تازه خبرونه

سېلابونو زرګونه کورنۍ زیانمنې کړي؛ له افغان ماشومانو سره د مرستې روانې هڅې

د یونیسف د راپور له مخې، سېلابونو په ټوله کې ۱۱۶۸ کورنۍ زیانمنې کړې او ۱۱۶۴ کورونه یې ویجاړ یا زیانمن کړي دي.

Published

on

د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق(یونیسف) د تازه بشري وضعیت په اړه راپور ښیي، چې د روان کال په جولای  کې د ۱۴ ولایتونو ناڅاپي سېلابونو د څه باندې زر کورنیو ژوند اغېزمن کړی دی.

د یونیسف د راپور له مخې، سېلابونو په ټوله کې ۱۱۶۸ کورنۍ زیانمنې کړې او ۱۱۶۴ کورونه یې ویجاړ یا زیانمن کړي دي.

راپور زیاتوي، د نورستان په مرکز پارون کې د سېلابونو له کبله ۲۳ کسان مړه شوي او د شاوخوا زر کورنیو د اوبو رسولو خدمتونه ګډوډ شوي دي.

یونیسف ویلي، چې د اساسي روغتیایي چوپړتیاوو د وړاندې کولو لپاره یې له ۲۳۹۳ ثابتو او ۱۶ ګرځنده روغتیایي مرکزونو سره مرسته کړې او په ټول افغانستان کې یې د ناروغیو ۲۴۵ پېښو ته رسېدنه کړې ده.

د دې ادارې د څرګندونو له مخې؛ د جولای په میاشت کې شاوخوا ۱۸۳ زره له پېنځه کلونو کم عمره ماشومان د شري پر وړاندې واکسین شوي دي.

د اوبو، حفظ‌الصحې او روغتیا په برخه کې شاوخوا ۹۶ زره او ۳۰۰ کسانو د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی موندلی، له ۸۹ زره ډېرو کسانو له بنسټیزو حفظ‌الصحې خدمتونو ګټه اخیستې او ۱۸۰ زره او ۸۱۴ کسانو ته د اوبو او حفظ‌الصحې اړین توکي برابر شوي دي.

یونیسف او شریکانو یې په جولای کې شاوخوا ۱.۱ میلیون ماشومان د سختې خوارځواکۍ له پلوه هم کتلي، چې ۱۰۴ زره او ۶۰۲ ماشومان د خوارځواکۍ د درملنې لپاره بستر شوي دي.

د راپور له مخې، په همدمره وخت کې ۱۰.۳ میلیون له شپږ څخه تر ۵۹ میاشتو عمر لرونکو ماشومانو ته د ای ويټامین بشپړونکي درمل هم ورکړ شوي دي.

یونیسف ټینګار کړی، چې د بشري ننګونو له شتون سره – سره په افغانستان کې زیانمنو ماشومانو او کورنیو ته د روغتیا، تغذیې، اوبو او حفظ‌الصحې خدمتونو د رسولو هڅې روانې دي.

Trending

Exit mobile version