Connect with us

تازه خبرونه

شاوخوا ۳۵۰۰ ټنه سویابین د افغانستان او پاکستان ترمنځ پرپوله بند پاتې دي – د خوړو نړیوال پروګرام

خپور شوی

د

د خوړو نړیوال پروګرام ويلي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر پوله د سویابینو شاوخوا ۳۵۰۰ ټنه بند پاتې دي.

د خوړو نړیوال پروګرام د سې شنبې پر ورځ (د کب اتمه) یو راپور خپور کړ او څرګندوي، چې د سویابینو د ترکیب د کمښت له کبله، د خوړو نړیوال پروګرام په روانه میاشت کې د اضافي تغذیې پروګرام پلي کولو ته لومړیتوب ورکړی او یو اعشاریه اووه میلیون امیدواره میرمنو، نجونو او ماشومانو سره مرسته وشوه.

د ملګرو ملتونو دې ادارې ټینګار کړی، چې: د سویابینو په لېږد کې نور ځنډ به د شاوخوا ۳۷۸ زره هغه امیدوارې میرمنې زیانمنې کړي، چې د خوارځواکۍ درملنې پروګرام لاندې به ورسره مرسته وشي.

د خوړو نړیوال پروګرام ویلي، چې د وړاندوینو پر بنسټ به ۱۵ اعشاریه ۸ میلیون خلک د ۲۰۲۳ کال د نومبر او ۲۰۲۴ کال تر مارچ پورې د خوراکي توکو له سخت نه‌خوندیتوب سره مخ شي، چې ۳ اعشاریه ۶ میلیون کسان به په بېړني حالت کې وي.

د ملګرو ملتونو دغې ادارې زیاته کړې، چې د ۳ اعشاریه ۲ میلیون ماشومانو په ګډون څلور میلیون کسان، چې عمرونه یې له پېنځه کلونو کم دي؛ پر حادې خوارځواکۍ اخته دي.

د خوړو نړیوال پروګرام زیاته کړې، چې په جنورۍ کې یې له ۲۵ زره مټریک ټنو ډېر مختلط خوراکي توکي ټول افغانستان ته استولي، چې په سلو کې ۹۹ خپل هدف ته رسېدلي او اوس شاوخوا ۴۳ زره مټریک ټنه خوراکي توکي د افغانستان په دننه کې د دې بنسټ په ګودامونو کې زیرمه دي.

د دې ادارې د معلوماتو له مخې؛ په بهر کې د خوړو نړيوال پروګرام په ګودامونو کې ٣٤ زره مټريک ټنه خوراکي توکي شته، چې افغانستان ته رالېږدول کېږي او يا به دې هېواد ته رالېږدول شي.

د ملګرو ملتونو د څرګندونو له مخې؛ سږ کال ۲۳ اعشاریه ۷ میلیون افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري او مرستندویه ټولنې یوازې ۱۷ اعشاریه ۳ میلیون وګړي تر پوښښ لاندې نیولی شي.

د افغانستان د بشري چارو د همغږۍ دفتر ويلي، تر ۲۰۲۴ کال پورې په افغانستان کې له اړو کسانو سره د مرستې لپاره ۳ اعشاریه صفر ۶ میلیارډ ډالرو ته اړتیا ده.

تازه خبرونه

په تخار ولایت کې یو چینایي د نامعلومو کسانو لخوا ووژل شو

د تخار ولایت د امنیه قومندانۍ د مطبوعاتو او عامه اړیکو چارسمبالي محمد اکبر حقاني په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې ( لی ) نومی چینایي تېره شپه (سې‌شنبه د سلواغې دوه‌یمه) د دې ولایت د دشت قلعه په اړوند سیمه کې د نامعلومو کسانو لخوا وژل شوی دی.

Published

on

د تخار ولایت امنیه قومندانۍ ويلي، چې په تخار ولایت کې یو چینایي د نامعلومو کسانو لخوا وژل شوی دی.

د تخار ولایت د امنیه قومندانۍ د مطبوعاتو او عامه اړیکو چارسمبالي محمد اکبر حقاني په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې ( لی ) نومی چینایي تېره شپه (سې‌شنبه د سلواغې دوه‌یمه) د دې ولایت د دشت قلعه په اړوند سیمه کې د نامعلومو کسانو لخوا وژل شوی دی.

محمد اکبر حقاني وايي: "دغه چینایي وګړی له خپل ژباړونکی سره پرته له دې، چې دفتر او د دفتر امنیتي چارواکي خبر کړی؛ پر نامعلوم لوري روان شوي دي. له بده مرغه چینایي وګړی د دې ولایت د دشت قلعه په اړوند سیمه کې د نامعلومو کسانو لخوا وژل شوی دی."

هغه زیاته کړې، چې په دې پېښه کې د نوموړي ژباړونکي ته زیان ندی رسیدلی.

حقاني ويلي، چې پوليسو په دې اړه خپلې لومړنۍ څېړنې پيل کړې دي.

د راپورونو له مخې، چینایي وګړي د سرو زرو په کان کې کار کاوه.

تر اوسه کومې ډلې یا کس د دې پېښې مسوولیت ندی منلی.

Continue Reading

تازه خبرونه

تحول: د امریکا د اووه‌څلوېښتم ولسمشر په توګه د ټرمپ د لوړې مراسم

Published

on

Continue Reading

تازه خبرونه

څار: په افغانستان کې د امریکا د پوځي حضور د بیا رامنځته کېدا په اړه د روسیې د بهرنیو چارو وزیر څرګندونې

Published

on

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2024 Ariana News. All rights reserved!