روغتيا
قلندر عباد د روغتیایي سکټور ملاتړکوونکیو بنسټونو ته د افغانانو اړتیاوې وړاندې کړې

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت چارسمبالي قلندر عباد د پنجشنبې پر ورځ ( د کب لسمه ) د قطر په پلازمېنه دوحه کې د روغتیایي سکټور د ملاتړو بنسټونو په غونډه کې ګډون وکړ او د افغانانو پر روغتیایي اړتیاوو یې خبرې وکړې.
په دې غونډه کې قلندرعباد د روغتیايي سیسټم د اصلاح، ګډې څارنې، روغتیايي ځانبسیاینې، د کلیو او ولسوالیو پر کچه د روغتیايي خدمتونو معیاري کولو او هر اړخیزو روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو په اړه خبرې وکړې.
نوموړي په روغتیایي برخه کې له نړیوالو همکارانو وغوښتل، چې د اداري لګښتونو د کمولو او د مرستو په سمو او ډاډمنو رسولو کې ډېرې هڅې وکړي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ که د ډېرو اداري لګښتونو مخه ونیول شي، د روغتیايي خدمتونو د لګښتونو پر برخه به مثبت اغېز ولري.
همدارنګه عباد ټینګار کړی، چې د هېواد د کنګل شوې شتمنۍ ازادېدا به د روغتیایي سکټور په ځانګړي توګه د میندو او ماشومانو لپاره ګټوره وي.
د قلندر عباد د څرګندونو له مخې؛ دا د افغانستان د روغتيايي سيسټم د خپلواکۍ، د روغتيايي خدمتونو د پراختيا او معياري کولو لپاره يو ستر او مثبت ګام دى، چې بايد نړيواله ټولنه يې ومني.
روغتيا
په افغانستان کې ساري ناروغۍ زیاتې شوي – د روغتیا نړیواله ټولنه
دې ټولنې په خپل راپور کې د لوی اختر په ورځو کې د پاملرنې غوښتنه کړې؛ ځکه، چې کنګو ویروس له څارویو سره د اړیکو له لارې خپریږي.

د روغتیا نړیوالې ټولنې په خپل نوي راپور کې، چې د دوشنبې پر ورځ (د غوایی نههویشتمه ) خپور شوی ویلي؛ د مارچ پر پرتله په اپریل کې د شري، کنګو او ډینګي تبې، اسهال، ملاریا او سختو تنفسي ناروغیو مثبتې پېښې زیاتې شوې دي.
دې ټولنې په خپل راپور کې د لوی اختر په ورځو کې د پاملرنې غوښتنه کړې؛ ځکه، چې کنګو ویروس له څارویو سره د اړیکو له لارې خپریږي.
مخکې له دې د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق (UNFPA) د می پر شپاړلسمه خبرداری ورکړی و، چې د امریکا د بشري مرستو کمېدا به نږدې ۷ میلیون افغان ښځې او ماشومان روغتیايي چوپړ ته له لاسرسي بې برخې کړي.
د وګړو صندوق اجرائیوي مرستیال اعلان کړی، چې له افغانستان سره د امریکا د ۱۰۲ میلیون ډالرو مرستې له درېدو سره د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق له ۹۰۰ ملاتړ شويو روغتیايي مرکزونو څخه به ۵۰۰ هغه وتړل شي.
روغتيا
د عامې روغتیا وزارت د افغانستان د میندو د مړینې د کچې په اړه د UNFPA راپور رد کړ
صابرټون، چې د روانې میاشتې په پیل کې یې افغانستان ته سفر کړی و، تېره اوونۍ په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې وویل، چې افغانستان ” اوسمهال په نړۍ کې ترټولو ستونزمن بشري شرایط” لري.

د عامې روغتیا وزارت د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق (UNFPA) د اجرائیوي مدیر د مرستیال انډریو صابرټون هغه ادعاوې رد کړې، چې ویلي یې ول؛ په افغانستان کې په هرو دوه ساعتونو کې یوه ښځه د اومیدوارۍ او زیږون د مخنیوي وړ پېچلتیاوو له کبله مري.
صابرټون، چې د روانې میاشتې په پیل کې یې افغانستان ته سفر کړی و، تېره اوونۍ په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې وویل، چې افغانستان ” اوسمهال په نړۍ کې ترټولو ستونزمن بشري شرایط” لري.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د صابرټون د څرګندونو په ځواب کې ویلي، چې د هغه ادعاوې “ناسمې” او “بې بنسټه” او د هېواد په روغتیایي سکټور کې له شويو پرمختګونو سره په ټکر کې دي.
د عامې روغتیا وزارت دا هم ویلي، چې د افغانستان اسلامي امارت د اوسني حکومت تر چتر لاندې د میندو او ماشومانو د روغتیایي پاملرنې، د روغتیایي مرکزونو د پراختیا او د میندو د مړینې په کچه کې د کمښت په برخه کې د پام وړ ګامونه پورته شوي دي.
د عامې روغتیا وزارت له ملي او نړیوالو بنسټونو څخه وغوښتل، چې د روغتیایي مسایلو په اړه د احصائیو له خپرولو مخکې له دوی سره همغږي شي.
روغتيا
د افغانستان په روغتونونو کې د رواني روغتیا خدماتو نشتوالی د اندېښنې وړ دي
دې نړیوال بنسټ اوسنی وضعیت د کلونو جګړو، اقتصادي ناورین او پراخ رواني فشار پایله ګڼلې ده.

د روغتیا نړیوالې ټولنې څرګنده کړی؛ سره له دې، چې د افغانانو رواني روغتیا درملنې ته سخته اړتیا ده؛ خو د دې هېواد ۳۴ ولایتي روغتونونه اوس هم په دې برخه کې تخصصي آسانتیاوې نلري.
دې نړیوال بنسټ اوسنی وضعیت د کلونو جګړو، اقتصادي ناورین او پراخ رواني فشار پایله ګڼلې ده.
د دې ټولنې په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د اروپايي ټولنې پر مالي ملاتړ په افغانستان کې د رواني روغتیا او ټولنیز ملاتړ د ښهوالي لپاره یو پروګرام پیل شوی دی. دا پروګرام د روغتونونو له لارې ترسره کیږي، چې پر زیان منونکو خلکو راڅرخیږي.
د رواني روغتیا د تخصصي چارو د کمښت د حل لپاره د روغتیا نړیوالې ټولنې یوه تجربوي پروژه پیل کړې، چې په کې د شدیدو رواني اختلالاتو د درملنې لپاره په یو شمېر ولایتي روغتونونو کې د بستر ځانګړې څانګې فعالې شوې دي.
د دې پلان پر بنسټ په بامیان، بدخشان، فراه او نیمروز ولایتونو کې د اته بسترونو ظرفیت لرونکي مرکزونه جوړ شوي دي.
د کندهار ولایت په عینو مېنه روغتون کې یو لوی ۲۰ بستریز مرکز هم جوړ شوی دی.
د روغتیا نړیوالې ټولنې ټینګار کړی، چې د دې مرکزونو موخه نه یوازې د رواني نښو درملنه ده، بلکې له ناروغانو سره د دوی د ژوند بیا رغولو، د کورنۍ اړیکو بېرته راګرځولو او ټولنې ته په بېرته راستنېدا کې مرسته کول هم دي.
ویل کیږي، چې دې بنسټ د دې پروګرام د ناڅرګند راتلونکي په اړه اندېښنه څرګنده کړې او وایي، چې د دې چارو پراختیا او دوام د افغانانو د مخ پر زیاتېدونکو اړتیاوو د پوره کولو لپاره یو اړین کار دی.
-
نړۍ4 days ago
د امریکا پخوانی ولسمشر جو بایډن د پروسټاټ پر سرطان اخته شو
-
سوداگري3 days ago
نړیوال بانک د افغان پروژو د تادیاتو په اړه څرګندونې وکړې
-
نړۍ3 days ago
روسیې او اوکراین د اوربند په اړه له سمدستي خبرو اترو سره هوکړه وکړه – ټرمپ
-
سیمه ییز خبرونه3 days ago
بریټانیا، کاناډا او فرانسې د غزې په خاطر اسرائیلو ته د بندیزونو ګواښ وکړ
-
تازه خبرونه4 days ago
د اروپا بشري فورم د افغانستان د بحران پر ریښو خبرې کوي
-
تازه خبرونه5 days ago
د تاجکستان او ایران بهرنیو چارو وزیرانو د افغانستان په اړه خبرې وکړې
-
روغتيا3 days ago
په افغانستان کې ساري ناروغۍ زیاتې شوي – د روغتیا نړیواله ټولنه
-
روغتيا4 days ago
د عامې روغتیا وزارت د افغانستان د میندو د مړینې د کچې په اړه د UNFPA راپور رد کړ