لوبی
طوفان هرات آریانا خوست ته پر یو ګول ماتې ورکړه
دغه لوبه نن (شنبه د لړم دوهیمه) د افغانستان فوټبال فډراسیون په لوبغالي کې ترسره شوه او عبیدالله عمري د لوبې یوازنی ګول وواهه، چې له دې سره یې خپلې لوبډلې ته بریا ورپه برخه کړه.
طوفان هرات د افغانستان اتلانو لیګ روشن د شپږم پړاو د دوهیمې نیمایي په څلورپنځوسمه لوبه کې آریانا خوست ته د یو ګول پر توپیر ماتې ورکړه.
دغه لوبه نن (شنبه د لړم دوهیمه) د افغانستان فوټبال فډراسیون په لوبغالي کې ترسره شوه او عبیدالله عمري د لوبې یوازنی ګول وواهه، چې له دې سره یې خپلې لوبډلې ته بریا ورپه برخه کړه.
په لومړۍ نیمایي کې عمري د سر پر ګوزار د آریانا خوست لوبډلې دروازه پرانیسته.
د آریانا خوست لوبغاړو د پایلې د بدلولو هڅه وکړه؛ خو سیالې لوبډلې ته پر ګول وهلو بریالي نهشول.
په دوهیمه نیمایي کې هم دواړو لوبډلو د ګول وهلو فرصتونه لرل؛ خو هیڅ یوې ونهشو کولی پایله بدله کړي او لوبه د طوفان هرات پر یو ګول پای ته ورسېده.
طوفان هرات په دې لوبه کې ۱۶ خطاوې وکړې او دوه ژېړ کارتونه یې ترلاسه کړل. په مقابل کې د آریانا خوست لوبغاړو ۱۷ خطاوې وکړې او درې ژېړ کارتونه یې ترلاسه کړل.
طوفان هرات به په خپله راتلونکې لوبه کې د اوکټوبر پر اووهویشتمه له سرخپوشان خوافي سره مخ شي او آریانا خوست به د اوکټوبر پر شپږویشتمه له ابومسلم فراه سره لوبه وکړي.
د افغانستان اتلانو لیګ روشن د شپږم پړاو لوبې د آریانا ټلویزیون له لارې پر ژوندۍ بڼه خپرېږي.
لوبی
افغانستان د یوورځنیو سیالیو په نړیوال لړلیک کې اووم مقام ته پورته شو
د شنبې پر ورځ( د اوکټوبر پر څلیریشتمه ) د خپور شوي لړلیک له مخې؛ افغانستان د ۹۴ امتیازونو پر ترلاسه کولو اووم مقام خپل کړی؛ انګلستان د ۹۳ امتیازونو پر لرلو اتم مقام ته لوېدلی او سریلانکا د ۹۵ امتیازونو پر لرلو شپږم مقام لري.
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د کرکټ نړیوالې شورا (آیسيسي) د یوورځنیو سیالیو په تازه لړلیک کې له انګلستان څخه مخکې او د نړۍ اووم مقام ته پورته شوې ده. افغانستان له دې سره د خپلې لوبډلې د تاریخ تر ټولو غوره مقام له خپل پخواني ریکارډ سره برابر کړی دی.
د شنبې پر ورځ( د اوکټوبر پر څلیریشتمه ) د خپور شوي لړلیک له مخې؛ افغانستان د ۹۴ امتیازونو پر ترلاسه کولو اووم مقام خپل کړی؛ انګلستان د ۹۳ امتیازونو پر لرلو اتم مقام ته لوېدلی او سریلانکا د ۹۵ امتیازونو پر لرلو شپږم مقام لري.
افغانستان لومړی ځل د ۲۰۲۵ز.کال په می میاشت کې د نړۍ د یوورځنیو سیالیو په لړلیک کې اووم مقام ته رسېدلی و او اوس یې یو ځل بیا دا تاریخي لاستهراوړنه تکرار کړې ده.
په درېاړخیزو سیالیو کې اتلولي؛ د افغانستان د پرمختګ لامل
له زیمبابوی او بنګلهدېش سره په درېاړخیزو سیالیو کې د افغانستان لوبډله وځلېده. افغانستان د اوکټوبر پر درویشتمه( د جمعې پر ورځ ) د دغو سیالیو په پایلوبه کې زیمبابوی ته د اووه ویکټو پر توپیر ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
په دې لوبه کې افغان توپاچوونکو د زیمبابوی لوبډله د ۱۶۹ منډو له جوړولو وروسته ټوله وسوځوله. راشد خان د درې لوبغاړو پر سوځولو د افغانستان پر ګټه غوره توپاچونه وکړه.
د افغانستان په توپوهنه کې ابراهیم ځدراڼ د ۷۰ ناسوځېدلو منډو پر جوړولو د لوبډلې په بریا کې مهم رول ولوباوه. رحمت شاه هم ۴۳ منډې جوړې کړې او افغانستان په ۳۴.۳ آورونو کې ټاکل شوی هدف پوره کړ.
په نړیوال لړلیک کې د انګلستان شاتګ
انګلستان له سریلانکا څخه له وروستۍ ماتې وروسته په نړیوال لړلیک کې یو مقام له لاسه ورکړی دی. دې لوبډلې د ۴۳۰ منډو لوړ هدف وټاکه؛ خو د دفاع په برخه کې یې بریا ترلاسه نهکړه او سریلانکا د یوورځنیو سیالیو په تاریخ کې د هدف د پوره کولو له سترو بریالیو هڅو څخه یوه ترسره کړه.
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د نړۍ په لړلیک کې اووم مقام ته پرمختګ؛ په نړیوالو سیالیو کې د دې لوبډلې د پرمختګ او د نړۍ له نومیالیو لوبډلو سره د سیالۍ د وړتیا د زیاتېدا ښکارندوی دی.
لوبی
آرمان افسي د دوه ناوخته ګولونو سره-سره له سرخپوشان خوافي ماتې وخوړه
دغه لوبه نن (شنبه د لړم دوهیمه ) د افغانستان د فوټبال فډراسیون په لوبغالي کې ترسره شوه.
آرمان افسي لوبډلې د افغانستان اتلانو لیګ روشن د شپږم پړاو د دوهیمې نیمایي په دوهیمه لوبه کې د سرخپوشان خوافي پر وړاندې ۳ پر۲ ماتې وخوړه.
دغه لوبه نن (شنبه د لړم دوهیمه ) د افغانستان د فوټبال فډراسیون په لوبغالي کې ترسره شوه.
په لومړۍ نیمایي کې باسط نظري د یوې آزاد ګوزار پر مټ د سرخپوشان خوافي لومړی ګول وواهه او سهراب افغان په اووهویشتمه دقیقه کې د خپلې لوبډلې د ګولونو شمېر دوه ته ورساوه. لومړۍ نیمایي د سرخپوشان خوافي پر بریا( ۲ـ۰ ) پای ته ورسېده.
په دوهیمه نیمایي کې سرخپوشان خوافي په دریپنځوسمه دقیقه کې درېیم ګول هم وواهه. له دې وروسته آرمان افسي د پایلې د بدلولو لپاره خپل بریدونه زیات کړل او ډامولا ایسئولووا آکاني په اووهاویاومه دقیقه کې د خپلې لوبډلې لومړی ګول وواهه.
شکرالله کوهي په نههاتیاومه دقیقه کې له لرې واټن څخه د یوه ګول پر وهلو د آرمان افسي دوهیم ګول هم وواهه؛ خو دې لوبډلې ونهشوای کولی پایله بدله کړي او لوبه د سرخپوشان خوافي پر بریا پای ته ورسېده.
آرمان افسي په دې لوبه کې نهه خطاوې وکړې او یو سور کارت یې ترلاسه کړ. په مقابل کې سرخپوشان خوافي لس خطاوې وکړې او دوه ژېړ کارتونه یې ترلاسه کړل.
آرمان افسي به په خپله راتلونکې لوبه کې د اوکټوبر پرشپږویشتمه له خراسان فاریاب سره مخ شي او سرخپوشان خوافي به د اوکټوبر پراووهویشتمه له طوفان هرات سره لوبه وکړي.
د افغانستان اتلانو لیګ روشن د شپږم پړاو لوبې د آریانا ټلویزیون له لارې پر ژوندۍ بڼه خپرېږي.
لوبی
افغانستان زیمبابوې ته پر ماتې ورکولو د درېاړخیزو کرکټ سیالیو اتلولي خپله کړه
با وجود تلاش توپاندازان زیمبابوی برای متوقف ساختن روند امتیازگیری افغانستان در آورهای میانی و حذف صدیقالله اتل با شش دوش، هدف تعیینشده برای افغانستان قابل دسترس باقی ماند.
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د توپاچونې او توپوهنې په برخو کې پر ځلېدلې لوبې د درېاړخیزو سیالیو په پایلوبه کې زیمبابوې ته ماتې ورکړه او د دغو سیالیو اتلولي یې وګټله. دا بریا د ۲۰۲۷ز.کال د کرکټ نړیوال جام او راتلونکو سیالیو ته د افغانستان د چمتووالي لپاره اړین ګام ګڼل کېږي.
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د افغانستان، زیمبابوې او بنګلهدېش ترمنځ د ترسره شویو درېاړخیزو سیالیو په پایلوبه کې زیمبابوې ته پر پرېکنده ماتې ورکولو د اتلولۍ جام پورته کړ.
د زیمبابوې لوبډلمشر سیکندر رضا لومړی د توپوهنې پرېکړه وکړه؛ خو د افغانستان توپاچوونکو له پیله پر سیالې لوبډلې فشار راوړ. زیمبابوې په لومړیو اووه آورونو کې پر ۲۶ منډو درې ویکټې له لاسه ورکړې.
فضلالحق فاروقي او عظمتالله عمرزي د لومړنیو ویکټو پر اخیستو د افغانستان د برلاسۍ زمینه برابره کړه. وروسته بلال سامي د زیمبابوې تجربهکار توپوهونکی برینډن ټېلر، چې یوازې یې نهه منډې کړې وې؛ وسوځاوه.
سیکندر رضا د ۶۸ او رایان برل د ۳۱ منډو پر جوړولو، د ۶۰ منډو ملګرتیا وکړه او هڅه یې وکړه، چې خپله لوبډله له لومړني کړکېچه وباسي؛ خو په اووهویشتم آور کې د برل له سوځېدا وروسته یو ځل بیا د زیمبابوې د ویکټو د لوېدو لړۍ پیل شوه.
محمد نبي او راشد خان پر اغېزمنې توپاچونې د زیمبابوې د توپوهنې وروستۍ برخه هم له ستونزو سره مخ کړه او دغه لوبډله په پای کې د ۱۶۹ منډو پر جوړولو وسوځېده.
راشد خان د ۴۱ منډو په بدل کې درې ویکټې واخیستې او د افغانستان تر ټولو بریالی توپاچوونکی و. بلال سامي د ۲۷ منډو په بدل کې دوه ویکټې واخیستې او فضلالحق فاروقي او محمد نبي هم هر یوه دوه ویکټې ترلاسه کړې.
ابراهیم ځدراڼ د افغانستان د بریا ستوری
د افغانستان په توپوهنه کې ابراهیم ځدراڼ د ۷۰ ناسوځېدلو منډو په جوړولو کې مهم رول ولوباوه.
رحمانالله ګربز هم ۳۰ منډې جوړې کړې او د افغانستان د منډو جوړولو لپاره یې ښه پیل برابر کړ. د افغانستان لوبډلې په لسم آور کې خپلې منډې ۶۸ ته ورسولې.
که څه هم د زیمبابوې توپاچوونکو هڅه وکړه، چې په منځنیو آورونو کې د افغانستان د منډو جوړولو مخه ونیسي او صدیقالله اتل یې په شپږ منډو وسوځاوه؛ خو ټاکل شوی هدف د افغانستان لپاره د لاسرسي وړ پاتې شو.
د افغانستان لوبډلمشر رحمت شاه ۴۳ منډې جوړې کړې او له ځدراڼ سره یې اغېزناکه ملګرتیا وکړه او د بریا لاره یې اواره کړه. که څه هم رحمت شاه د ویسلي مادهویري لهخوا وسوځول شو؛ خو افغانستان په پېنځهدېرشم آور کې ټاکل شوی هدف پوره کړ او اتلولي یې خپله کړه.
افغانستان له لومړۍ ماتې وروسته پیاوړی بېرته راوګرځېد
افغانستان په داسې حال کې د درېاړخیزو سیالیو اتلولي وګټله، چې زیمبابوې سیالۍ له بنګلهدېش څخه د ۹۹ منډو پر توپیر بریالۍ پیل کړې وه. په هغه لوبه کې کریګ ارواین ۹۳ او برینډن ټېلر ۸۱ منډې جوړې کړې وې.
افغانستان له هغې وروسته زیمبابوې ته د ۱۵۸ منډو پر توپیر ماتې ورکړه او بیا یې بنګلهدېش ته د اووه ویکټو پر توپیر په ماتې ورکولو پایلوبې ته لاره ومونده.
راشد خان په دغو دواړو بریاوو کې مهم رول درلود او په ټولیز ډول یې اته ویکټې واخیستې. دغو سیالیو ځوانو لوبغاړو؛ بلال سامي او اللهمحمد غضنفر ته هم د ځلېدا ښه فرصت برابر کړ.
افغانستان او زیمبابوې یو ځل بیا په شارجه کې مخامخ کېږي
د اعلان شوي مهالوېش له مخې، افغانستان او زیمبابوې به په راتلونکو سیالیو کې د درې نړیوالو شل آوریزو لوبو لړۍ او ورپسې دوه ټسټ لوبې ترسره کړي. ټاکل شوې، چې ټولې دغه سیالۍ د متحده عربي اماراتو په شارجه ښار کې ترسره شي.
د شل آوریزو سیالیو لومړۍ لوبه د اوکټوبر پر اووهویشتمه، دوهیمه د اوکټوبر پر نههویشتمه او درېیمه د نومبر پر لومړۍ ترسره کېږي.
دغه راز لومړۍ ټسټ لوبه به د نومبر له پېنځمې څخه تر نهمې او دوهیمه به د نومبر له دیارلسمې څخه تر اوولسمې ترسره شي.
دغه سیالۍ به دواړو لوبډلو ته یو بل فرصت برابر کړي، چې د خپلو لوبغاړو وړتیاوې وارزوي او د ۲۰۲۷ز.کال د کرکټ نړیوال جام پر ګډون راتلونکو مهمو سیالیو ته ښه چمتووالی ونیسي.
-
سوداگري4 days agoد شیخ ابونصر فراهۍ بندر له لارې د افغان سوداګرو د توکو ټرانزیټ دوه برابره شوی
-
تازه خبرونه3 days agoله چین سره د افغانستان ځمکنۍ نښلېدا له خنډونو سره مخ ده – ډیپلوماټ
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoد غوښتنو تر پوره کېدا پورې له واشنګټن سره خبرې نهکوو – ایران
-
لوبی5 days agoآرمان افسی با شکست ۲ بر صفر آریانا خوست، نیمفصل دوم لیگ قهرمانان را آغاز کرد
-
نړۍ4 days agoپه فرانسه کې د امنیتي وضعیت له کبله یوشمېر هېوادونو خپلو وګړو ته خبرداری ورکړ
-
تازه خبرونه5 days agoپه کابل کې د ۱۱۵ خصوصي روغتونونو ارزونه؛ یوازې دوه روغتونونو لومړۍ درجه خپله کړه
-
تازه خبرونه4 days agoد ازبکستان او ناروې چارواکو پر افغانستان او سیمیهیزې امنیتي همکارۍ خبرې وکړې
-
لوبی1 day agoافغانستان زیمبابوې ته پر ماتې ورکولو د درېاړخیزو کرکټ سیالیو اتلولي خپله کړه
