Connect with us

تازه خبرونه

غړي هېوادونه اوس‌مهال د اسلامي امارت د رسمیت پېژندلو په لټه کې نه‌دي -ملګري ملتونه

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیال ویاند فرحان حق د سې‌شنبې پر ورځ په یوه خبري غونډه کې وویل، د حکومتونو د رسمیت پېژندلو پرېکړه هېوادونه کوي؛ نه ملګري ملتونه.

خپور شوی

د

 

ملګرو ملتونو ویلي؛ اوس‌مهال داسې هیڅ نښه نه‌لیدل کېږي، چې د دې ټولنې غړي هېوادونه دې د افغانستان اسلامي امارت پر رسمیت وپېژني.

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیال ویاند فرحان حق د سې‌شنبې پر ورځ په یوه خبري غونډه کې وویل، د حکومتونو د رسمیت پېژندلو پرېکړه هېوادونه کوي؛ نه ملګري ملتونه.

هغه ویلي:« دا هېوادونه دي، چې پرېکړه کوي؛ کوم حکومت پر رسمیت وپېژني. تر اوسه واکمن چارواکي پر رسمیت پېژندل شوي نه‌دي او تر کومه، چې زه خبر یم؛ د ملګرو ملتونو د غړو هېوادونو له لوري د رسمیت پېژندلو لپاره هیڅ هڅه نه‌ده شوې.»

دغه راز د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر(اوچا) خبرداری ورکړی، چې که څه هم امنیتي وضعیت ښه شوی؛ خو اوس هم په افغانستان کې میلیونونه کسان له لوږې، بېوزلۍ او نامعلوم راتلونکي سره مخ دي.

په افغانستان کې د اوچا ویاندې اولګا چروکو ویلي، افغانستان اوس هم د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د نړۍ له تر ټولو زیان‌منو هېوادونو څخه دی.

هغې د نورستان وروستیو سېلابونو ته په نغوته کې ویلي، چې ډېرو کورنیو خپل عزیزان، کورونه، شتمنۍ او د عاید سرچینې له لاسه ورکړې دي.

د نوموړې د څرګندونو له مخې، مرستندویه بنسټونو له دغو سېلابونو وروسته زیانمنو شویو کسانو ته  خوراکي توکي، سرپناه، روغتیايي خدمتونه، د څښاک اوبه او نورې بېړنۍ مرستې چټکې رسولې دي.

اولګا چروکو زیاته کړې؛ پر ښځو او نجونو لګېدلي محدودیتونه اوس هم د هغوی د ژوند ډېرې برخې لکه: زده‌کړې، کار او خدمتونو ته لاسرسی اغېزمن کړی او په ټولنه کې یې ونډه محدوده ده.

هغې زیاته کړې، په سرحدي سیمو کې نښتې او نه‌چاودېدونکي توکي اوس هم د ملکي وګړو ژوند ګواښي او د افغانستان د ډېرو سیمو ماشومان له خوارځواکۍ کړیږي.

د اوچا ویاندې ټینګار کړی، چې مرستندویه ادارې به خپلې مرستې روانې وساتي؛ خو یوازې بشري مرستې د افغانستان بنسټیزې او اوږدمهالې ستونزې اوارولی نه‌شي.

تازه خبرونه

د بي‌بي‌سي راډیويي خپرونې د پرله‌پسې سرغړونو له کبله بندې شوې

د بي‌بي‌سي ویاند هم په ټول افغانستان کې د دې رسنۍ د راډیويي خپرونو بندېدا تائید کړې او څرګندوي، چې د دې موضوع د حل لپاره د اسلامي امارت له چارواکو سره په اړیکه کې دي.

Published

on

 

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د رسنیو د څار رییس صفي‌الله رائد ويلي، په افغانستان کې د بي‌بي‌سي راډیويي خپرونې د« پرله‌پسې سرغړونو» له کبله بندې شوې دي.

د بي‌بي‌سي ویاند هم په ټول افغانستان کې د دې رسنۍ د راډیويي خپرونو بندېدا تائید کړې او څرګندوي، چې د دې موضوع د حل لپاره د اسلامي امارت له چارواکو سره په اړیکه کې دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

نړیواله ټولنه دې د افغان کډوالو د ملاتړ لپاره عملي هڅې وکړي – برهم صالح

د نوموړي د څرګندونو له مخې، د ۲۰۲۳ز.کال له وروستیو راپدېخوا نږدې اووه میلیون کسان له ګاونډ هېوادونو افغانستان ته راستانه شوي، چې یو شمېر یې په سختو شرایطو او د خپلې خوښې خلاف بېرته ستانه شوي دي.

Published

on

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ مشر برهم صالح له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې افغانستان ته د بېرته راستنېدونکو د ملاتړ لپاره عملي ګامونه پورته کړي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې، د ۲۰۲۳ز.کال له وروستیو راپدېخوا نږدې اووه میلیون کسان له ګاونډ هېوادونو افغانستان ته راستانه شوي، چې یو شمېر یې په سختو شرایطو او د خپلې خوښې خلاف بېرته ستانه شوي دي.

برهم صالح د دې ادارې د اجرائیوي کمیټې په غونډه کې ویلي، چې په افغانستان کې بېرته راستنېدونکي له بېوزلۍ، د خدمتونو له محدودیتونو او ګڼو نورو ستونزو سره مخ دي.

نوموړي همدارنګه د افغان نجونو د زده‌کړو او د خپلو هیلو د پوره کولو پر حق ټینګار کړی او له نړیوالو مشرانو یې غوښتي، چې خپلې ژمنې پر عملي اقداماتو بدلې کړي.

هغه ویلي، افغان نجونې د خوبونو او خیالونو غوښتنه نه‌کوي، بلکې داسې فرصتونه غواړي، چې وکولی شي خپلې هیلې او ارمانونه پوره کړي.

دغه راز افغان کارپوهانو ويلي، بېرته راستنېدونکي د خپل ژوند د بیا پیل لپاره کاري فرصتونو او دوامدار اقتصادي ملاتړ ته اړتیا لري.

د دوی پر اند، یوازې لنډمهاله مرستې نه‌شي کولی د دغو کورنیو ستونزې حل کړي.

د اسلامي امارت چارواکو بېرته راستنېدونکو ته د کار او زده‌کړو د فرصتونو پر برابرولو، د بشري مرستو پر اړتیا او له افغانستان سره د اقتصادي همکاریو پر اهمیت ټینګار کړی دی.

Continue Reading

تازه خبرونه

نړیوالې ټولنې د بدیل معیشت په برخه کې له بزګرانو سره اړینې مرستې نه‌دي کړي- امیرخان متقي

د بهرنیو چارو وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ دغه موضوع د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له نوي ټاکل شوي ځانګړي استازي ټوماس فریلیسن سره د امیرخان متقي په لیدنه کې وړاندې شوې ده.

Published

on

 

د افغانستان اسلامي امارت بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي ويلي، نړیوالې ټولنې د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د افغانستان د لاسته‌راوړنو د ملاتړ لپاره له بزګرانو سره د بدیل معیشت په برخه کې اړینې مرستې نه‌دي کړي.

د بهرنیو چارو وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ دغه موضوع د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له نوي ټاکل شوي ځانګړي استازي ټوماس فریلیسن سره د امیرخان متقي په لیدنه کې وړاندې شوې ده.

د خبرپاڼې له مخې؛ په دې لیدنه کې دواړو لوریو د افغانستان د امنیتي وضعیت، د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې او یو شمېر بشري او سیاسي موضوعاتو په اړه خبرې کړې دي.

فریلیسن د امنیت د ټینګښت او د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د اسلامي امارت لاسته‌راوړنې ستایلې او څرګندوي، چې د افغانستان د امنیت ټینګښت او د نشه‌يي توکو پر وړاندې مبارزه د اروپايي ټولنې د رسمي دریځ یوه برخه ده.

نوموړي ډاډ ورکړی، چې اروپايي ټولنه به هڅه وکړي له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې خپلې همکارۍ پراخې کړي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!