لاسلیکوي

د اټریش کورنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ د دې تړون موخه دا ده، چې د مهاجرینو د راستنولو بهیر له درېیمو هېوادونو څخه آسانه او د ایستلو د تطبیق زمینه برابره کړي.

Published

on

اټریش ویلي، چې راتلونکې میاشت به له ازبکستان سره یوه داسې تړون لاسلیک کړي، چې د مهاجرینو؛ په ځانګړي توګه د افغانانو د ایستلو بهیر آسانه کړي.

د اټریش کورنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ د دې تړون موخه دا ده، چې د مهاجرینو د راستنولو بهیر له درېیمو هېوادونو څخه آسانه او د ایستلو د تطبیق زمینه برابره کړي.

د راپور له مخې؛ د اټریش کورنیو چارو او بهرنیو چارو وزیران د می پر اوومه ازبکستان ته سفر وکوي او دا تړون به پر رسمي بڼه لاسلیک کړي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند مارکوس هاینډل دغه تړون مهم بللی او څرګندوي، چې هدف یې د هغو کسانو انتقال دی، چې باید خپلو اصلي هېوادونو په ځانګړي توګه افغانستان ته ستانه شي.

په اروپایي ټولنه کې هم د هغو مهاجرینو د ستنولو بحثونه روان دي، چې د استوګنې حق نه‌لري؛ په ځانګړي توګه افغانان.

د اروپایي کمیسیون ویاند ویلي، چې په دې برخه کې له اړوند افغان چارواکو سره تخنیکي تماسونه روان دي.

دغه اروپایي چارواکی ویلي، چې دا تماسونه د اروپایي ۲۰ هېوادونو د کورنیو چارو او مهاجرت وزیرانو په ګډه غوښتنه پیل شوي او غوښتنه کوي، چې د مهاجرینو د ستنولو په بهیر کې دې ښه همغږي وشي.

سره له دې، چې د بشري حقونو بنسټونو او د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیسارۍ اندېښنه ښودلې؛ یو شمېر اروپایي هېوادونو د هغو مهاجرینو د ستنولو لپاره پلان جوړول پیل کړي، چې پر وینا یې د استوګنې حق نه‌لري یا هم پر جرمونو تورن دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په بدخشان کې ناورین؛ ځمکې ښویېدنې پېنځه کان‌کېندونکي له ژوند بې‌برخې کړل

د سیمه‌ییزو سرچینو د څرګندونو له مخې؛ دا پېښه د آویز کلي په پستاو سیمه کې رامنځته شوې ده.

Published

on

نن سهار د بدخشان ولایت په شهر بزرګ ولسوالۍ کې ځمکې ښویېدنې له پېنځه کسانو خوږ ژوند اخیستی دی.

د سیمه‌ییزو سرچینو د څرګندونو له مخې؛ دا پېښه د آویز کلي په پستاو سیمه کې رامنځته شوې ده.

د بدخشان ولایت په شهر بزرګ ولسوالۍ کې د څلورم سرحدي کنډک قومندان میر احمد ویلي، چې قربانیان د یاوان ولسوالۍ اوسیدونکي وه او د تونلونو دننه د سرو زرو پر استخراج اخته ول.

ویل کیږي، چې د پېښې اصلي علت د خاورې نرمښت او د خوندیتوب د آسانتیاوو نشتوالی دی.

Continue Reading

تازه خبرونه

په امریکا کې د کابل هوايي ډګر د برید پر تور یو افغان مجرم وپېژندل شو

د راپور له مخې: دغه کس، چې محمد شریف‌الله نومېږي داعش ډلې ته د مادي ملاتړ برابرولو پر تور محکوم شوی؛ خو منصفه جرګه په دې اړه هوکړې ته ونه‌ورسېده، چې آیا کړنې یې مستقیماً د قربانیانو د وژل کېدو لامل شوی که نه.

Published

on

د رویټرز خبري آژانس راپور ورکړی، چې د امریکا د ویرجینیا ایالت یوې فډرالي منصفه جرګې یو افغان د ۲۰۲۱ ز.کال د کابل هوايي ډګر په برید کې له یوې ترهګرې ډلې سره د همکارۍ پر تور مجرم پېژندلی دی.

د راپور له مخې: دغه کس، چې محمد شریف‌الله نومېږي داعش ډلې ته د مادي ملاتړ برابرولو پر تور محکوم شوی؛ خو منصفه جرګه په دې اړه هوکړې ته ونه‌ورسېده، چې آیا کړنې یې مستقیماً د قربانیانو د وژل کېدو لامل شوی که نه.

دا پرېکړه په دې معنا ده، چې نوموړی له عمري بند څخه ژغورل شوی؛ خو اوس هم تر ۲۰ کلونو پورې د بند له احتمال سره مخ دی. فډرالي قاضي تر اوسه د وروستۍ سزا نېټه نه‌ده ټاکلې.

یاد برید د ۲۰۲۱ ز.کال د اګست پر شپږویشتمه له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د بې‌نظمه وتلو پر مهال په داسې حال کې ترسره شو، چې یوه ځانمرګي بریدګر د کابل هوايي ډګر «ابي ګېټ» ته نږدې ځان والوزاوه. په دې پېښه کې ۱۳ امریکايي سرتېري او شاوخوا ۱۶۰ افغان ملکي وګړي ووژل شول.

څارنوالانو ادعا کړې، چې شریف‌الله د ځای د څارنې او د اړیکو د آسانتیا په برابرولو کې له دې برید سره مرسته کړې؛ خو د هغه مدافع وکیلانو ویلي، چې د امریکا حکومت تر ډېره د FBI د پلټنو پر مهال د تورن پر څرګندونو تکیه کړې او کافي خپلواکه شواهد یې نه‌دي وړاندې کړي.

دا دوسیه په امریکا کې د کابل هوايي ډګر د خونړي برید په تړاو لومړنۍ جنایي محکمه بلل کېږي. دا هغه پېښه ده، چې اوس یې هم له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه بحثونه اغېزمن کړي دي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!