تازه خبرونه

له افغانستان وتل مو د تاریخ له شرمه ډکه شېبه وه – ټرمپ

د جمعې پر ورځ د چنګاښ پر دیارلسمه ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې د “ښکلې او ستر” مالياتي قانون له لاسلیک وروسته وویل، چې امریکا له وحشت او شرمه ډک څلور کلونه زغملي دي.

Published

on

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې له افغانستان څخه وتل مو د تاریخ تر ټولو شرمناکه شېبه وه.

د جمعې پر ورځ د چنګاښ پر دیارلسمه ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې د “ښکلې او ستر” مالياتي قانون له لاسلیک وروسته وویل، چې امریکا له وحشت او شرمه ډک څلور کلونه زغملي دي.

هغه دا څلور کلونه اوږد وخت یاد کړ.

هغه د امریکا له استازو جرګې څخه د مالیاتي لایحې له تصویب مننه وکړه او څرګندوي: “ما هیڅکله د امریکا خلک د مالیاتي لایحې له تصویب دومره خوشحاله ندي لیدلي.”

هغه زیاته کړې، چې د دې قانون له مخې به د خلکو بېلابېلې ډلو ته لاسرسی رامنځته شي.

د امریکا د ولسمشر د یادونې له مخې: “مونږ په نړۍ کې ترټولو لوی هېواد یوو او بېرته راګرځېدلي یوو؛ داسې راګرځېدل، چې تصور یې کیده او هغه هم پدې چټکتیا. فکر مې کاوه، چې دا به کېدی شي له یو څخه تر دریو کلونو پورې وخت ونیسي؛ خو دا کار مو په څه کم شپږ میاشتو کې ترسره کړ.”

ټرمپ له دې مخکې د بګرام پرېښودل “غمجن” یاد کړي وه او ویلي یې ول، چې د بګرام هوایي اډه اوس د چین تر “اشغال لاندې” ده.

دا څووم ځل دی، چې ټرمپ پدې موضوع ټینګار کوي.

په تېر مارچ کې د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د ډونالډ ټرمپ هغه ادعاوې ښکاره رد کړې، چې د بګرام هوايي اډه د چین تر کنټرول لاندې ده.

هغه په ​​هغه وخت کې ویلي وه، چې دا ادعاوې “د نا تائید شویو معلوماتو پر بنسټ دي”.

مجاهد ټینګار کړی: “بګرام د اسلامي امارت تر کنټرول لاندې دی، نه د چین. دلته هیڅ چینایي ځواکونه نشته او مونږ له هیڅ هېواد سره داسې تړون نلرو،”.

هغه زیاته کړې: “د نا تائید شویو معلوماتو پر بنسټ احساساتي څرګندونې باید ونشي.”

د بګرام هوايي اډه، چې یو وخت د امریکا د عملیاتو لپاره د لوژستیک مرکز و؛ د ۲۰۲۱ کال په جولای کې د اسلامي امارت د واک ته له رسېدو لږ مخکې افغان ځواکونو ته وسپارل شوه.

Trending

Exit mobile version