سیمه ییز خبرونه
قزاقستان د جون د دولسمې د ځنګلي اور د قربانیانو لپاره ملي ماتم اعلان کړ
د اکیپرس د څرګندونو له مخې؛ د قزاقستان ولسمشر قاسم جومارت توکایف د جون دولسمه د هغو خلکو لپاره د ملي ماتم ورځ اعلان کړه، چې د آبای د اړوند سیمې په ځنګل کې د اورلګېدنې له کبله مړه شوي دي.
توکایف د قربانیانو له کورنیو سره په یوه ګډه ناسته کې څرګنده کړې؛ زه دا دوشنبه د ملي ماتم ورځ اعلانوم. مونږ به ستاسې ترڅنګ یوځای ویر او ماتم کوو او د هغو کسانو نومونه به یادوو، چې مړه شوي دي. زه له تاسې غوښتنه کوم، چې غښتلي او آرامه اوسئ.
توکایف د ځنګلپالنې د ارواښادو کارکوونکیو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړه او ټینګار یې وکړ، چې دا مونږ ټولو ته یوه لویه غمیزه ده.
د قزاقستان په ختیځ کې د آبای په سیمه کې د ۶۰ زره هکتاره ځنګله طبیعي اور د جون پر اتمه پیل شوی؛ له ۱۰۰۰ څخه زیات کسان او ۲۵۲ کاري ډله د اور په وژلو کې ښکېل دي.
د اکیپریس د څرګندونو له مخې؛ توکایف د اورلګیدنې پر وړاندې د بېړنیو حالاتو د وزارت مشر له دندې ګوښه کړ.
د دې اور لګېدنې په پایله کې ۱۴ کسان مړه شوي، چې ۵ یې وپېژندل شول.
سیمه ییز خبرونه
ایرانیان په تهران کې د آیت الله خامنهیي د الوداع مراسم ترسره کوي
د ایران اسلامي تبلیغ شورا رییس حجت الاسلام محمودي څرګنده کړې، چې د الوداع مراسم به په سیمهییز وخت د شپې پر لس بجو د پلازمېنې د امام خمیني د لمانځه په تالار کې پیل شي.
د ایران دولتي رسنیو د څرګندونو له مخې؛ ایرانیان به نن( چارشنبه) په تهران کې راټول شي او د ارواښاد ستر رهبر آیتالله علي خامنهیي د الوداع مراسم، چې د روانې اوونۍ په پیل کې یې د اسرائیلو او امریکا د هوایي بریدونو له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړ؛ ترسره کړي.
د ایران اسلامي تبلیغ شورا رییس حجت الاسلام محمودي څرګنده کړې، چې د الوداع مراسم به په سیمهییز وخت د شپې پر لس بجو د پلازمېنې د امام خمیني د لمانځه په تالار کې پیل شي.
خلکو ته به اجازه ورکړ شي، چې خپل درناوی وړاندې کړي. تمه ده، چې مراسم به درې ورځې دوام وکړي.
رویټرز راپور ورکړی، چې د جنازې د مراسمو جزئیات به په وروستي پړاو کې اعلان شي.
له تهران څخه خپرېدونکي انځورونه ښیي، چې په ټول ښار کې لنډمهاله یادناستې روانې دی او خلک د ۸۶ کلن رهبر د غم لپاره مخ پر راټولېدا دي. چارواکو له خلکو غوښتنه کړې، چې په مراسمو پراخ ګډون وکړي.
خامنهیي، چې له درې لسیزو څخه زیات یې ایران رهبري کړی؛ د هېواد د کورني او بهرني سیاست په جوړولو کې یو مرکزي شخصیت و. د امریکا او اسرائیلو دواړو پر وړاندې یې کلک دریځ ساتلی و.
د ایران دولتي رسنیو راپور ورکړی، چې هغه د شنبې پر ورځ د امریکا او اسرائیلو په ګډو هوايي بریدونو کې ووژل شو. دا هغه بدلون دی، چې په سیمه کې یې تاوتریخوالی بېساری زیات کړی دی.
راپور شوی وژنه د ایران لپاره یوه مهمه شېبه ده، چې د ځایناستې، کورنيثبات او د منځني ختیځ لپاره د پراخو جیوپولیتیکي پایلو په اړه پوښتنې راپورته کوي.
سیمه ییز خبرونه
په پاکستان کې پر پراخو غوندو بندیز ولګول شو
د امریکا پرقونسلګرۍ د برید پېښه هغه مهال رامنځته شوه، چې د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې د ایران د ستر رهبر له وژنې وروسته د لاریونونو څپه راپورته شوه.
د رویټرز خبري سرچینې د دوه امریکایي چارواکو د څرګندونو له مخې راپور ورکړی، چې د امریکا سمندري ځواکونو په کراچۍ کې د امریکا پر قونسلګرۍ د برید پر مهال پر لاریونکوونکو ډزې کړې دي. دا په یوه ډیپلوماټیک ماموریت کې یوه نادره پېښه ده، چې کولی شي په پاکستان کې تاوتریخوالی ډېر کړي.
امریکايي چارواکو ویلي؛ دا اوس هم روښانه نده، چې د سمندري ځواکونو لهخوا په ډزو کې چاته مرګ او ژوبله اوښتې او که نه؛ خو د یکشنبې پر ورځ د راپورونو له مخې لږ تر لږه ۱۰ لاریونکوونکي هغه وخت ووژل شول، چې د قونسلګرۍ له بهرنۍ دیوال څخه ورتېر شول.
د سند ایالت د حکومت یوه ویاند ویلي، چې “امنیتي ځواکونو” ډزې کړې دي؛ خو جزئیات یې ندي ورکړي. خبري سرچینو راپور ورکړی، چې ځینو عیني شاهدانو د قونسلګرۍ شاوخوا ډزې اوریدلي او اوښلن ګاز یې لیدلی دی.
امریکا په اسلامآباد کې پر خپل سفارت سربېره په لاهور او پېښور کې هم قونسلګرۍ لري.
ویل کیږي، چې په پاکستان کې د امریکا د ډیپلوماټیکو ماموریتونو شاوخوا امنیت ټینګ شوی او د کراچۍ قونسلګرۍ ته تلونکې لارې تړل شوې دي.
سیمه ییز خبرونه
اسرائیل په منځني ختیځ کې پر لبنان هوايي بریدونه وکړل
د اسرائیل پوځ ویلي، چې دوی له لبنان څخه توغول شوی یو توغندی شنډ کړی او نور یې په ډاګونو کې کې غورځیدلي دي.
اسرائیل د دوشنبې پر ورځ( د کب یوولسمه) په تهران او په لبنان کې د حزب الله پر مرکزونو له هغې وروسته تازه هوایي بریدونه وکړل، چې حزبالله وویل: د ایران د ستر رهبر علي خامنهیي د وژنې په غچ کې یې پر اسرائیلو راکټونه او څارګرې وتوغول.
د اسرائیل پوځ ویلي، چې دوی له لبنان څخه توغول شوی یو توغندی شنډ کړی او نور یې په ډاګونو کې کې غورځیدلي دي.
د بیروت پر جنوبي څنډو هم هوایي بریدونه شوي، چې په کې د حزبالله لوړ پوړي قومندانان میشت دي او لسګونه چاودنو ملکي وګړي تېښتې ته اړ کړي دي.
تاوتریخوالی روان ساتل شوی؛ ځکه، چې له تېرې شنبې راپدېخوا په منځني ختیځ کې وضعیت خورا کړکېچن دی؛ د ایراني اهدافو پر وړاندې د امریکا او اسرائیلو له ګډو بریدونو وروسته د تېلو بیې هم لوړې شوې دي.
د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان اعلان کړی؛ مشرتابه شورا، چې زه، د قضایي قوې رییس او د شورای نګهبان یې غړي دي پر لنډمهاله توګه د ستر رهبر دنده پر غاړه اخیستې ده.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په یوه ویډیو کې ویلي، چې د ایران پر وړاندې به پوځي عملیات تر هغه وخته پورې روان وي، چې “ټول اهداف ترلاسه شي” او له ایرانیانو یې وغوښتل، چې د خپل حکومت پر وړاندې راپورته شي.
د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ د امریکا پوځ تر اوسه پورې له ۱۰۰۰ څخه زیات ایراني پوځي اهداف پر نښه کړي دي او په دې عملیاتو کې درې امریکایي سرتېري وژل شوي دي.
-
تازه خبرونه3 days agoد افغانستان او پاکستان شخړه د حق او باطل له نظره ووینئ – مفتي ندوي
-
تازه خبرونه4 days agoافغانان باید دښمن ته د مداخلې زمینه برابره نکړي – زلمی خلیلزاد
-
سیمه ییز خبرونه5 days agoد ایران لنډمهالې رهبرۍ شورا د جوړېدا په درشل کې چارواکو د سخت غبرګون اعلان وکړ
-
تازه خبرونه4 days agoپه افغانستان کې د پاکستان پر شپنیو بریدونو عام وګړي زیانمن شول
-
تازه خبرونه5 days agoافغان امنیتي ځواکونو په تورخم کې پاکستان ته درانده زیانونه واړول
-
تازه خبرونه4 days agoد پاکستان پر اړینو پوځي اډو اغېزمن هوايي بریدونه ترسره شول – ملي دفاع وزارت
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoاسرائیل په منځني ختیځ کې پر لبنان هوايي بریدونه وکړل
-
سیمه ییز خبرونه5 days agoد ایراني رهبر علي خامنهیي ۳۶ کلن پېر د ده له وژلکېدا سره پای ته ورسېد
